د تسنیم خبري اژانس فوټو ګرافر د ایران سفارت ته سپارل شوی، خو له افغانستانه د وتلو اجازه نه لري

تسنیم خبري اژانس د محمد حسین ولایتي انځور خپور کړی، خو د دغه اځور ځای او وخت یې نه دی په ډاګه کړی.

۱۴۰۲ وږي ۴

کابل- ایراني سرچینې وايي، د ایران د تسنیم خبري اژانس عکاس محمد حسین ولایتي، چې په افغانستان کې نیول شوی، په کابل کې د دغه هېواد سفارت ته سپارل شوی، خو له افغانستانه د وتلو اجازه نه لري. دافغانستان دخبريالانو مرکز د ولايتي له ازادۍ د هرکلي په ترڅنګ د دې خبري انځور اخیستونکي پر وړاندې د هر ډول محدودیت د لرې کولو غوښتونکی دی.

د ایران دولتي خبري اژانس «مهر» نن په یوه راپور کې وویل، چې محمد حسین ولایتي تېره شپه په کابل کې د ایران سفارت ته سپارل شوی. مهر وویل چې «د دیپلوماتیکو اصولو له مخې، د [طالبانو] حکومت مکلف دی، چې د قضیې د اړخونو د روښانو کېدو پورې هغه په کابل کې د ایران سفارت ته وسپاري.» مهر خبري اژانس ویلي دي، چې دغه انځوریز ژورنالیست اوسمهال له کابله د وتلو منع شوی دی.

طالب مسؤلینو تر اوسه په دې اړه نظر نه دی ورکړی

تسنیم خبري اژانس د تېرې شنبې په ورځ (د اسد ۳۱) خبر ورکړ چې د دغه خبري اژانس عکاس او مدیر محمد حسین ولایتي د اسد په ۲۸مه له افغانستان څخه د راستنېدو پر مهال د کابل په هوايي ډګر کې ونیول شو. د تسنیم په وینا، ولایتی په یوه کاري سفر افغانستان ته تللی و او لس ورځې په کابل کې پاتې شوی دی.

د افغانستان دخبریالانو مرکز د محمد حسین ولایتي د خوشې کیدو څخه د هرکلي په ترڅ کې د طالبانو د اسلامي امارت له چارواکو غوښتنه کوي، چې د ولایتي ممنوع الخروجۍ بندیز حکم دې ژر تر ژره لغوه کړي او دغه انځوریز خبریال ته دې له کوم شرط پرته له هیواده د وتلو اجازه ورکړي.

د دغه ایراني عکاس د مشروطه خوشې کېدو او له افغانستانه د وتلو د بندیز خبر په داسې حال کې خپرېږي، چې په تېره یوه میاشت کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د لسو کسانو په ګډون لږ تر لږه ۱۳ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیول شوي، چې لا هم په بند کې دي. د افغانستان د خبريالانو د مرکز معلومات ښيي چې د اسد له مياشتې مخکې نيول شوي څلور تنه نور خبريالان هم په بند کې دي، چې له دې سره په ټول هېواد کې د بندي خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو شمېر ١٣ تنو ته رسېږي.