دوشنبه، ۱۳۸۹ د زمري ۱۸مه
د رسنیو لومړنی پراختیایي کنفرانس د هېواد شمالي ولایتونو د لسګونو خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو او دولتي چارواکو په شتون کې په مزار شريف ښار کې په کار پیل وکړ.
دا دوه ورځنۍ کنفرانس د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د شته ستونزو د څېړلو او د حل لارو موندل لپاره د «پرس نو» نړیوال بنسټ له لوري جوړ شوی دی.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال دین محمد مبارز راشدي په دې کنفرانس کې د خبرو پر مهال هیله څرګنده کړه، چې د ورته کنفرانسونو جوړول به په هېواد کې د رسنیزو فعالیتونو معياري کېدو کې اغیزمن تمام شي.
د دې ناستې په لومړۍ ورځ کې د زورواکو او ټوپک سالارانو او سرچینو ته د خبریالانو نه لاسرسی په ځانګړي ډول دولتي خبري سرچينې په شمال کې د رسنیزو چارو پر وړاندې د لویو ننګونو څخه یاد شول.
خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال وویل، چې یاد وزارت په پام کې لري ژر تر ژره رسنیو لپاره معلوماتو د لاسرسي یوه مسوده جوړه کړي، څو د ولسي جرګې له تصویب او د جمهور رئیس له توشيح وروسته د قانون په بڼه پلي شي.
ټاکل شوې سبا د یاد کنفرانس په دوهمه ورځ د خبریالانو د ناستو د پايلو په اړه بحث وشي.

