په غور کې يوه غير دولتي راډيو د نامعلومه کسانو له خوا سوځول شوې ده.

په غور کې يوه غير دولتي راډيو د نامعلومه کسانو له خوا سوځول شوې ده.

۲ د سلواغې ۱۳۹۶

فيروز کوه: د افغانستان د ژورنالېستانو مرکز د غور ولايت په مرکز فيروز کوه کې په عدالت غږ راډيو بريد او د هغې د وسايلو سوځول په کلکه غندي او له ولايتي ادارې غواړي چې د رسنيو او کارکوونکو د خونديتوب لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

ياده پېښه تېره شپه نهه بجې رامنځته شوې ده، د عدالت غږ راډيو مسوول عبدالودود صميم وايي په خپرونه بوخت و، چې درې تنه ناپېژانده کسان چې مخونه يې پټ کړي و؛ د راډيو ودانۍ ته په راننوتو سره يې د هغه په وهلو او ټکولو پيل وکړ.

صميم زياته کړه چې بريدګرو لږ وروسته د هغه لاسونه وروتړل او د راډيو ودانۍ ته يې اور ورته کړ او له هغه ځايه يې تېښته وکړه.

د هغه په وينا د راډيو وسايل په بشپړ ډول سوځيدلي او زيانمن شوي دي.

ځايي چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د عدالت غږ غير دولتي راډيو په ۱۳۸۴ کال کې جوړه شوه او سياسي، ټولنيزې، فرهنګي او تفريحې خپرونې يې خپرولې.

 

radio edalat3

د دې پېښې عاملين تر اوسه پېژندل شوي نه دي او د دې کار انګېزه يې هم ښکاره نه ده؛ مګر د غور يو ديني عالم شمس الحق مؤحد په خپله فيسبوک پاڼه په غير مستقيم ډول دا کار د دې رسنۍ په خپرونو او په ځانګړي ډول په تفریحي خپرونو پورې تړلی دی.

هغه ويلي چې د غور د خطيبانو شورا پرېکړه راډيوګانو ته لېږل شوې ده چې د خپرونو په نشر کې د دوی ملاحظات په نظر کې ونيسي او له انجونو د سندرو زمزمه کول ونه غواړي؛ مګر هغوی ورته پاملرنه نه ده کړې.

د افغانستان د ژورنالېستانو مرکز د عدالت غږ راډيو بريد د بيان د آزادۍ او د خپلواکو رسنيو په ضد او د وېرې او سانسور رامنځته کولو کار ګڼي او په کلکو ټکو يې غندي.

د ژورنالېستانو او رسنيو دا ملاتړی بنسټ د غور له محلي ادارې غواړي چې ياده قضيه تعقيب او له عاملينو سره يې قانوني چلند وکړي او د رسنيو د تأسيساتو د امنيت تامين ته لومړيتوب ورکړي؛ څو د داسې پېښو د تکرار مخه ونيول شي.

په غور ولايت کې دا دوهمه پېښه ده؛ له دې وړاندې د روان کال د جدي په دوهمه په فيروز کوه کې د سرحد غير دولتي راډيو ودانۍ چې د پوليسو يو کنډک ته نږدې وه؛ هم سوځول شوې مګر عاملين یې تر اوسه نه دي پېژندل شوي او نه ورسره قانوني چلند شوی دی.