مجید سعیدی د امریکا د کال د عکاسي کتاب جایزه وګټله

 ۱۳۹۲ د کب ۱

د امریکا د کال د عکاسي کتاب جایزه (Photo Evidence) په ۲۰۱۴ کال کې ایراني عکاس مجید سعیدی او د هغه د «په جګړه کې ژوند» په نوم د عکسونو ټولګې ته چې د افغانستان له جګړو ستړي خلکو ژوند یې په خپله کامره کې ثبت کړی دی، ورکړل شوه. Photo Evidence- شهادت ورکوونکي انځورونه، کلنۍ جایزه ده او هغو عکاسانو ته ورکول کېږي چې د نړۍ په کچه په خپل هنر کې د زړورتیا او ژمنتیا څخه د ټولنیز عدالت د ترلاسه کولو لپاره کار اخلي.

سعیدي چې په تېرو دوو کلونو کې هم د دې جایزې نوماند و، د نورو عکاسانو لکه والریا بیسپوري «قفل شوی»، تانیا هابجوکا خوښي له«تسخیر شوی»، فرناندو مورالس او «دایره ماتوونه» او جوااو پینا او «د کرکس سیوري» سيالۍ کې کډون کړی وو، وتوانېد لومړی مقام خپل کړي.

د دې جایزې منشي اسوتلانا باچه‌وانوا د فبرورۍ په ۱۷مه په یوه اعلامیه کې د سعیدي نوم د ګټونکي په توګه اعلان کړ او ویې ویل: «د مجید سعیدي عکسونه له هغو انځورونو سره توپیر لري چې موږ یې اکثره له افغانستانه وینو. ځکه چې هغه د جګړې د صحنو اخیستلو پر ځای د هغو خلکو منځ ته تللی چې لا هم د جګړې له پای وروسته له ستونزو سره ژوند کوي. سعیدي نه یوازې دا چې له هغوی عکسونه اخیستي، بلکې لکه د هغوی غوندې یې ژوند هم کړی. د دې ټولګې عکسونه زړور مستند انځورونه دي چې د هغو خلکو درد، رنځ او بې‌عدالتي ښيي چې کلونه یې د جګړې او سیاسي شخړو بار پر اوږو حس کړی.»

د دې معتبر عکاسي سیالۍ د منشي د څرګندونو له مخې، سږکال له ۶۰ هېوادونو څخه عکاسانو له خپلو پروژو سره په دې سیالۍ کې برخه اخیستې وه. د دغو عکسونو اصلي محور د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د بشري حیثیت د تر پښو لاندې کېدو مستند انځورونه وو.

د وروستي پړاو په غوره شویو اثارو کې د لاتیني امریکا د زندانونو ناوړه وضعیت، په افریقا کې د حبس د کړۍ د ماتولو هڅې، په اشغال شوي فلسطین کې د سولې راوستلو لپاره هڅې، د شل کاله مخکې پیل شوې څو ملتونو ته غځېدلې جګړې نامستند اسناد او افغانستان کې د څلوېښت کلنې جګړې وروسته د ورځني ژوند انځورونه شامل وو.

باچه‌وانوا ټینګار وکړ چې غوره شوې پروژې نه یوازې هنري ښکلا لري، بلکې لیدونکی فکر ته اړ باسي. هغې زیاته کړه: «موږ په بې صبرانه توکه په په مني کې په نیویارک کې د کتاب نندارتون د جوړېدو او د کتابونو وېش ته په تمه یو.»

د فتو اویدنس د غواري پلاوي رئیس وویل چې د سعیدي «په جګړه کې ژوند» یوه صمیمي، طنزآمېزه او ځلانده څېره ده چې د افغانانو ژوند د جګړې منځ کې ښيي. هغه وویل: «دا عکسونه موږ ته ښيي چې خلک د جګړې سره سره سره ژوند ته دوام ورکوي. ګواکې ناامنۍ د دې هېواد د خلکو لپاره یوه عادي خبره ګرځېدلې.» د باچه‌وانوا په وینا: «سعیدي له خپلو سوژو سره ژوند کړی دی. هغه هغوی نه رهبري کوي، نه بهرنی، نه اشغالګر، او نه کافر ګڼل کېږي. هغه د جګړې انځور نه اخلي، بلکې د ورځني ژوند هغه شیبې ښيي چې خلک پکې له ناامنۍ سره لاس او ګرېوان دي. د سعیدي تور او سپین عکسونه د مستندې او بې‌پردې عکاسۍ غوره دود ته ورته دي، چې تخنیک او چوکاټ یې د عکاسانو لکه فرانک کاپا او کارتیه برسون کار ته ورته ښکاري. سعیدي موږ ته هغه موضوعات ښکاره کوي چې یا خو له افغانستانه نه دي لیدل شوي یا غربي نړۍ ته یوازې د جنجال له لارې وړاندې شوي، خو دی یې له نرموالي او روښانتیا سره وړاندې کوي.»

د فتو اویدنس د جایزې له مقرراتو سره سم، د کال د بریالۍ ټولګې عکسونه د کتاب په بڼه خپرېږي او په ټوله نړۍ کې وېشل کېږي. د کتاب د پرانیستې مراسم به د انځور اخیستونکي په ګډون د غوره شویو اثارو له نندارتون سره، د اکتوبر په ۱۶مه، د نیویارک د برانکس مستندونو په مرکز کې جوړ شي.

مجید سعیدي چې په ۱۳۵۲ کال کې په تهران کې زېږېدلی دی، له ۱۷ کلنۍ راهیسې عکاسي کوي او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې د انځور اخیستونکي او د انځورونو د برخې د مسؤول په توګه کار کړی دی. هغه د کاوه گلستان د عکس جایزه، د مطبوعاتو د جشنوارو څو دورې جایزې جایزې خپلې کړي دي. هغه همداراز د رابرت ایف کندي د عدالت او بشري حقونو د مرکز د کال عکاس جایزه (۲۰۱۲)، د یونیسف جایزه (۲۰۱۰)، د POYi جایزه (۲۰۰۹ او ۲۰۰۳)، د نانن هنري جایزه (۲۰۱۰)، د چین د مطبوعاتو عکس نړیوالې سیالۍ (۲۰۱۰ او ۲۰۱۳)، د لوسي نړیوال عکاس (۲۰۱۱)، د ورلډ پریس جایزه (۲۰۱۳)، د امریکا NPPA د عکاسانو ټولنې د مطبوعاتو ملي جایزه (۲۰۱۱) او د لوکاس دولګا مډال چې په پاریس کې ورته د جنورۍ په ۱۷مه ورکړل شو، ترلاسه کړي دي او د یاد ایراني عکاس د ویاړونو له ډلې دي.