په غور کې د پژواک خبريال لنډ مهاله نیول

 په غور کې د پژواک خبريال لنډ مهاله نیول

چغچران، ۱۳۹۱ د غویي ۱۳

په غور ولایت کې د پژواک خبري اژانس خبریال محمد حسن حکيمي د یاد ولایت د والي په امر د پولیسو له لوري ونیول شو.

حکيمي د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې هغه د « د غور والي عبدالله هېواد، د سولې ځایي عالي شورا مسؤول او د غور ولایت ځيني نورو مسؤولینو او بل نفوذه کسانو پر ضد د شپنیو ليکونو د خپرولو» په تور ونیول شو‌.

هغه وويل: « د سه شنبه په شپه ۸/۵ بجې څو پوليسان زما د خور دروازې ته راغلل او ویې ویل چې د والي په لارښوونه راغلي او زه یې امنیه قومندانۍ ته بوتلم او هلته یې له څه باندې څلور ساعته توقیف وروسته له ما څېړنې وکړې.»

محمد حسن حکيمي زیاته کړه، چې دا شپني لیکونه له دې وړاندې هم د والي مخالفو افرادو له خوا په چغچران کې وېشل شوې وې، هغه پولیسو ته وویل چې په دې قضيو کې لاس نه لري.

په غور ولایت کې د پژواک خبریال په وینا، پولیسو هغه له پلټنو او څېړنو وروسته او له دې امله چې په دې تړاو هېڅ شاهد او سند شتون نه درلود هغه ازاد کړی دی.

هغه زیاته کړه چې تېر کال هم په ورته نور د غور والي په لارښوونه نیول شوی وو او څو ساعته په توقیف کې ساتل شوی وو.

د غور ولایت د امنیه قومندانۍ سرپرست مرتضی مصلح پژواک خبري اژانس ته ویلي چې ياد خبریال د غور د والي په شفاهي لارښوونه د شپني لیکونو د خپرولو په تور ونیول شو او وروسته د والي په لارښوونه بېرته خوشې شو.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د پژواک خبریال سره ورته چلند غیر قانوني بولي او له عبدالله هېواد څخه غواړي چې د یاد خبریال پر وړاندې هر ډول ادعا په قانوني ډول د عدلي او قضايي ارګانونو له لارې تعقیب کړي.