د خبریالانو او رسنیو د امنیت او خوندیتوب تامينولو کړنلاره

د خبریالانو او رسنیو د امنیت او خوندیتوب تامينولو کړنلاره

د امنیت او خوندیتوب تامينولو کړنلاره

ژورنالېستان او رسنۍ

نظر

امنیت چې رواني او فزیکي اړخونه پکې شامل دي، د بشري ټولنې يوه مهمه مسئله ګڼل کېږي. هرکله چې په یوه ټولنه کې د پام وړ امنیت تامین شي، د ټولنې خلک چې ټول قشرونه پکې شاملې دي، کولی شي په یوه خوندي چاپیریال کې خلاقیت، نوښت او ټولنیزه هوساینه رامنځته کړي. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د هېواد د نافذه قوانینو په چوکاټ کې د خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب او د افکارو د ودې او هوساینې او د بیان له ازادۍ څخه د ملاتړ په موخه د خبریالانو او رسنیو خوندیتوب خپله دنده ګڼي او دې برخې ته ژمن دی.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مدني ارزښتونو، د بيان ازادۍ او بشري حقوقو ته په پوره باور سره د افغانستان رسنيو ټولنې د پراختيا برخه کې، چې اوسمهال پراخه برخه رانغاړي، د ژورنالېزم د ډګر فعالينو، ژورنالېستانو او رسنيو لپاره د امن او خوندي چاپيريال برابرول خپل جدي مکلفيت بولي.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت په مدني ارزښتونو، د بیان ازادۍ او بشري حقونو ته په بشپړه توګه باور لري، ترڅو د افغانستان د رسنیو د ټولنې د پراخولو لپاره، چې دا مهال یو لوی ډګر لري، د خوندي او خوندي چاپېریال برابرول خپل جدي مکلفیت ګڼي. د ژورنالیزم، ژورنالیستانو او رسنیو په برخه کې د فعالینو لپاره.

له بلې خوا د خوندي کاري چاپېریال درلودل او د کار په ډګر کې اړین خوندیتوب د رسنیو او حکومت ترمنځ د لازمې همغږۍ، په هېواد کې د دیموکراتیکو ارزښتونو د لا ودې لپاره زمېنه برابره کړې ده او د معیاري میتودونو په پلې کولو سره په هیواد کې د رسنیو کار ته د ارزښت ورکولو لپاره زمینه برابروي. د همدې له امله د ژورنالېستانو او رسنيو د امنيت او خونديتوب د تامين کړنلاره د يو بشپړ او ګډ کار په پايله کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په استازولۍ د ملي امنيت شورا او د رسنيو ټولنې په استازولۍ د افغانستان رسنيو او ژورنالېستانو فدراسيون له لورې تدوين شوې ده، چې موخه يې د ژورنالېستانو او رسنيزو بنسټونو د امنيت او خونديتوب او ازادانه فعاليت د حقوقي بنسټ پياوړي کول دي.  

لومړی څپرکی

 کلیات

لومړۍ ماده

اساس

دغه طرزالعمل د افغانستان اسلامي جمهوریت د اساسي قانون، د مطبوعاتو یا ټولیزو رسنیو د قانون، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او د خصوصي ډله ییزو رسنیو د تاسیس او فعالیت د طرزالعمل پر بنسټ، د خبریالانو او رسنیو د امنیت ټینګښت او خوندیتوب او د رسنیو او حکومت ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو په موخه جوړ شوی دی.

دویمه ماده

اصطلاحات

.1د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیو د فدراسیون او د افغانستان دولت ترمنځ د همغږۍ ګډه کمېټه په دې کړنلاره کې د «ګډې کمیټې» په نوم یادیږي.

.2 د افغانستان رسنیو او خبریالانو د بنسټونو فدراسیون، وروسته تر دې په دې کړنلاره کې د «فدراسیون» په نوم یادیږي.

.3د کورنیو چارو وزارت د امنیت د تامین، اړیکو او همغږۍ مرکز په دې کړنلاره کې د «همغږۍ مرکز» په نوم یادېږي.

.4د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو د لمنځه وړلو مرکز په دې کړنلاره کې د «ملاتړ مرکز» په نوم یاد شوی او مسوولیت یې د ملي امنیت د عمومي ریاست په غاړه دی.

درېیمه ماده

موخې

دا کړنلاره د لاندې موخو د ترلاسه کولو لپاره جوړه شوې ده:

د خبریالانو او رسنیو له امنیت څخه ډاډ ترلاسه کول

د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو ته د رسېدو څخه د ډاډ ترلاسه کول

د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د فشار، تهدید او تاوتریخوالي د عاملینو نیول او د قانون منګولو ته سپارل او د خبریالانو او رسنیو لپاره د خوندي کاري چاپیریال رامنځته کول.

4.د رسنیو د کارکوونکو د شهیدانو، ټپیانو او معلولینو کورنیو ته پاملرنه.

.5 د حکومت او رسنیو ترمنځ د مسلکي اړیکو رامنځته کول

څلورمه ماده

دندې او واکونه:

.1د فدراسیون او د افغانستان د اسلامي جمهوري حکومت ترمنځ د همغږۍ ګډه کمېټه د دې کړنلارې پر بنسټ جوړه شوې ده.

.2د افغانستان د اسلامي جمهوریت ملي دفاعي او امنیتي ارګانونه او نورې دولتي ادارې او ټولیزې رسنۍ د دې کړنلارې د ګټو د پلي کولو مسوولیت لري.

.3د همغږۍ ګډه کمېټه د دې کړنلارې له تطبیق څخه څارنه کوي.

.4د همغږۍ ګډه کمیټه له خبریالانو سره د مرستې لپاره د مالي ملاتړ صندوق فعالیتونه څاري او د بسپنې په جذبولو سره د دې اغېزناک فعالیت لپاره زمینه برابروي. د وجهي صندوق د کار څرنګوالی هم د يوې جلا کړنلارې له مخې جوږېږي.

دویم څپرکی

د خبریالانو او رسنیو د امنیت او خوندیتوب تامینول

پنځمه ماده

د خبریالانو او رسنیو د امنیت تامینول

-1 کورنیو چارو وزارت مکلف دی:

- د دې کړنلارې د موادو پلې کولو لپاره په مرکز او د ولایتونو په امنیه قومندانیو کې د رسنیو د همغږۍ مرکز جوړ کړي

- دغه مرکز په کابل کې د ملي دفاع وزارت او د ملي امنیت عمومي ریاست د سوق او ادارې او په ولایتونو کې د هغوی له اړوندو څانګو سره همغږي او وصل کړي.

-2د ملي امنیت عمومي ریاست مکلف دی چې د کورنیو چارو وزارت د همغږۍ د مرکزونو په همکارۍ په مرکز او ولایتونو کې د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ مرکزونه جوړ کړي او د هغوی پر وړاندې امنیتي ګواښونه په ګوته او له منځه یوسي.

-3خبريالان او ډله ييزې رسنۍ بايد د هر ډول ګواښ پېښېدو او يا د ګواښ احساسولو په صورت کې د ګډې کمېټې له لارې ژر تر ژره د ملاتړ مرکز ته راپور وړاندې کړي.

 -4په بشپړ ډول د ګواښ د لمنځه تللو پورې به ګواښل شوي خبریالان او رسنۍ د سيمې د امنيتي ادارو لکه امنيه قوماندانۍ او امنيتي حوزې تر امنیتي تدابیرو لاندې ساتل کېږي.

د همغږۍ مرکز مکلف دی چې د تاوتریخوالي د عاملینو د تعقیب او نیولو، د رسنیو، خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو او د هغوی د خپلوانو دوسیې عدلي ارګانونو ته وسپاري.

د ناامنۍ یا د رواني او فزیکي معافیت نشتوالي د مخنیوي لپاره نور اړین کارونه ترسره کول.

دا د رسنیو او خبریالانو د همغږۍ د مرکز له دندو څخه ده.

شپږمه ماده

د رسنیو د دفترونو د امنیت ساتنه:

-1 د رسنیو د دفترونو امنیت په مرکز او د هېواد په ولایتونو کې، د همغږۍ مرکز له لارښوونو سره سم ټاکل او اداره کېږي.

-2 د همږۍ مرکز دنده لري په مرکز کې د ملي امنیت له عمومي ریاست او په ولایتونو کې د هغوی اړوند ریاستونه سره په همغږۍ د رسنیو د دفترونو پر وړاندې شته ګواښونه په نښه او د لمنځه وړلو لپاره یې عمل وکړي.

-3 د رسنیو دفترونه به د ګواښونو د لمنځه وړلو تر وخته تر امنیتي تدابیرو لاندې وي او د رسنیو مسوولین مکلف دي چې امنیتي ادارو سره همکاري وکړي.

اوومه ماده

د رسنیزو خپرونو د ترسره کولو د ځای امنیت ساتل:

-1 ټولیزې رسنۍ د خپلو خپرونو د ترسره کولو ځای په مرکز او ولایتونو کې د همغږۍ له مرکز سره په محرم ډول شریکوي

-2په مرکز او ولایتونو کې د همغږۍ مرکز مکلف دی د ملي امنیت عمومي ریاست او په ولایتونو کې د هغوی اړوند ریاستونو او د ولایتونو له امنیه قومندانیو سره په ګډه په ولایتونو کې د ترسره کېدونکو خپرونو د ځای امنیت لپاره اړین امنیتي تدابیر ونیسي:

-3د رسنیزو خپرونو د ترسره کولو د ځای په اړه د هر ډول ګواښ له پېژندلو وروسته يې ژر تر ژره د له منځه وړلو په اړه اقدام کېږي.

-4که د رسنیو د پروګرامونو د موقعیت پر وړاندې په نښه شوی ګواښ په ټاکلې موده کې له منځه لاړ نه شي او یا د بریدونو احتمالي اسناد موجود وي، د رسنیو د مسوولینو له لورې به د پروګرام د لغوه کولو لپاره اقدام کېږي.

-5د رسنیزو پروګرامونو د تطبیق پر مهال د هر ډول ګواښ د پېښېدو په صورت کې په مرکز او ولایتونو کې د همغږۍ مرکز مسوولین مکلف دي چې په پروګرام کې د حاضرو خلکو د ځان خوندیتوب لپاره لاس پکار شي.

شپږمه ماده

د خبریالانو د امنیت ساتل:

د خبريالانو ژوند، عزت، کاري وسايل او د ژورنالیزم مسلک نور اړوند مسایل له تېري څخه خوندي دي او امنيتي ځواکونه د هغوى د ژوند او مال د خونديتوب مسووليت لري.

امنیتي مسوولین باید د خپلو دندو د ترسره کولو پر مهال د خبریالانو د امنیت په خوندي کولو سره، پر هغوی د هر ډول برید، د هغوی عزت ته د زیان رسولو  او د هغوی د کاري وسایلو د  ویجاړلو او زیانمنېدو مخه ونیسي.

هغه امنيتي مسوولين چې له خبريالانو سره نامناسب او غير قانوني چلند کوي، د هېواد د نافذه قوانينو له مخې به ورسره قانوني چلند ترسره کېږي.

نهمه ماده

د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو ارزونه:

-1د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې ګواښونه د ملاتړ په مرکز کې، چې د ملي امنیت په عمومي ریاست او په ولایتونو کې د هغې اړوند ریاستونو کې جوړېږي، ارزیابي کېږي.

-2خبریالان او د رسنیو مسوولین چې له کومو ګواښوونو سره مخ دي، ياد ګواښونه دې د ګډې کمېټې له لارې د ملاتړ مرکز سره شریک کړي.

-3د ملاتړ مرکز د خپلې ارزونې پایلې د همغږۍ مرکز سره ژر تر ژره شریکوي.

-4د خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب او د ګواښونکو د هویت د معلومولو په موخه، د ګواښونو د عاملینو ټیلیفونونه د ملاتړ مرکز لخوا تر څار او تعقیب لاندې نېول کېږي.

درېیم څپرکی

د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو او د هغوی شکايتونو ته رسېدنه

لسمه ماده

د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته رسیدګي:

په مرکز او ولایتونو کې ګډه کمېټه د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو د اغېزناک حل په موخه لاندې کارونو په ترسره کولو مکلف ده:

د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو او تاوتریخوالي د قضیو ثبتول او څیړل.

په کلني ډول د خبریالانو او رسنیو په وړاندې د ګواښونو، تاوتریخوالي او بریدونو پورې اړونده قضیو شمېرې خپرول

د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د ګواښونو، تاوتریخوالي او بریدونو د قضیو د څارنې او مدیریت په اړه د مفصلو او هر اړخیزو قضایي راپورونو د شریکولو لپاره د عدلي او قضايي ارګانونو د همکارۍ راجلبول.

د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو، تاوتریخوالي او بریدونو د عاملینو د ژر تر ژره محاکمې په موخه د عدلي او قضايي ارګانونو د همکارۍ جلبول.

د دې کړنلارې او اړوند قوانینو سره سم د نورو اړینو دندو ترسره کول.

یولسمه ماده

د رسنیو د ټپي شویو او شهید شویو کار کوونکو کورنیو ته رسېدنه:

د رسنیو مسوولین مکلف دي چې د خپلو ژورنالیستیکو دندو د ترسره کولو پر مهال د رسنیو د شهیدانو، ټپیانو او معلولینو کورنیو ته رسېدنې لپاره طرحه، د اړوندو قانوني اسنادو پر بنسټ د ګډې کمیټې په همکارۍ، طرحه، تصویب او ترسره کړي.

دولسمه ماده

د خبریالانو فردي جرمونو ته رسېدګي:

که چیرې خبریالان د خپلې دندې له چوکاټ بهر د فردي جرم مرتکب شي، د هېواد له نافذه قوانينو سره سم به قانوني څار لاندې نيول کېږي.

د ژورنالېست او د رسنیو ادارې د کار کوونکي د شکایت په صورت کې به موضوع ته د ګډې کمېټې له خوا رسېدګي کېږي.

څلورم څپرکی

د رسنیو او د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت ترمنځ همغږي

دیارلسمه ماده

د خبریالانو، رسنیو او حکومت ګډه کمیټه:

-1په مرکز کې د رسنیو او حکومت ترمنځ د لازمې همغږۍ د رامنځته کولو ګډه کمېټه له لاندې اشخاصو جوړه ده

د ملي امنیت شورا د دفتر مرستیال

 (2)د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د ستراتیژیکو اړیکو ستر سلاکار

 (3) د بهرنیو چارو وزارت معين

 (4)د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو معين

 (5) د کورنیو چارو وزارت امنیتي معين

 (6) د ملي امنیت د عمومي ریاست مرستیال

 (7) د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال

 (8) د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مرستیال

 (9) د لویې څارنوالۍ مرستیال

 (10) د حکومت د اجرائیه ریاست ویاند

 (11) د کابل والي

 (12) د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون کمېشنر

 (13)د ملي امنیت شورا د دفتر د ستراتیژیکو اړیکو رئیس او د «افغانستان د خبریالانو او رسنیو د فدراسیون» د مشرتابه نهه غړي چې د دغه فدراسیون له خوا په رسمي توګه معرفي کېږي.

-2 دا کمېټه د ولسمشر د دویم مرستیال تر ریاست لاندې فعالیت کوي.

-3 په ولایتونو کې ګډه کمېټه د لاندې غړو لرونکې ده:

 (1) د والي مرستیال

 (2) د ولایت مقام د نشراتو او عامه پوهاوي مدیر

 (3) اطلاعاتو او کلتور رئیس

 (4) داخلي او بهرني امنیت جرایمو پر وړاندې د مبارزې څارنوالۍ رئیس

 (5) د امنیه قومندانۍ د عامه اړیکو او مطبوعاتو مسوول

 (6) د ملي امنیت ریاست د عامه اړیکو او مطبوعاتو مسوول

 (7) په ولایت کې د قول اردوګانو د عامه اړیکو او مطبوعاتو مسوول

 (8) په هغه ولایتونو کې چې د فعالو رسنیو شمېر پکې تر 50 ډېر وي، د افغان رسنیو او خبریالانو د بنسټونو فدراسیون شپږ غړي« چې په رسمي توګه د دې فدراسیون له لورې معرفي کېږي.»

په هغه ولایتونو کې چې د 20  او 50 ترمنځ فعالې رسنۍ لري د فدراسیون 4 غړي معرفي کېږي.

په هغه ولایتونو کې چې له شلو کمې رسنۍ لري، د رسنیو او خبریالانو د بنسټونو د فدراسیون له لورې درې تنه معري کېږي.

په هغو ولایتونو کې چې د فدراسیون له خوا شپږ یا څلور کسان نومول کېږي او د خبریالانو ملاتړي بنسټونه به په خپله خوښه د هغوی په ټاکنه کې حاضر وي او د دوی په ترکیب کې به یوه ښځینه خبریاله او د هغه ولایت د سیمه ییزو ادارو یو استازی د ګډې کمېټې د غړو له لورې معرفي کېږي.

-4 د ګډې کمېټې ریاست په مرکز د افغانستان د اسلامي جمهوریت دویم مرستیال او په ولایتونو کې د والي معاون پر غاړه لري.

-5 د ګډې کمېټې مرستیال او منشي، د کمېټې د ټولو غړو په هوکړه انتخاب او ټاکل کېږي.

څوارلسمه ماده

د ناستو د ترسره کولو ځای

د مرکز د ګډې کمېټې غونډې د ولسمشر د دویم مرستیال په دفتر کې او په ولایتونو کې په خپله خوښه د والیانو په دفترونو کې جوړېږي.

پنځلسمه ماده

د همغږۍ د ګډو کمېټو د ناستو ترسره کول:

ګډه کمېټه په میاشت کې یو ځل د مرکز په کچه خپلې غونډې کوي او د اړتیا په صورت کې بیړنۍ ناستې هم کولی شي.

ګډه کمېټه په هرو پنځلسو ورځو کې د ولایتونو په کچه خپلې غونډې کوي او د اړتیا په صورت کې کولای شي بېړنۍ غونډې هم وکړي.

په مرکز او ولایتونو کې د ګډو کمیټو د غونډو اجنډا د کمېټې د غړو په وړاندیز د کمېټې د منشي له خوا ترتیبیږي.

مرکزي ګډه کمېټه د ولایتي ګډو کمېټو د استازو په بلنه هر کال يو ځل په مرکز کې خپلې غونډې کوي.

شپاړلسمه ماده

د ګډو کمېتو دندې:

د مرکز په کچه ګډه کمېټه لاندې مسایل څېړي:

د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو راټولول؛

د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو په اړه د شکایتونو راپور د ملاتړ او همغږۍ مرکز ته راجع کول؛

 (3) د ولایتي کمیټو له خوا د راپورته شویو مسایل څېړل

 (4) د رسنیو او حکومت ترمنځ د همغږۍ د ښه کولو لپاره د اړینو طرزالعملونو او لارښودونو طرحه او اړوندو چارواکو ته یې وړاندیز کول

 (5)د هغو چلندونو څېړنه چې د خبریالانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د ناسم پوهاوي لامل شوي دي

 (6) ولایتي کمیټو ته د وړاندیزونو او لارښودونو وړاندې کول

 (7) ټولیزو رسنیو ته د مشورو ورکول

 (8) د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ د سیمې له هېوادونو څخه د خبریالانو د ملاتړ او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د همکارۍ جلب

 (9) د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د تروریستي ګواښونو مطرح کول

 (10) د افغان خبریالانو او رسنیو په ملاتړ، د دولتي، غیر دولتي نړیوالو بنسټونو او غونډو همغږي رامنځته کول.

 (11) د مطبوعاتي ناستو ترسره کول

 (12) د دې کړنلارې پر اساس د نورو اړینو کارونو ترسره کول

د ولایت په کچه ګډه کمېټه، لاندې مسایل څېړي:

 (1) د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو جمع کول

 (2) د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو راپور د ولایت په کچه د ملاتړ مرکز ته وړاندې کول

 (3)  د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو راپور د ولایت په کچه د همغږۍ مرکز ته وړاندې کول

 (4)په مرکز کې ګډې کمېټې ته د رسنیو د امنیتي ننګونو او ستونزو په اړه راپور وړاندې کول

 (5) په مرکز کې ګډې کمېټې ته د رسنیو د امنیتي ستونزو د کمولو او مخنیوي په موخه د وړاندیزونو وړاندې کول

 (6) د هغو چلندونو څېړنه چې د خبریالانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د ناسم پوهاوي لامل شوي دي

اولسمه ماده

د کمېټې د سکرتریت دندې:

د ناستو د اجنډاوو ترتیبول

د غونډې د اجنډا، وخت او ځای په اړه د کمیټې غړو ته خبر ورکول

په دقيق ډول د کمیټې غونډو د جريان ثبتول

د مصوبو د ثبت په کتاب کې د کمېټې د پرېکړو ثبتول

وزارتونو او اړوند ادارو ته د کمېټې د ناستو او پرېکړو استول

په نوبتي غونډو کې د کمیټې د غړو د کړنو او فعالیتونو راپور وړاندې کول

د کمیټې غړو ترمنځ د اړیکو او همغږۍ رامنځته کول

د نورو هغو دندو ترسره کول چې د کمیټې لخوا ورسپارل کېږي

دارالانشاء مکلفیت لري چې د کمېټې د غونډو اجنډا له غونډې لږ تر لږه درې ورځې مخکې د کمېټې غړو ته واستوي.

اتلسمه ماده

د کمېټې پرېکړې:

د کمېټې مهمې پرېکړې د کمېټې د لزوم دید له مخې له اړتیا سره سم د ټولیزو رسنیو له لارې خلکو ته اعلانېږي.

دولتي ادارې او رسنۍ مکلفې دي چې د رسنیو او حکومت تر منځ د اړیکو او همغږۍ د تامین او همدارنګه د رسنیو او خبریالانو د خوندیتوب او امنیت د تامین په برخه کې د کمیټې د پرېکړو پر بنسټ عاجل اقدامات وکړي.

پنځم څپرکی

بدلون، تعدیل، منظوري او انفاذ

نولسمه ماده

تغییر و تعدیل:

تغير او تعدیل

په دې طرزالعمل کې هر ډول بدلونونه او تعدیلات د همغږۍ د ګډې کمېټې د غړو په وړاندیز او هوکړه او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت شورا له تصویب وروسته ترسره کېږي.

شلمه ماده

منظوري او انفاذ:

دغه طرزالعمل چې پينځه څپرکي او شل مادې لري، د ګډې همغږۍ د کمېټې له تصویب او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت شورا له تصویب وروسته نافذېږي.

کاري کمېټه:

-د ملي امنیت شورا د دفتر استازی

-د ولسمشرۍ عالي مقام د ویاند د دفتر استازی

-د اجرائیه ریاست د ویاند د دفتر استازی

-د ملي دفاع وزارت د ویاند د دفتر استازی

-د کورنيو چارو وزارت د وياند د دفتر استازی

-د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د وياند دفتر استازی

-د ملي امنيت عمومي رياست استازی

-د اطلاعاتو او کلتور وزارت استازی

-د رسنيو ګډ فدراسيون استازی