۱۱ غویی ۱۳۹۶
کابل: څارنوالي وایي خبریالانو او رسنیو کارکوونکو سره د تریخوالي قضایي کمېټه توانیدلې د تاوتریخوالي ۶۷۹ قضیې چې په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې پېښې شوې دي وپیژني.
د لوې څارونوالۍ ویاند جمشید رسولي نن کابل کې د یوې خبرې ناستې پرمهال وویل، چې خبریالانو سره تاوتریخوالی د بیان ازادۍ او خبرونې په برخه کې، چې په تیرو څو کلونو کې ډیر شوی له لویو خنډونو ګڼل کیده.
هغه وویل حکومت تېر کال خبریالانو او درسنیو کار کوونکو سره د شوي تاوتریخوالي پېښو ته رسېدنې په موخه، د خبریالانو ټولنو په همکارۍ ځانګړې کمېټه جوړه کړه چې پدې برخه کې یې کار هم ترسره کړی.
رسولي زیاته کړه چې یادې شوې کمېټې خبریالانو سره د تاوتریخوالي پېښو کې چې وژنې، ټپي کول، وهل ډبول، غیري قانوني نیونه، تښتونه او سپکاوي پېښې پکې شامل دي د خبریالانو ټولنو په مرسته پېژندلي او د قانوني څېړنې په موخه یې اړوندو ادارو ته سپارلې دي.
د لویې څارنوالۍ ویاند په وینا له دې جملې ۶۰ قضیې د وژنې، ۴۶ ټپي کول، ۲۲۲ وهل ډبول، ۸۹ قضیې غیري قانوني بندي کول، ۲۹ د تښتونې او د سپکاوي ۲۳۸ پېښې دي.
جمشید رسولي وایي دې ټولو یادو شوو قضیو کې له ۳۰۰ تر ۴۰۰ داسې قضیې شته چې تر اوسه یې په اړه لومړنۍ څیړنې نه دي ترسره شوي نو له همدې امله دې پېښو ته رسیدنې کمېټې دا قضیې اړوندو ادارو ته سپارلي تر څو په اړه یې هغوي کمېټې ته راپور ورکړي.
د هغه په وینا دا کمېټه پینځه غړي لري چې د لوی څارنوالۍ استازی، ملي امنیت، کورنیوچارو وزارت، اطلاعاتو او کلتوروزارت او د افغانستان خبریالانو او رسنیو فدراسیون او مرکز غړي پکې شامل دي، چې د لویې څارنوالۍ تر مشرۍ لاندې کار ترسره کوي.

