په غور کې د دوه سيمه ئيزو خبريالانو د نيولو د حکم صادرول غيرې قانوني ګڼو او غندو يې.

په غور کې د دوه سيمه ئيزو خبريالانو د نيولو د حکم صادرول غيرې قانوني ګڼو او غندو يې.

۱۷ تلې ۱۳۹۵

فيروز کوه: د افغانستان د خبريالانو مرکز د غور ولايت د امنيه قومندانۍ له خوا د دې ولايت د دوه سيمه ئيزو خبريالانو د نيونې حکم صادرول غير قانوني ګڼي او په کلکو ټکو يې غندي.

د غور امنيه قومندانۍ د فيروزکوه لومړنۍ امنيتي حوزې نه د يو حکم په صادرولو غوښتي چې د پژواک خبريال محمد حسن حکيمي او آزاد خبريال ياسين آژند ونيسي.

په دې حکم کې راغلي چې دا دوه تنه د لويې څارنوالۍ په حکم او د غور د استيناف څارنوالۍ په غوښتنه او د ولايتي شورا، علماوو شورا او د غور د خلکو شورا د شکايت پر اساس ونيول او دې ادارې ته وروپېژندل شي.

پژواک آژانس د محمد حسين حکيمي له خولې ليکلي چې دا حکم د روانې مياشتې په ۷ نېټه صادر شوی دی او دا ټول په مشرانو جرګه کې د دې ولايت د استازي محمد داؤد غفاري له خوا پلان شوي دي او په خبريالانو د فشار او ګواښ لپاره يې لويې څارنوالۍ ته شکايت کړی او د دې دوه خبريالانو د نيولو غوښتنه يې کړې ده.

حکيمي زياته کړې ده چې د روان کال د زمري پر ۳۱ يې د غور د مرکز فيروز کوه د ښاروال په نقل د دې سناتور له خوا په فيروزکوه کې د ځمکې غصب په تړاو راپور جوړ کړی و او له هماغه وخته را په دې خوا تر فشار لاندې دی.

د هغه په وينا د فيروز کوه ښاروال محمد عارف قاضي زاده په يوه خبري ناسته کې ويلي و، چې د دې ښار په ګودام سيمه کې شاوخوا يو جريب ځمکه چې د ښاروالۍ د پلان له مخې پارک جوړولو ته ځانګړې شوې وه؛ د غفاري په واسطه غصب شوې ده؛ مګر دې سناتور د بې پروايۍ تر څنګ په دې سيمه کې لوړه ودانۍ جوړه کړې ده او امنيه قومندانۍ هم د دې ودانۍ د جوړولو د مخنيوي لپاره د ښاروالۍ غوښتنې ته هيڅ پاملرنه نه ده کړې.

له دې پرته قاضي زاده، غفاري تورن کړو چې له دې وړاندې يې په فيروز کوه کې يوه بله ساحه هم غصب کړې او د تېلو پمپ يې پرې جوړ کړی دی چې د مشرانو جرګې د دې غړي له خوا دا تورونه رد شوي دي.

محمد داؤد غفاري ويلي و: «له دولته مې مخکې يوه نمره ځمکه اخېستې چې سند يې لرم او پيسې مې يې دولت ته تحويل کړي دي او له همدې نمرې پرته نه کوم بل کور او نه ځمکه لرم.»

د پژواک خبري آژانس رئيس دانش کړوخېل د قومندانۍ د دې ګام د غندنې تر څنګ وويل، چې هيڅ بنسټ نه شي کولای په خپلسري توګه او له قانون خلاف يو خبريال د هغه د کاري فعاليت له وجې ونيسي.

هغه وويل چې پژواک د حسن حکيمي د نيولو د امر ضادرول په خپلو خبريالانو د فشار او ګواښ په مانا اخلي او دا موضوع په کابل کې د اړوندو مراجعو او بنسټونو له لارې په جديت سره تعقيبوي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د دې دوه خبريالانو جلب په کلکو ټکو غندي او ټينګار کوي چې له قانون سره سم يواځې د رسنيزو شکايتونو او سرغړونو ته د رسيدنې کميسيون کولای شي د خبريالانو او رسنيو اړوند شکايتونو ته رسېدنه وکړي او د هغوی د تائيد او څارنوالۍ ته د لېږلو وروسته عدلي او قضايي څارنې وړ دي.

د خبريالانو د ملاتړ دا بنسټ په دې باور دی چې هيڅ شخص او يا بنسټ نه شي کولای د خپلو صلاحيتونو څخه په ناوړه استفادې د خبريالانو د نيونې حکم صادر کړي او له همدې لارې بايد دې بهير ته د پای ټکی کېښودل شي او شخص دې خپل شکايت د رسنيزو شکايتونو او سرغړونو کميسيون له لارې تعقيب کړي.