په بلخ کې د رسنیو پراختیا دوه ورځنۍ ناستې پای

سه شنبه، ۱۳۸۹ د زمري ۱۹مه

دې ناستې د شمالي ولایتونو د لسګونو خبریالانو او رسنیزو چارو کارکوونکو او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د استازو په شتون کې د دوشنبې په ورځ په مزار شریف ښار کې په کار پیل وکړ.

په دې دوه ورځنۍ ناسته کې د بلخ په کاري حوزه کې د خبريالۍ وضعیت او رسنیز کار او فعالیت څرنګوالی د بحث او اوږدو خبرو اترو ترڅنګ تر څېړنو لاندې ونیول شو.

لاسته راوړنې

د رسنیو د شمېر زیاتوالی، د خبريالۍ مسلک ته د ځوان نسل لیوالتیا، په سختو شرایطو کې د دندې ترسره کول او خبريالۍ د صنفي ټولنو په جوړلو کې د عمل ازادي له هغو مهمو لاسته راوړنو څخه دي، چې په دې کنفرانس کې مطرح شوې.

ننګونې

نا امني، د جنګ سالارانو له لوري ګواښ، نا بلدتیا او خبریالانو ته د معلوماتو په ورکولو کې د ځینو دولتي چارواکو ته د کافي معلوماتو نشتون له هغو مواردو څخه وو، چې ګډون والو په دې ناسته کې پرې ټینګار کاوه.

په بلخ کې د جنګ او سولې د راپور ورکونکې انستیتیوت خبریال قیوم بابک وایي، خبریالانو د نا امنۍ او مشخصو ډلو او کسانو له لوري د ګواښ له امله نه دي توانېدلي ځيني موضوع ګانې راپور کړي او له همدې امله یې مطالب له خپرېدو څخه پاتې دي.

د هغه په وینا سربېره پر دې، په ځینو کوچنیو ولایتونو کې د تخصصي معلوماتو په ترلاسه کولو کې محدودیت، خبریالانو ته په معلوماتو ورکولو کې د ځایي چارواکو نابلدتیا او له دولتي سرچینو څخه د معلوماتو د ترلاسه کولو ستونزمنتیا د هېواد په شمالي ولایتونو کې له نورو ننګونو څخه دي. 

غير مسلکي کړنې

قیوم بابک وویل، اوس هم د ولایت له مراکزو څخه بهر مسلکي خبریالان کم دي او د ولایتونو په مراکزو کې د برنامو د تولید لپاره د مسلکي کاري ځواک نشتون، له کاري مسؤولیتونو څخه بې خبري او له فني امکاناتو څخه د‌ ګټې اخیستنې ټیټه کچه او د کابل او ولایتونو ترمنځ د رسنیزو ازاديو د تعادل او برابري نشتون لیدل کېږي.

د سولې او جنګ د راپور ورکونې انستیتوت خبریال د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو ترمنځ د کاري يوالي نشتون، د سوداګريزو اعلاناتو د جذب لپاره د رسنیو ناسم رقابت، د عوایدو ترلاسه کولو د تقویت لپاره ځان سانسوري او د ځينو خبریالانو له لوري د بډو له ترلاسه کولو څخه د هغو نورو لاملونو په توګه یاد کړل، چې یاد مسلک ته یې زیان رسولی دی.

کړنلارې 

د دې ناستې په پای کې ګډون والو د يوې پرېکړه لیک له لارې د خبریالۍ مسلک ډ بېلابېلو فنونو زده کړې، د خپلو مسؤولیتونو او حقونو څخه د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د معلوماتو زياتوالي، له خبریالانو سره د کار د څرنګوالي په تړاو د دولتي بنسټونو د ظرفیت لوړونې او د نړیوالې ټولنې له لوري له اوسني وضعیت څخه د وتلو لپاره د ګواښ د عواملو پر وړاندې د فشار پر زياتوالي، ټینګار وکړ.

په بلخ کې د بیان د ازادۍ څارونکي او د خبریالانو ملاتړي بنسټ جوړول له هغو نورو کړنلارو څخه وو، چې یاد پرېکړه لیک کې ځای پر ځای شوي وو.