د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله جایزه پژواک خبري آژانس ورکړل شوه

د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله جایزه پژواک خبري آژانس ورکړل شوه

۱۳۸۷ د لیندۍ ۶

په امریکا کې له خبریالانو څخه د دفاع نړیوالې کمیټې (CPJ) د ۲۰۰۸ کال د مطبوعات آزادۍ نړیواله جایزه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د پژواک خبري آژانس ته ورکړه.

یاده جایزه د نیویارک ښار په والدورف استوریا هوټل کې د یوې ځانګړې غونډې پر مهال د پژواک آژانس رئیس دانش کړوخېل او مسؤول مدیرې فریده نیکزاد ته ورکړل شوه. د دانش کړوخېل په وینا: «پژواک یو ټیم دی او دا جایزه د همدې ټیم د زحمتونو او مسلکي راپور ورکولو په پایله کې لاسته راغلې ده.»

په دغو مراسمو کې عراقي عکاس بلال حسین او د یوګانډا هېواد اندریو ایم وینډا هم د دې کمیټې جایزې وګټلې.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالکریم خرم پژواک خبري آژانس ته د مطبوعاتو آزادۍ نړیواې جایزې ورکړه د افغانستان د ولس لپاره یو ویاړ وباله. هغه زیاته کړه چې پژواک یو بریالی او مسلکي رسنیز بنسټ دی او له همدې امله وزارت پلان لري چې د پژواک وستایي.

پژواک خبري آژانس د ۱۳۸۳ کال د تلې په میاشت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له‌خوا د فعالیت جواز تر لاسه کړ او په کابل کې یې خپل کار پیل کړ. دا مهال پژواک نه یوازې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو، بلکې د په له یو شمېر هېوادونو کې هم خبریالان لري.

پژواک له دې وړاندې، د ۱۳۸۶ کال د لړم په میاشت کې، د کاناډا د خبریالانو ټولنې له‌خوا د رسنیو د آزادۍ نړیواله جایزه او همداراز د اسپانیا د عکس یوې جشنواره درېیمه جایزه خپله کړه.