مزار شريف، ۱۳۹۲ د کب ۱۹مه
د افغانستان د خبریالانو مرکز په مزار شريف ښار کې پر ازاد خبریال مختار وفایي برید غندي او له سيمهییزو چارواکو غواړي، څو د دې پېښې په څېړلو سره یې ترسره کوونکي د قانون منګولو ته وسپاري.
په بلخ کې یو رسنیز فعال نور اغا شريفي د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې دا برید د دوشنبې شپې شاؤخوا ۱۰ بجې د مزار شريف ښار په مرکز کې د باختر لیسې ته څېرمه ترسره شوی دی.
هغه وویل، چې دوه وسله والو کسانو چې مخونه يې پټ کړي وو، لومړی وفایي ته د ځیني مطالبو د خپرولو له امله سپکاوی کړی او وروسته یې په شدت وهلی ټکولی دی.
د شريفي په وینا مختار وفایي د سر او مخ په برخه کې ټپي شوی دی او په روغتون کې د لومړنیو درملنو وروسته رخصت شوی او وضعیت یې ښه دی.

