پنځه نیول شوي خبریالان له بنده خوشې شوو

له خي اړخه: محبوب الله حکیمي، عطا الله عمر، فقیر محمد فقیرزی، جان اغا صالح او حسیب حساس نن ۱۴۰۲ د وږي په ۹ مه کابل کې د استخباراتو له بند خونې خوشې شوو.

۱۴۰۲ وږي ۹

کابل- د پنځه خبریالانو له ډلې په کندز ولایت کې د سلام راډیو خبریال حسیب حساس، په کندهار کې د طلوع نیوز ریپورټر عطا الله عمر، په زابل کې ازاد خبریال محبوب الله حکیمي او په ننګرهار ولایت کې د کلید راډیو ریپورټران فقیر محمد فقیرزی او جان اغا صالح پکې شامل دي نن له بنده خوشې شوو. د افغانستان د خبريالانو مرکز د دغو خبريالانو له خوشې کېدو د هرکلي په ترڅ کې د لږ تر لږه پنځو نورو خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو د ژر تر ژره او بې شرطه خوشې کېدو غوښتنه کوي چې لا هم په بند کې دي.

سرچینو د افغانستان خبریالانو مرکز ته ویلي دي، چې دا خبریالان نن په کابل کې د استخباراتو له بنده خوشې شوي دي. د يادو سرچينو په وينا، دغه خبريالان د ضمانت په ورکولو او له «ممنوع رسنيو» سره د کار نه کولو په اړه د طالبانو د حکم په رعايتولو سره له بنده خوشې شوي دي. طالبانو په غیر رسمي ډول له افغانستان څخه بهر د ځینو نویو تاسیس شویو رسنیو سره چې د هیواد وضعیت تر پوښښ لاندې راولي، همکاري بنده کړې ده.

د سلام وطندار راډیو خبریال حسیب حساس او په ننګرهار ولایت کې د کلید راډیو ریپورټران فقیر محمد فقیرزی او جان اغا صالح د زمري په ۱۹ مه، په کندهار کې د طلوع نیوز ریپورټر عطا الله عمر د زمري په ۲۲ او په زابل کې ازاد خبریال محبوب الله حکیمي د زمر په ۲۱ مه نیول شوي وو.

طالب چارواکو تر اوسه د خوشې شویو خبریالانو د شمېر او د هغوی د خوشې کېدو د شرایطو په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د دغو پنځو خبريالانو د خوشې کېدو هرکلى کوي او وايي، چې د دوى نيول په لومړي سر کې غير قانوني وو او بايد ازادي یې ترې نه وای اخیستل شوې. د افغانستان خبریالانو مرکز وايي، چې د خبریالانو پر وړاندې هر ډول شکایت باید د ټولیزو رسنیو د قانون او د رسنیزو سرغړونو او د شکایتونو د څېړنو د کمېسیون له لارې تعقیب شي.

د افغانستان دخبریالانو مرکز معلومات ښيي چې اوس هم پنځه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په بند کې دي او پر دې سربېره د ایراني انځورګر محمد حسین ولایتي وضعیت په اړه، چې ویل کېږي له نیول کېدو یوه اوونۍ وروسته په کابل کې د ایران سفارت ته سپارل شوی؛ مګر «ممنوع الخروج دی» تازه معلومات نشته.