مزار شريف، شنبه ۱۳۹۰ د وري ۲۰مه
د بلخ ولايت خبریالانو د جمعې په ورځ د وري په ۱۹مه د يوې ناستې په ترڅ کې له خبریالانو څخه د ملاتړ او د رسنیزو فعالیتونو لاښه انسجام په موخه د «خبریالانو خونه» جوړه کړه.
په بلخ کې د خبریالانو د ناستې جوړونکی قیوم بابک د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې « د خبریالانو خونه» د یو خپلواک او بې پرې بنسټ په توګه د خبریالانو څخه د دفاع، همکاري او د رسنیزو فعالیتونو د انسجام په موخه جوړ شوی دی.
د هغه په وینا، د جمعې ورځې په ناسته کې چې په مزار شريف کې د جنګ او سولې د راپور ورکونې انستیتوت « آی ډبلیو پي آر» په تالار کې جوړه شوې وه، له بېلابېلو رسنیو څخه څه باندې ۵۰ خبریالانو ګډون کړی وو.
د بابک د معلوماتو پر بنسټ، په دې ناسته کې د «خبریالانو خونې» اووه کسیزه مدیره پلاوی د رایو په اتفاق د يوې شپږ میاشتنۍ دورې لپاره غوره شو، څو د «خبریالانو خونې» چارې پر غاړه واخلي.
د بلخ ولایت خبریالانو چې په شمالي ولایتونو کې له لومړۍ درجه ولايتونو څخه شمېرل کېږي، تر اوسه څو ځله د «پېچلي» او «فشار لاندې» مسلکي فعاليت له امله، نيوکې او اعتراضونه کړې وې.
د ۱۳۹۰ کال د لړم په مياشت کې لسګونو خبريالانو د رسنیو حوزوي کنفرانس کې چې د یاد ولایت په مرکز مزار شریف کې جوړ شوی وو، کډون وکړ څو د رسنیز کار او په دې برخه کې د شته ننګونو په اړه بحث او څېړنه وکړي.
په دې کنفرانس کې ځيني خبریالانو په شمالي ولایتونو په ځانګړي ډول بلخ کې د جنګ سالارانو او د فشار ډلو «له ځواک ښودنې» او د حکومت له « اړینې همکارۍ نکولو» څخه په یاد ولایت کې د رسنیو د «ځان سانسورۍ» او «غیر معیاري کېدلو» د لاملونو په توګه یاد کړل.
بلخ ولایت په تېرو لسو کلونو کې د رسنیز فعالیت د بې ساري پرمختګ شاهد وو.
اوس مهال په یاد ولایت کې دوه خصوصي تلویزیونونه، ۱۵ راډیوګانې او څه باندې ۳۰ خپرنۍ ( نشریې) فعالیت لري.

