۱۳۸۹ د لړم ۱۰مه
د رادیو ازادي «ازادي او اورېدونکي» خپرونې چې د تاجیکستان په زندانونو کې د افغان زندانیانو ستونزو ته ځانګړې شوې وه، د خپرونو نړیوالې ټولنې (AIB) له خوا د ۲۰۱۰ زېږديز کال د غوره څیړنیزې خپرونې په توګه وپېژندل شوه.
د (AIB) نړیواله جایزه په لندن ښار کې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د «ازادي او اورېدونکي» خپرونې چلوونکي ظریف نظر ته ورکړل شوه.
ظریف نظر په دې خپرونه کې د زندانیانو پیغامونه ترلاسه کړي وو او هغه یې د افغانستان او تاجیکستان له چارواکو سره شریک کړي وو، چې په پایله کې یې ۱۷۰ زندانیان خوشې شول.
د ۲۰۱۰ میلادي کال د AIB نړیوالې جایزې د بېلابېلو هېوادونو ۲۸ رادیوګانو او تلویزیوني شبکو ته ورکړل شوې، د بریتانیا بیبیسی تلویزیون او د کاناډا سوسئیه راډیو دوه خبریالان د دغه ټولنې د کال د شخصیتونو په توګه غوره شول.
د AIB نړیوالې ټولنې د ۲۰۱۰ کال جایزې، د الجزیرې (انګلیسي څانګې)، بي بي سي، د فرانسې ۲۴ تلویزیون، د بلجیم وي آر ټي، د امریکا غږ، د آلمان وي ډي آر، سوني، د بریتانیا سي ان ان، هالند راډیو ، اتریش راډیو، آرتي فرانسه، ازادې اسیا راډیو، د سریلانکا شري ایفام، د آلمان کي آی – کي اې، د بریتانیا کلوور فلم، د استرالیا پروس پرو تولیداتي، او د چک جمهوریت راډیو ته، ورکړلې.
د افغانستان د ازادي راډيو سربېره، د هانګ کونګ فئونیکس تلویزیون، د بریتانیا ۴ تلویزیون، د کاناډا سوسیئته راډیو، تایوان راډیو، د رون اون بریتانیا تولیداتي، د دوحې مناظرې پروګرام (قطر)، د استرالیا SBS تلویزیون او د روسیې تلویزیون هم د ۲۰۱۰ کال د AIB جایزې ترلاسه کوونکي وو.

