د افغانستان د خبریالانو مرکز: د کورنیو چارو وزارت دې اطلاعاتو ته لاسرسی نه محدودوي او قانون ته دې درناوی وکړي

۱۴۰۰ غبرګولي ۲۸ مه

کابل- په هیواد کې اطلاعاتو ته د لاسرسي محدودیت ډېرېدو سره په یو وخت د کورنیو چارو وزارت د واټساپ ګروپ چې په بېړنیو وختونو کې د معلوماتو د وړاندې کولو او ځواب ویلو لپاره جوړ شوی و، یو طرفه کړی دی او خبریالان نه شي کولای پیغام پرېږدي او خپلې پوښتنې مطرح کړي.

یو شمېر خبریالان وایي په داسې حال کې چې د هیواد په ګوټ کوټ جګړو زور اخیستی او امنیتي چارواکي په اسانۍ مرکې او معلوماتو ورکولو ته نه چمتو کېږ، د کورنیو چارو وزارت دا کار د بیان ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي محدودیت په توګه ترسره کړی دی. د اعتراض کوونکو خبریالانو په وینا تر دې وړاندې د ملي دفاع وزارت هم ورته کړنه ترسره کړې وه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي چې دا کار یې د یو شمېر خبریالانو له خوا د واټساپ ګروپ کاري اوصولو د نه مراعتولو له امله ترسره کړی دی. د هغه په وینا، په دې ګروپ کې ګډون لرونکو خبریالانو د اطلاع رسونې دا ګروپ«واټساپ» د تحلیل او لفظي شخړې پرځای بدل کړی و او په دې برخه کې د نظر ورکولو په اړه یې( د کورنیو چارو وزارت) لارښوونو ته پاملرنه نه ده کړې.

آرین زیاته کړې ده:« موږ لسګونه ځل هیله وکړه چې دا ګروپ خبري مسایلو پورې اړوند دی که چیرې کومه تبصره لرئ نو په خپلو شخصي پیغامونو کې یې وکړئ، له بده مرغه اصول یې مراعت نه کړل او د ګروپ د یوشمېر خبریالانو په غوښتنه مو پیغام یو طرفه کړ؛ مګر د تل په څېر د اړتیا وړ معلومات شریکو.»

د افغانستان د خبریالانو مرکز د کورنیو چارو وزارت دې کار ته د بیان ازادۍ پر وړاندې د محدویت زیاتولو د هڅې او معلوماتو ته د لاسرسي برخه کې د محدودیت جوړولو د هڅې په توګه ګوري او غندنه یې کوي.

د افغانستان د اساسي قانون ۵۰ مادې معلوماتو ته د لاسرسي حق، د یو اساسي حق په توګه تضمین کړی دی. سربیره پردې دا حق د ټولیزو رسنیو قانون په پنځمه ماده کې هم یاد شوی دی او معلوماتو ته د هیواد والو د لاسرسي حق څرنګوالی معلوماتو ته د لاسرسي په قانون کې په صراحت بیان شوی دی. نو پر همدې اساس دولت/حکومت او د اړوندو ادارو له جملې د کورنیو چارو وزارت په دې مکلف دی چې د خلکو دې قانوني حق ته درناوی وکړي او هغه پرته له کومې بهانې عملي کړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په هیواد کې اطلاعاتو ته د لاسرسي محدودیت ډیرېدو په اړه د خبریالانو نیوکې پرځای بولي او په دې برخه کې د کورنیو چارو وزارت څخه غواړي چې د دې وزارت په اړه شوی اعتراض ومني او د بیان ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي برخه کې د محدودیت جوړولو څخه د ځان ساتلو ترڅنګ د هیواد قوانینو سره سم معلومات پرخپل وخت د خبریالانو په واک کې ورکړي.

د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ دا بنسټ د اطلاعاتو د ازاد جریان د اړتیا پر ټینګار سره، د حکومتي ادارو په ځانګړې توګه له امنیتي ادارو غواړي په دې برخه کې د هیواد قوانینو سره سم عمل وکړي، که نه نو د عدالت غوښتنې پروسه به په ډیر جدیت سره دوام وکړي.