۲۱ چنګاښ ۱۳۹۳
مزار شریف: د لحظه راډیو ویاند او خپرونو چمتوکوونکی خالد اګاه یعقوبي د شنبې په ورځ ماسپښین یوه بجه مزار شریف ښار کې نا معلومه وسله والو لخوا ووژل شوو.
د لحظه راډیو مسوول مدیر احمد فهیم حق بین د افغانستان دخبریالانو مرکز ته وویل، چې دا پېښه له ماسپښین وروسته یوه بجه شوې ده.
د هغه په وینا خالد ګاه د ماسپښین لمانځه ادا کولو وروسته، شېبې وروسته کور ته د ننوتو په وخت کې د نا معلومه وسله والو لخوا په نښه او ووژل شو.
فهیم وویل:« ماشومان د دروازې زنګ اوریدو سره، دروازه خلاصوي او ناڅاپه وسله لرونکي کسان په خالد، چې د کور دروازې سره نیږدې وو په نښه کوي او یو ډز یې په سر ولي، چې ورسره هغه له پښو غورځوي.»
د لحظه راډیو مسوول مدیر زیاته کړه دې پېښې حیران کړی او تر اوسه نه پوهیږي، چې خالد اګاه په څه وجه په نښه شوو.
یعقوبي څلور کاله مخکې د لحظه شخصي راډیو سره کار پېل کړو، چې تازه د ( تک تک) ټولنېزې خپرونې چمتوکوونکي مسوولیت؛ چې ورځني مسایل به پکې بحث کیدل په غاړه اخیستی و.
د بلخ پولیس وایي تر اوسه د دې پېښې لامل نه دی څرګند خو په دې اړه د پولیسو جدې پلټنې پیل شوي ترڅو د دې جرم ترسره کوونکي او علت روښانه کړي.
ټاکل شوې د بلخ ولایت خبریالان د یکشنبې په ورځ د دې موضوع په اړه ناسته جوړه کړي.
د افغانستان دخبریالانو مرکز د خالد اګاه وژنې له امله ژور خواشینی دی او په کلکو ټکو یې غندي او د خدای ج له درباره نوموړي ته د بخښنې غوښتنه کوي. کورنۍ، ملګرو او همکارانو ته یې د صبر غوښتنه لري.
د خبریالۍ دا بنسټ د بلخ له ځایي ادارې غواړي چې د دې جنایت ترسره کوونکي معلوم او د قانون منګولو ته وسپاري.

