
۱۴۰۱ کب ۲۷
کابل- د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFJC) نن د خبریال د ملي ورځې په مناسبت په ۱۴۰۱ کال کې په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه خپل کلنی راپور خپور کړ.
د دغه راپور له مخې، په افغانستان کې په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال کې د رسنیو او خبریالانو ازادي ډېره خرابه شوې او د ۱۴۰۰ کال په پرتله د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښونو د پېښو د دوه چنده کېدو ترڅنګ، د خبریالانو او رسنیو کاري فضا هم سخته محدوده شوې ده.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې د افغانستان د خبریالانو مرکز په تېرو ۱۲ میاشتو کې د رسنیو او خبریالانو له ازادۍ څخه د سرغړونې لږ تر لږه ۲۳۷ پېښې ثبت کړي، چې ګواښونه، نیول او له تاوتریخوالي ډک چلند په کې شامل دی.په ۱۴۰۰ کال کې خبریالانو سره د تاوتریخوالي او د رسینو د خپلواکۍ څخه د سرغړونې ۱۱۷ پېښې شوې وې، چې هغې ته په کتو پکې دوه چنده ډیر والی راغلی دی.
په ۱۴۰۱ کال کې که څه هم له بده مرغه یو خبریال د هدفي چاودنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ، خو ۱۴۰۰ کال ته په کتو د رسنیو د قربانیانو شمېر درې سلنه کم شوی دی، چې دا یو مثبت پرمختګ دی.
د دغه راپور موندنې ښيي چې په مزارشریف ښار کې د خبریالانو په غونډه کې د چاودنې له پېښې پرته، چې په پایله کې یې د صدای افغان خبري اژانس د خبریال حسین نادري په ګډون لږ تر لږه دوه کسان ووژل شوو او شاوخوا ۱۹ نور ټپیان شوو، په ډیرو نورو پیښو کې ادارې یا «اسلامي امارت» ته منسوب وسله والو په ځانګړي ډول استخباراتي او امنیتي بنسټونو رول لوبولی دی.
د افغانستان د خبریالانو د مرکز له خوا په ۱۴۰۱ کال کې د ثبت شویو ټولو پېښو له جملې څخه لږ تر لږه ۱۱۳ یې د خبریالانو ګواښل، ناوړه چلند او سپکاوي پېښې وې. د دغو پېښو له نیمايي څخه لږ (۴۵) پېښې په کابل، ۹ پېښې په ننګرهار، ۸ پېښې په فاریاب، ۷ پېښې په کندهار، ۶ پېښې په کاپیسا، ۴ پېښې په بلخ او غزني کې ثبت شوې دي. د غور، پروان، بامیان، سمنګان او بادغیس هر ولایت کې ۳ درې پیښې، په هرات، پنجشیر، کندز، هلمند او سرپل ولایتونو کې دوه دوه پیښې او په لوګر، پکتیکا، کونړ، فراه او تخار ولایتونو کې یوه یوه پېښه ثبت شوې ده.
دغه راز په تېرو دولسو مياشتو کې د خبريالانو د وهلو او ټکولو لږ تر لږه ۸ پېښې ثبت شوي، چې له دې جملې څخه ۴ يې په کابل او يوه يوه قضيه په بلخ، سمنګان، ننګرهار، بادغيس او زابل ولايتونو کې ثبت شوې ده. په دومره وخت کې د خبریالانو د ټپي کېدو ۲۱ پېښې ثبت شوي چې ۱۹ پېښې یې په مزارشریف او دوه یې په کابل کې دي.
په ۱۴۰۱ کال کې له يو څخه تر څو ساعتونو، څو ورځو او حتا څو مياشتو پورې د خبريالانو د موقتي بندي کول ۹۴ قضيې ثبت شوې دي، چې د هغې له ډلې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې نیول شوي خبریالان لا هم په بند کې دي. د خبريالانو د نيولو شاوخوا نيمايي ۴۹ پیښې په کابل، ١١ پیښې په پکتيا، ٧ پېښې په فارياب، ٦ پیښې په کندهار، په هرات او سمنګان ولايتونو کې، درې درې پېښې، په اروزګان، غزني او غور ولايتونو کې دوه، دوه پیښې او په هلمند، کاپیسا، بلخ، تخار، ننګرهار، خوست، بادغیس، فراه او زابل ولایتونو کې یوه یوه پېښه ثبت شوې ده.
په نیول شویو خبریالانو کې افغاني اصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي او د همیشه بهار راډیو تلویزیون ورزشي خبریال خیرالله پرهر د ۱۴۰۱ کال د جدي له نیمایي څخه تر اوسه پورې په بند کې دي. بهبودي د جدي په ۱۷ کابل کې ونیول شو او پرهر د جدي په ۱۹ مه کابل ته احظار او د استخباراتو له لورې ونیول شو.
دغه راز په تېرو ۱۲ میاشتو کې د خبریالانو د فزیکي تاوتریخوالي او ټکولو لږ تر لږه ۸ پېښې ثبت شوي، چې له دې جملې څخه ۴ یې په کابل او یوه یوه قضیه په بلخ، سمنګان، ننګرهار، بادغیس او زابل ولایتونو کې ثبت شوې ده. په دې موده کې په کابل کې لږ تر لږه دوې پېښې د خبریالانو د ټپي کېدو لامل شوې دي.
د افغانستان خبریالانو د مرکز موندنې ښيي چې امنیتي بنسټونه په ځانګړې توګه د استخباراتو ریاست او همدارنګه د امربالمعروف وزارت په مستقیم او غیر مستیقم ډول د خبریالانو د بندي کولو، ګواښلو او ډارولو- د رسنیو خپلواکي او د بیان ازادي د ځپلو بهیر پرمخ وړي. اوس مهال نه یوازې په ولایتونو، بلکې په کابل کې هم معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کې د سختو محدودیتونو او د زندان او شکنجو د ګواښ او وېرې له امله د ازادو او څېړنیزو راپورونو او یا هم د ننګونکو رسنیونیزو خپرونو د چمتو کولو او خپرولو امکان ډېر کم دی او خود سانسوري اوج ته رسېدلې ده.
د افغانستان خبریالانو مرکز د هیواد پرمختګ کې د خبریالانو او خپلواکو رسنیو مستقل رول په نظر کې نیولو سره د «اسلامي امارت» له چارواکو غواړي، چې د رسنیو قانون او معلوماتوته د لاسرسي قانون په پلې کولو د خپلواکو رسنیو فعالیت ته زمینه برابره کړی او له هغې دې ملاتړ وکړي.
د کلني راپور د لیدو لپاره دې ادرس ته مراجعه وکړئ!

