غور ولایت کې د خبریال وهل ډبول او لنډ وخت لپاره یې زنداني کول په خبریالانو د فشار ښکاره نښه او قانون څخه تېښته ده.

غور ولایت کې د خبریال وهل ډبول او لنډ وخت لپاره یې زنداني کول په خبریالانو د فشار ښکاره نښه او قانون څخه تېښته ده.

۱۹ جوزا ۱۳۹۶

فیروکوه: د افغانستان خبریالانو مرکز غور ولایت کې د ملي امنیت ځواکونو له لخوا د ازادۍ راډیو خبریال بندي کول او وهلوپېښه په کلکه توګه غندي او له ولایتي ادرې غوښتنه کوي چې پېښې ته په جدي ډول رسېدنه وکړي.

عبدالقدیر غفوري وایي تیره شپه ۱۰:۳۰ بجې له یوې مېلمستیا څخه کورته پر لار د ملي امنیت کارکوونکو لخوا له درول کېدو وروسته وهل شوی او بیا دملي امنیت زندان ته انتقال شوی، چې د شپې تر ۱۲ بجو په بند کې وو.

غفوري چې په غور ولایت کې د ازادۍ راډیو د سيمه یيز خبريال په حيث کار کوي؛ يادونه وکړه چې تېره اونۍ د دې ولايت د امنيتي وضعيت اړوند د راپورونو د نشر له وجې او له دې جملې هغه راپور چې د غير مسوولو وسله والو د يو قوماندان په اړه و، چې د ملي امنيت د ملاتړ لاندې دی؛ دې ادارې ته غوښتل شوی او ګواښ ورته شوی دی چې بل ځل داسې راپورونه جوړ نه کړي.

مګر ملي امنيت د دې خبريال وهل ټکول او د لږ وخت لپاره د نيولو ادعا ردوي او وايي چې نوموړی د دې ادارې د کار کوونکو د ودرېدو امر په وړاندې د بې پروايۍ له امله چې د خپلې دندې په سرته رسولو بوخت وو؛ د پلټنو لاندې نيول شوی دی.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د غور د ملي امنيت د کارمندانو دا کار په کلکه غندي او دا له قانونه ښکاره سرغړاوی او په سيمه یيزو خبريالانو د فشار راوړلو او د آزادو اطلاعاتو د جريان د سانسورولو کار ګڼي او په دې برخه کې خپله جدي اندېښنه څرګندوي.

دا بنسټ د غور له سيمه یيزې ادارې غواړي چې د دې پېښې په جدي څېړنې او د عبدالقدير غفوري د وهلو ټکولو د عاملينو په قانوني څېړنې؛ اجازه ورنه کړي چې د خبريالانو په وړاندې تاوتريخوالی او غير قانوني کړنې په يو کلتور بدل شي.