۳ مرغومی ۱۳۹۶
کابل: د افغانستان خبریالانو مرکز غور ولایت مرکز کې په سرحد راډیو حمله او د هغې وسایلو سوځولو پېښه په کلکو ټکو غندي او له ولایتي ادارې غوښتنه کوي، چې د رسنیو او خبریالانو امنیت لپاره اقدام وکړي.
د سرحد راډیو د خبرڅانګې مشر منصور خسرو د افغانستان خبریالانو مرکز ته وویل، تیره شپه شاوخوا اته بجې کله چې د راډیو نشرات بند شوي او کار کوونکي په راډیو کې نه وو، د دې راډیو پر ودانۍ چې د پولیسو یو مرکز ته نیږدې پرته ده؛ حمله شوې ده.
هغه وویل، پېښه کې لومړی د یوې چاودنې غږ اورېدل شوی او وروسته له سټوډیو د اور لمبې پورته شوې دي، د راډیو وسایل تر دې کچې سوځیدلي دي چې ګټه اخیستل ترې ناشونې دي.
خسرو زیاته کړه تر اوسه روښانه نه ده چې دا پېښه د چاودیدونکو توکو نه په ګټه اخیستنې شوې او که له پترولو ګټه پورته شوې ده.
د سرحد راډیو د خبر څانګې مسوول یادونه وکړه چې تر اوسه پېښه کې لاس لرونکي ندي پیژندل شوي مګر پولیسو دې برخه کې خپلې څیړنې پیل کړي دي.
منصور خسرو تکرار کړه چې وروستیو وختونو کې سرحد راډیو د یوشمیر غیر مسووله وسله والو لخوا ګواښل شوې وه.
دافغانستان خبریالانو مرکز په سرحد راډیو برید د بیان ازادۍ او رسنیو خلاف او د ویرې او سانسور رامنځته کول په کلکه غندي.
له رسنیو د ملاتړ دا مرکز له ولایتي ادارې غوښتنه کوي، چې د دې پېښې کلکه څیړنه وکړي او ښکیل کسان د قانون منګولو ته وسپاري او د رسنیو او خبریالانو امنیت ته د لومړیتوب په ورکولو سره د دا ډول پېښو د تکرار مخه ونیسي.

