د افغانستان د خبریالانو مرکز د ختیځ ـ لویدیځ نړیوال مرکز لخوا پرویز کاوه ته د جایزې ورکولو هرکلی کوي

د افغانستان د خبریالانو مرکز د ختیځ ـ لویدیځ نړیوال مرکز لخوا پرویز کاوه ته د جایزې ورکولو هرکلی کوي

 ۱۳۹۷ د چنګاښ ۵

کابل ـ د افغانستان د خبریالانو مرکز د ختیځ ـ لویدیځ نړیوال مرکز لخوا د ۸صبح ورځپاڼې مسؤل مدیر پرویز کاوه ته د «زړورتیا او اغېز» جایزې د ورکولو هرکلی کوي او د خوښي په څرګندولو د هېواد په رسنیز ډګر کې د ښاغلي کاوه او د هغه د همکارانو نه ستړې کېدونکي هلې ځلې او هڅې ستایي.

د ختیځ ـ لویدیځ نړیوال مرکز (East-West Center) چې مرکز یې امریکا په هاوایي کې دی، پرون یې په سینګاپور ښار کې د پرویز کاوه په ګډون د بېلابېلو هېوادونو پنځو خبریالانو ته «زړورتيا او اغېز» جایزه ورکړه.

ياد بنسټ د خپلو نړیوالو فعالیتونو د پنځوسمې کلیزې په مناسبت دا جایزې هغو خبریالانو ته چې د رسنیزو فعالیتونو له لارې یې په خپلو هېوادونو کې اغېزناک کارونه ترسره کړي دي، ورکړې.

د ۸صبح ورځپاڼې د راپور له مخې، ښاغلی کاوه چې د ختیځ ـ لویدیځ مرکز د مشورتي او څار شورا غړی هم دی، دا جایزه د متوازنې، تخصصي او اغېزمنې خبریالي په برخه کې د ارزښتناکو فعالیتونو له امله ترلاسه کړې ده.

پرون د سینګاپور هېواد په سينګاپور ښار کې د نړیوال رسنیز کنفرانس په ترڅ کې په دې تړاو جوړ شوي پروګرام کې د افغانستان، هند، میانمار، فیلیپین او امریکا پنځه خبریالان د دې جایزې په ترلاسه کولو برلاسي شول.

ریچارډ توربین، د ختیځ ـ لویدیځ مرکز د مشورتي او څار شورا رئیس، د دغو خبریالانو د فعالیتونو ستاینه وکړه او هغوی یې د زړورتیا، ژمنتیا او اغېز د ښکاره بېلګو په توګه یاد کړل.

هغه وویل چې د ژورنالیزم په ډګر کې کار کول متوازن خبریالي اخلاقو، ارزښتونو او ژمنتیا ته اړتیا لري او یادو پنځو کسانو د خپلو بې‌طرفه او متوازن رسنیزو فعالیتونو له امله د دې جایزې مستحق پېژندل شوي دي.

دا لومړی ځل دی چې د ختیځ ـ لویدیځ مرکز، چې یو له سترو او بااعتباره امریکایي بنسټونو څخه دی د خبریالانو کارونه په دې کچه ستایي. د سینګاپور په نړیوال کنفرانس کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه له ۶۰۰ زیات رسنیزو، مدني او سیاسي فعالانو ګډون کړی و.

د کونراد ادیناور بنسټ چې یوه آلماني اداره ده او د سینګاپور د مدیریت پوهنتون د دې نړیوالې غونډې له همکارانو څخه وو.

د ۸صبح ورځپاڼې ویلي چې پرویز کاوه د ناروغۍ له امله و نه توانېد چې په دې مراسمو کې ګډون وکړي، خو د ۸صبح ورځپاڼې د امتیاز څښتن سنجر سهیل د ښاغلي کاوه پر ځای یاده جایزه ترلاسه کړه.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دې جایزې د ترلاسه کولو لپاره پرویز کاوه او په ۸صبح ورځپاڼه کې د هغه همکارانو ته مبارکي وایي او د هغه نه ستړې کېدونکي زحمتونه او هڅې، چې له کلونو راهیسې د دې خپلواکې او آزادې ورځپاڼې مسؤلیت لري، د هېواد د رسنیز ټولنې لپاره د قدر او ویاړ وړ بولي او ده او همکارانو ته یې د مسلکي خبریالۍ د دوام په برخه کې د لا بریا هیله لري.