۱۳۹۳ د وږي ۶مه
مزار شریف: د شمشاد خصوصي راډیو او تلویزیون د ریسیور او ټرانسمیټر هغه دستګاوې چې د شمالي ولایتونو لپاره یې د عادي انټنونو له لارې د دې رسنۍ د خپرونو د ترلاسه کولو لپاره لاره هواره کړې وه، د یوې اورلګېدنې له امله له منځه تللې دي.
په هغه خبرپاڼه کې چې د شمشاد له لوري خپره شوې، ویل شوي چې دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ رامنځته شوې او له دې وروسته د شمشاد تلویزیون او شمشاد اف ام خپرونې پرې (قطع) شوې دي.
د اوس لپاره د یاد تلویزیون خپرونې یوازې د ډیش یا سپوږمکۍ د انټنونو له لارې د لاسرسي وړ دي.
د شمشاد سیمهییز خبریال عبدالمتین سهاک، پژواک ته ویلي چې امکان لري دا کار قصدي شوی وي، خو د بلخ د پولیسو د امنیت آمر عبدالرزاق قادري، د هر ډول تخریبي اقدام په ردولو سره ویلي، چې د پولیسو څېړنې ښيي دا پېښه د برښنا په سیستم کې د ستونزې له امله رامنځته شوې او د یادو تجهیزاتو کارکوونکو په دې برخه کې غفلت ترسره کړی دی.

