مسعود حسيني دوه معتبرې نړيوالې جايزې ترلاسه کړې

کابل، ۱۳۹۰ د سلواغې ۲۱

د فرانسې خبري آژانس عکاس مسعود حسیني د Pictures of the Year International سازمان له خوا د ۲۰۱۱ کال د نړۍ تر ټولو اغېزمن انځور جایزې لومړی مقام او د World Press Photo اکادمۍ له خوا د نړیوال یوازیني خبري انځور جایزې دويم مقام ترلاسه کړی دی.

دا دوه نړيوال معتبرې جايزې د یاد ځوان هغه خبري انځور ته ورکړل شوي چې په کابل ښار کې د عاشورا مراسمو پر مهال د یوې ځانمرګې برید وروسته اخيستل شوی دی.

دا انځور؛ یوه تنکې ماشومه ترانه اکبري د ژړا په حال کې د وژل شويو او ټپيانو ترمنځ چې ډېری يې ښځې او ماشومان دي، انځوروي.

ياده انتحاري حمله د ۱۳۹۰ کال د ليندۍ په ۱۵مه شوې وه چې لږ تر لږه ۸۰ تنه پکې وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي وو.

د POYI او World Press Photo نړيوالې سيالۍ هر کال د لسګونو نوموتو نړيوالو عکاسانو په ګډون ترسره کېږي.

۳۱ کلن مسعود حسيني په ۱۳۸۱ کال کې د عکاسۍ مسلک ته، د يو شمېر نړيوالو عکاسانو لکه رضا دقتي تر ښوونې لاندې په کابل ښار کې په آينه مطبوعاتي دفتر کې مخه کړه.

د نوموړي په وینا د ۱۳۸۵ کال په وروستیو کې له فرانسې خبري آژانس سره له يوځای کېدو مخکې یې له بي بي سي، سنډې تايمز، اشپيګل، انډيپنډنټ او نورو ډېرو نړيوالو معتبرو رسنيو سره د آزاد عکاس په توګه همکاري کوله.

د ده انځورونو له دې وړاندې هم، د ۱۳۸۵ کال په يوه غونډه کې چې د جنوبي آسيا د خبري عکاسانو لپاره د پاکستان هېواد په کراچي جوړه شوې وه، هم مقامونه خپل کړي وو.

سربېره پر دې، د مسعود حسيني او د هغه د مېرمنې فرزانه واحدي (چې هغه هم عکاسه ده) خبري انوځارونه د کابل، دهلي، لاهور، تهران، برلين، واشنګټن او لندن په ګڼو نندارتونونو کې هم نندارې ته وړاندې شوي دي.