
۱۴۰۱ وږي ۱ لومړۍ
کابل ـ د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFJC) په تېر یو کال کې په افغانستان کې د «اسلامي امارت» د حاکمیت په موده کې (۱۴۰۰ زمري ۲۴ تر ۱۴۰۱ زمري ۲۴) د رسنیو او خبریالانو د وضعیت په اړه خپل کلنی راپور نن خپور کړ.
د افغانستان دخبریالانو مرکز په تیرو ۱۲ میاشتو کې د خبریالانو او رسنیزو کار کوونکو پرضد د فزیکي تاوتریخوالي، ګواښ او ډارونې، ټپي کولو او د خبریالانو د وژلو شاوخوا ۲۴۵ پېښې ثبت کړي دي.
د افغانستان خبریالانو مرکز موندنې ښایي چې په دې موده کې لږ تر لږه د رسنیو دوه کار کوونکو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د «رها» خبري اژانس خبریال علي رضا احمدي او د «جهان صحت» تلویزیون خبرياله نجمه صادقي چې له هیواده د وتلو په هڅه کې وو، د ۱۴۰۰ کال د وږي میاشتې په ۴ مه د کابل هوایي میدان په خونړۍ چاودنه کې چې داعش ډلې پورې تړاو ورکول کېږي ووژل شوو.
د دې راپور پر بسنټ، د «اسلامي امارت» د تېر يو کال حاکميت په موده کې ، له يو ساعت څخه تر څو ساعتونو يا څو ورځو او مياشتو پورې لږ تر لږه د بندي کولو ۱۳۰ پېښې چې د تاوتريخوالي او ګواښ ورسره مل و، ثبت شوې دي.
د بندي شویو خبریالانو له ډلې، لږ تر لږه د رسنيو درې خبريالان چې د هغې له جملې د نوروز راډيو پخوانی وياند خالد قادري په هرات کې (د ۱۴۰۰ کب په ۲۶ نيول شوی)، سيمه ايز خبريال او د افتاب راډيو د امتياز څښتن ميرزا حسنی د (غبرګولي ۳) دايکندي ولايت کې او د پژواک خبريال عبدالحنان محمدي د (غبرګولي ۲۲) په کاپيسا ولايت کې نيول شوي چې اوس هم په بند کې دی.
د دوی له منځه خالد قادري په ټولنيزو رسنيو کې د «اسلامي امارت» په اړه د انتقادي نظر د خپرولو په دليل، د هرات محکمې له لوري په يو کال بند محکوم شوی دی.
سربیره پر دې؛ په دې موده کې د فزیکي تاوتریخوالي یا وهل ټکولو لږ تر لږه ۲۸، د ګواښلو ۸۰ او د خبریالانو د ټپي کولو ۵ پیښې ثبت شوې دي.
د نا پیژانده وسله والو له لورې د تاوتریخوالي او ګواښ له څو محدودو پیښو پرته یاد شوي ټول موارد «اسلامي امارت» ته منسوبو وسله والو له لورې ترسره شوي دي.
د افغانستان دخبريالانو مرکز موندنې ښيي چې د جمهوري نظام له سقوط او او د اسلامي امارت له راتګ وروسته؛ د شته ستونزو په ځانګړي ډول اقتصادي ستونزو، لګېدلو کاري محدوديتونو او د سلګونه مسلکي خبريالانو او د رسنیو کارکوونکو د وتو له امله له شاؤخوا شپږ سوه رسنيو (غږيزې، انځوريزې او چاپي) څخه نږدې نيمايي رسنۍ تړل شوي دي او د نورو شاؤخوا دېرش سلنه (غږيزو او انځوريزو رسنیو) فعاليت په ورځ کې څو ساعتونو ته را کم شوى او يا يې د منځپانګې له اړخه سخت زيان ليدلى دى.
پر دې سربیره، د فعالیت جواز په تمديد کې شته ستونزې او مالي جريمې له نورو هغو مسایلو دي چې په رسنیو باندې یې فشار ډیر کړی دی.
د اسلامي امارت په یوه کال حاکمیت کې له یوه لوري نه یوازې د بیان ازادۍ محدودوونکو اقدامونو په ځانګړې توګه د رسنیو کاروونکو ته ګواښ او د خبریالانو وېرول د پام وړ ډېر شوي دي، بلکې په هېواد کې اطلاعاتو ته لاسرسی په جدي ډول محدود شوی دی. په دې وضعیت کې، د کار لپاره د خبریالانو د عمل آزادي، په ځانګړې توګه د څېړنیزو راپورونو او ننګونکو مرکو په برخه کې اخیستل شوې ده او ځان سانسوري مخ پر ډېرېدو ده.
خو سره له دې، په دې موده کې «اسلامي امارت» اعلان کړی چې د ټولیزو رسنیو قانون د پلي کېدو وړ ګڼي او رسنیزو سرغړونو او شکایتونو ته د رسېدو د لاسرسی کمیسیون رامنځته کولو ته ژمنتیا یې چې د رسنیو او خبریالانو شکایتونو ته له قانوني اړخه د رسېدنې زمینه برابروي او اطلاعاتو ته د لاسرسی کمیسیون فعالولو ته ژمن دی، چې دا هیله بښونکي اقدامونه دي.
سربېره پر دې، پر خبریالانو او د رسنیو پر کارکوونکو باندې د مرګونو مستقیمو او هدفمندو بریدونو نه تکرار او تېر کال سره په توپیر دوو تنو ته د قربانیانو راکمېدل چې د امارت تر حاکمیت وړاندې ۱۱ تنو ته رسېده، د رسنيو د کارکونکو ځاني خونديتوب په برخه کې یو د پام وړ پرمختګ ګڼل کېږي.
خو د کاري محدودیت زیاتوالي، د تاوتریخوالي مواردو د پام وړ زیاتوالي او په ځانګړې توګه له ګواښ او ځورونو سره د خبریالانو نیولو ته په کتو، د افغانستان د خبریالانو مرکز له اسلامي امارت څخه غواړي چې د اړونده قوانینو په ځانګړې توګه د ټولییزو رسنیو قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د تایید او پلي کولو اړوند خپله غوڅه ژمنتیا اعلان کړي او د دې قوانینو د عملي پلي کولو زمینه رامنځته کړي. په همدې حال کې، د خبریالانو او رسنیو دا ملاتړی بنسټ له اسلامي امارت غواړي چې له قانون سره سم، د خبريالانو د ګواښ خپلسري نيولو د مخنيوي لپاره رسنيزو شکايتونو ته د رسېدنې او معلوماتو ته لاسرسي کميسونونه رامنځ ته او د دې کمیسیونونو له قانوني او عملي کړنلارې څخه ملاتړ وشي او حاکمیت د خبریالانو ورځ په ورځ ډېرېدونکو اندېښنو ته ځواب ووایي.

