په افغانستان کې د ژورنالیزم اخلاقي معیارونه

مقدمه:

اخلاقي معیارونه د نړۍ په ډیری هیوادونو کې د رسنیو د کار تر ټولو مهمې بنسټیزې برخې دي.

بنسټيز اصول لکه بې پلوي، رښتينولي، انصاف، رغښت، دقت، د قانون حاکميت، د عامه مصالحو رعايتول او مسلکي خپلواکۍ باندې د هېوادونو په رسنيزو نظامونو کې ټينګار شوی او د ژورنالېستانو  او رسنيو د چال چلند اصول د همدې له مخې ټاکل شوي دي.

په بېلاېلو هېوادونو کې، له دغو اصولو څخه بېلابېل تعبيرونه او تفسيرونه شوي دي. د سیاسي نظامونو داخلي شرایط او جوړښتي ځانګړتیاوې او د مختلفو ټولنو عقیدوي کلتوري ارزښتونه د دې اخلاقي معیارونو په ټاکلو کې ونډه لري.

په اوسني افغانستان کې رسنیو د پام وړ وده کړې او د هېواد په سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او فرهنګي برخو او د خلکو پر افکارو يې اغېز هم د پام وړ دي.

د افغاني ټولنې د ځانګړتیاوو او په افغانستان کې د امنیت او ثبات پر وړاندې د شته ننګونو په پام کې نیولو سره د رسنیو د فعالیتونو اغېزمنتوب او ګټورتوب او د خبریالانو د مسلکي خونديتوب د تامین اړتیا؛ د هېواد د رسنیو ملاتړ بنسټونه او يو شمېر رسنيز فعالان دې ته اړ کړل چې د ژورنالیزم د نویو او نړيوالو اصولو او ارزښتونو او په هېواد کې د رسنیو د کار او د بیان د ازادۍ واقعيتونو ته په پام سره د هېواد د رسنیو ټولنې لپاره د ژورنالیزم اخلاقي اصول رامنځته کړي.

ټاکل شوې کمېټه، د کورنیو او بهرنیو ژورنالېستيکو بنسټونو او د عامه اړيکو او رسنیزو علومو په برخو کې د کارپوهانو د اسنادو او معیارونو تر مطالعې وروسته په هېواد کې د ژورنالیزم د اخلاقي معیارونو په توګه لاندې وړاندیزونه کوي:

 ځواب ورکوونه:

خبريالان، د خپلو مسلکي دندو د تر سره کولو پرمهال، د هېواد د اساسي قانون او د ټوليزو رسنيو قانون ترڅنګ د بيان د ازادۍ اصول، د رسنيو د کار خپلواکي او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق مراعتوي.

د نورو لخوا د توليد شويو موادو د نشر پرمهال د اصلي سرچينې يادونه لازمي ده.

د ادعاو او تورونو پرمهال، مقابل لوري ته د ځواب ورکوونې او خپل نظر د اظهارولو حق ورکوي.

د مسلکي کار د تر سره کولو پرمهال، د ټولنې عمومي ګټې په پام کې نيسي.

په رسنيزو توليداتو کې نورو ته د ښکنځلو کولو، سپکاوي، تهمت او توهين څخه ډډه کوي.

خپلې غلطۍ مني او په هر څومره ژر يې د اصلاح اقدام کوي.

خپلواکي او بې پريتوب:

خبريالان د مسلکي دندو پرمهال، د هر راز نژادي، قومي، ګونديز، سمتي، مذهبي، جنسيتي، سياسي او ژبني تعصب څخه ډډه کوي او يوازې اطلاعاتو ته د خلکو د لاسرسي حق ته پاملرنه کوي.

څرنګه چې دوی بې پرېتوب د مسلکي ژورنالیزم اساس ګڼي، نو خبریالان مکلف دي چې د راپور ورکولو پر مهال "بې پرېتوب" مراعت کړي او په راپور کې د شخصي نظر، موخو او قضاوتونو له ځای کولو ډډه وکړي.

په هر هغه فعالیت کې له دخیل کېدو څخه ډډه کوي، چې د دوی مسلکي شهرت ته زیان رسوي.

له هغو ځانګړو وړاندیزونو، بډو او ډالیو منلو څخه انکار کوي چې د دوی په مسلکي کاري بهیر کې د نفوذ وسیله ګرځي.

خودسانسوري نه کوي، شخصي ګټو ته پر عامه ګټو غوره والی نه ورکوي.

د رسنیو د توليد شويو موادو په خپرولو، تر لاسه کولو او ګټې اخېستنه کې له انصاف يا عادلانه چلند څخه کار اخلي.

د پېښو او رښتيا د خپرولو او يا نه خپرولو برخه کې د دولتي چارواکو، بانفوذه اشخاصو او ډلو مستقيم او يا غير مستقيم فشار ته نه تسليمېږي.

د مېړانې په پام کې نيولو سره خپل خونديتوب له ګواښ سره نه مخ کوي او لازم امنيتي تدابير په پام کې نيسي.

له خپلو هم مسلکانو د متقابل احترام په پام کې نیولو سره، له کاري تضاد، که حقيقي او خیالي، ډډه کوي.

که خبريال په مستقيمه توګه يوه مسئله کې ذينفع وي، هغه به د دې پېښې له پوښښ څخه ډډه وکړي.

کره والی او برابروالی:

خلکو ته د پېښو او سمو اطلاعاتو لاسرسی د خبریال لومړنۍ دنده ده.

خبریال يوازې هغه اطلاعات خپروي چې کره والی يې تائيد شوی وي.

خبریالان د اړوندو سرچینو له لارې د ترلاسه شویو اطلاعاتو د کره والي تصدیق کوي، له تېروتنو ځان ژغوري او په قصدي ډول اطلاعاتو کې لاسوهنه یا تحریف نه کوي.

د خبر، راپور او نورو رسنیزو ژانرونو په چمتو کولو کې ښکېلو اړخونو ته په مساوي او متوازن ډول د نظر څرګندولو حق ورکوي.

لیدونکو ته خپلې سرچینې ورپېژني. که چیرې د ښکاره سرچینو څخه کافي اطلاعات ترلاسه کول ناممکن وي، د پټو سرچینو څخه معلومات یوازې په هغه صورت کې کاروي چې د خلکو په ګټه وي.

د هويت نه څرګندولو په شرط د ترلاسه کړيو معلوماتو له خپرولو وړاندې يې بايد د اطلاعاتو د شریکولو موخه او انګیزه معلومه کړئ. (دا يو څه ګونګ دی.)

ډاډ تر لاسه کوي، هغه معلومات، اسناد او يا مدارک چې تر لاسه کړي يې دي، ناسم او تېراېستونکي نه دي.

په پټه او محرمانه توګه د اطلاعاتو راټولولو څخه ډډه کوي (لکه په پټه د غږ ثبتولو، د تلیفون خبرو اترو اورېدلو او لیکونو ته د لاسرسي هڅه کول)؛ مګر په هغه صورت کې چې د دغو اطلاعاتو نشر د عامه ګټو لپاره اړين وي او له معمول لارو يې تر لاسه نه کړي. د دې میتودونو له لارې د ترلاسه کړيو اطلاعاتو د خپرولو پر مهال يې بايد د ترلاسه کولو طریقه ذکر شي.

د مسلکي کار پرمهال، متقابل ازاد نظرونو ته لومړيتوب ورکوي، مګر هغه صورت کې چې دا نظريات د وسله والو ډلو او يا د حاکم نظام د مخالفو ډلو وي او د هغوې لپاره په کې تاوتريخوالي پارونکي تبليغات شوي وي.

د جنايي او جرمي مسايلو د خبري پوښښ پرمهال هڅه کوي، اطلاعاتو ته د خلکو د لاسرسي د حق ورکولو پر وخت د تورنو کسانو حق تر پښو لاندې نه شي.

هغه اشخاص چې د عدليي او قضايي ارګانونو له لوري مشکوک، تورن او يا مجرم نه وي پېژندل شوي، د قضيې په جريان کې يې ټولنې ته مجرم پېژندلو څخه ډډه کوي.

د ګردي مېزونو او مرکو پرمهال له مرکه کېدونکي يا د خپرونې مېلمنو سره په ادب چلند کوي او د هغوی له سپکاوي او تمسخر ډډه کوي.

د اطلاعاتو د نشر پرمهال توازن، دقت، کره والی، بې پريتوب او د عامه مصلحتونو رعايت له سرعت يا چټکتيا څخه نه قرباني کوي.

د پېښو د تحليل پرمهال دقت او کره والي معيارونه په پام کې نيسي.

د هغو مسايلو له دوامداره خپرولو ډډه کوي چې تازه اطلاعات په کې نه وي.

په رسنيزو ژانرونو کې د مسايلو د قصدي کوچني يا لوړ ښودلو څخه ډډه کوي.

د زيان او تاوان کمول:

خبريالان، د هغو کسانو چې پېښې سره مخ شوي وي، د عکس اخېستلو او مرکې کولو پرمهال، له دقت کار اخلي چې هغوی ته له روحي اړخه نور زيان ونه رسوي.

په ژوندۍ بڼه د تاوتریخوالي ډکو پېښو، په ځانګړي توګه له ايډيټ پرته په وينو لړلو جسدونو او ټپي خلکو د انځورونو چې پر عامه ذهنونو بدې اغېزې لري له خپرولو ډډه کوي.

د وسله والو ډلو د هغو کلېپونو له نشرولو څخه ډډه کوي، چې د دوی نظامي تمرينات او مانورې په کې ښودل کېږي او تاوتريخوالي ته تبليغ کوي.

د معلوماتو په ترلاسه کولو او د رسنیو د توليداتو په چمتو کولو او خپرولو کې د نورو شخصي حريم ته زیان نه رسوي. یوازې د عامه ګټو په پام کې نیولو سره خلکو ته د ځانګړو اطلاعاتو چمتو کولو غیر معمولي اړتیا د افرادو په ژوند او محرمیت کې د مداخلې اړتیا توجیه کوي.

د قومي، نژادي، ژبني او داسې نورو تبعیضونو او کرکې ته له لمن وهلو څخه، چې په ټولنه کې کرکې رامنځته کوي، ډډه کوي.

له هر ډول قومي، ژبني، سمتي او نژادي تبعیض څخه ډډه کوي او د حقایقو او پېښو د ترلاسه کولو، ليکلو او خپرولو په بهیر کې د جنسیت، معلولیت، رواني ناروغیو او داسې نورو پر بنسټ تبعیض نه کوي.

د مور او پلار یا قانوني سرپرست له اجازې پرته (د هیواد د اوسني قانون پر بنسټ) د تاوتریخوالي او جنسي تیري قرباني شويو کم عمره ماشومانو له انځور اخیستل او هویت څرګندولو څخه ډډه کوي. که په کوم دلیل د تاوتریخوالي د قربانیانو په اړه د خبرونو او پیښو خپرول هغوی له ګټو سره سم وي، په هغه ډول يې له خپرولو څخه ډډه کوي چې د قربانیانو وقار یا مادي او معنوي ګټو ته زیان ورسوي.

د بې ارزښته او ناسم تجسس له امله رامینځته شويو موضوعاتو له تعقیبولو څخه ډډه کوي.

دقت:

خبریالان او د رسنیو مسوولین د خبرونو او پروپاګند ترمنځ توپیر کوي او له تاوتریخوالي ډکو او عامه ذهنونو د خرابونکو تبلیغاتو له خپرولو ډډه کوي.

د هغو کسانو او ډلو د فعاليتونو د نشر پرمهال دقت کوي، چې واک کې دي یا د واک ترلاسه کولو هڅه کوي.

هیڅکله د خبرونو، عکس یا ویډیو منځپانګه نه تحریفوي.

د ډراماتيکو او ګمراه کونکو خبرونو خپرولو څخه ډډه کوي.

د خبر پر سر له هغو سرچينو سره معامله نه کوي چې د پيسو په مقابل کې اطلاعات شريکوي.

د شمېرو او ارقامو په خپرولو کې چې ښکېل اړخونه يې د خپلو ګټو له مخې لږ یا ډېر بولي، دوی په دقت سره چلند کوي او د خپلواکو او بې طرفه سرچینو لخوا د ارقامو په تایید تکیه کوي.

حقيتونه او د شخصي نظرونو څرګندول له يو بل سره توپير لري، د خپرونو، خبرونو او نورو ژانرونو په ليکلو او خپرولو کې نظرونه او شننې د حقايقو په توګه نه وړاندې کوي.

د خبري راپور او عدالت غوښتنې کار ترمنځ توپير شته، په مستقيم يا غېر مستقيم ډول د عدالت غوښتنې فعاليتونو کې چې د خبريال رسنيز رسالت او بې پرېتوب ته زيان رسوي، ډډه کوي.

په کاري ساحه کې مسلکي چلند

- مدیران او د رسنیو کارکونکي مکلف دي، چې د ټولو کارمندانو په ځانګړي توګه د ښځو لپاره مناسب کاري چاپیریال چمتو کړي. په کاري چاپېریال کې د ښځینه کارکوونکو پر وړاندې هر ډول تبعیض، ځورونه او جنسیتي تبعیض د اصولو او لوړو مدني او ژورنالیستیکو ارزښتونو خلاف کار دی. پای

* د افغانستان د ژورنالیزم اخلاقي معیارونه، د ۲۰۱۵ د کال د جون د مياشتې په ۵مه نېټه د چهارشنبې په ورځ کابل کې په یوه لویه غونډه کې چې د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه د څه د پاسه ۴۰۰ خبریالانو په ګډون جوړه شوې وه، تر بحث وروسته تصویب شو.