فیرروز کوه، ۲۵ اسد ١٣٩۳
د افغانستان خبریالانو مرکز د غور ولایت سیمه ییز راډیو او تلویزیون په مشر د شوې وسله والې حملې غندنه کوي او له ځایي چارواکو غوښتنه کوي، چې دا پېښه وڅیړي او ترسره کوونکو سره یې قانوني چلند وکړي.
علا الدین محمدي چې په عین وخت کې د ملي راډیو تلویزیون خبریال په توګه کار هم کوي د افغانستان خبریالانو مرکز ته وویل؛ چې دا پېښه تېره ورځ شاوخوا ۵ بجې ترسره شوې ده.
هغه وویل: « د کار پای ته رسېدو وروسته موټر کې کورته روان وم، کنډوال کلي ته نیږدې ځای کې چې د فېروز کوه ښار ۱۰ کیلومترۍ کې پروت دې، نا څاپه دوه موټر سایکل سپرو وسله والو ډزې راباندې وکړې خو د موټر ګړندي تګ له امله ګولۍ پر ما ونه لګېدې.»
علاو الدین زیاته کړه، هغې وروسته موټر په بېړه ودراوه او په یو کنده کې پټ شو تر څو نیږ دې کروندو کې بوښتو کروند ګرو یې مرستې لپاره رامنډه کړه او وسله وال کسان د پېښې له ځایه وتښتېدل.
هغه وویل، نه پوهیږي چې ولې دې مخ پټو وسله والو هدف ګرځولی وو.
د غور ولایت دولتي راډیو تلویزیون مشر په وینا پولیسو په دې برخه کې پلټنې پېل کړي دي او ژمنه یې کړې، چې د پېښې ترسره کوونکي په ګوته او د قانون منګولوته وسپاري.
د افغانستان خبریالانو مرکز د دې پېښې رامنځته کیدو له امله د اندېښې ترڅنګ، د غور ولایت امنیتي ځواکونو غوښتنه کوي، چې د پېښې ترسره کوونکي په نښه او د قانون منګولو ته وسپاري، او د رسنیو ازاد فعالیت برخه کې په خپلو ژمنو عمل وکړي.
له خبریالانو د ملاتړ دا بنسټ په دې باور دی، چې د تاوتریخوالي دوام، ګواښ او په خبریالانو د فشار دوام د خبریالانو د خود سانسورۍ او د خبریالانو د مسلکي کار اغېز لامل کیږي نو له همدې امله غواړي چې دې بهیر سره پله کلکه مبارزه وشي.
د افغانستان خبریالانو مرکز له عدلي او قضایي ارګانو نو څخه غوښتنه کوي تر څو د خبریالانو او رسنیو کار کوونکو سره د تاوتریخوالي قضیو ته په رسېدنې سره اجازه ورنه کړي، چې له قانونه تښتېدونکو کسانو تاوتریخوالی او خپلسري په کلتور بدله او د ازادو رسنیو فعالیت ته د خنډ لامل شي.

