
۱۴۰۰ د لیندۍ ٢٩
د افغانستان د خبریالانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون اعلان کوي، هغه ناستې چې په وروستیو کې په کابل کې د دې فدراسیون په نوم ترسره کېږي، هیڅ ډول رسمیت نه لري؛ پرېکړې او دریځونه یې نه مني او په ټینګه یې مخالفت کوي.
فدراسیون په دې توګه وضاحت ورکوي، چې په هېواد کې وروستیو سیاسي بدلونونو او په کابل کې د ډېریو بنسټونو د مسوولینو د نشتون له امله په تېرو درېیو میاشتو کې د فدراسیون هیڅ معمولي ناسته ترسره شوې نه ده.
له همدې امله د فدراسیون هیڅ غړی په یوازې سر او یا هم د اکثریت غړیو او رایو په نشتون کې نشي کولای ناستې ترسره کړي او د ټولو په استازولي خپل دریځ اعلان کړي.
د فدراسیون کړنلارې ته په پام چې د اکثریت غړیو د نظر او رایې په صورت کې د اجرا وړ ده، دا جوړښت په خپلواک او مسلکي ډول خپلې چارې پر مخ بیایي او په هیڅ توګه یې د سیاسي جریانونو او حاکمانو نفوذ منلی نه دی او لا هم د بیان ازادي، رسنیو او د خبریالانو د حقونو تامین ته ژمن دی؛ تر هغو چې په هېواد کې وضعیت ښه کېږي، د خپلو کارونو د دوام لپاره یې تازه چوکاټ او د کار متفاوته بڼه انتخاب کړې ده.
د خبریالانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون چې شاوخوا ۸ کاله وړاندې په هېواد کې د بیان ازادي او رسنیو د ملاتړ په موخه د واحد چتر په شکل رامنځ ته شو او اوس ۱۵ غړي لري؛ د بې پريتوب او مسلکي فعالیت اصلونو ته ژمن دی، په هیڅ صورت اجازه نه ورکوي، چې له نوم نه دې په ګټې اخیستنې سیاسي کارونه ترسره شي او یا دې هم د کوم لوري، سیاسي بهیر، ډلې او ځانګړي وګړي په ملاتړ دریځونه اعلان کړي او یا دې هم د کاري اصولو خلاف چارې ترسره کړي.
د دې ترڅنګ، د یادونې وړ ده، هر هغه بنسټ چې د فدراسیون غړ نه دی او غواړي غړیتوب یې ترلاسه کړي باید خپل غوښتنلیک د فدراسیون سکرتریت ته وسپاري، ترڅو یې د غړیتوب قانوني مرحله طی شي؛ ښکاره خبره ده، چې د هر غوښتنلیک په اړه پرېکړه د غړو بنسټونو په ناسته کې د هغوی د رایې په واسطه ترسره کېږي او د تائید په صورت کې نوي غړي بنسټونه به د نورو غړیو په څېر له مساوي حقوقو برخمن وي
د دې ترڅنګ، فدراسیون یادونه او ټینګار کوي، چې د فدراسیون غړي بنسټونه او یا هم هغه بنسټونه چې د فدراسیون غړیتوب نه لري کولای شي د پخوا په څېر په انفرادي ډول د خپل نوم او مسوولیت تر چتر لاندې په افغانستان کې د بیان ازادي، رسنیو او خبریالانو ملاتړ ته دوام ورکړي او خپل دریځونه د خبرپاڼو، مرکو او یا هم له نورو ممکنه لارو څرګند کړي.

