د خبریالانو مرکز: هلمند کې په خبریالانو د انځور او ویډیو اخیستلو بندیز غندو

۱۴۰۱ کب ۲ مه

لښکرګاه- د افغانستان دخبریالانو مرکز هلمند کې د خبریالانو له لورې د انځور او ویډیو اخیستلو بندیز غیري قانوني او په هیواد کې د رسنیو لا ډیر کمزورې کول ګڼي او په دې اړه ژر تر ژره د بیا کتنې او د رسنیو او خبریالانو د ټولو قانوني حقونو د رعایت غوښتنه کوي.

د هلمند ولایت سیمه ییزو سرچینو د خبریالانو مرکز ته ویلي، چې دغه نوی حکم نن سه شنبه د هلمند ولایت د سیمه ییزې ادارې له خوا خبریالانو ته شوی دی.

د دغه حکم له مخې چې په شفاهي ډول خبریالانو ته شوی، له مخې يې سیمه ییزو چارواکو سره ویډیویي مرکې اوله ښاریانو د ویډیویي راپورونو چمتو کول منع دي او خبریالان باید له دغه حکم څخه سرغړونه ونه کړي.

له دې سره سره خبريالانو ته ويل شوي چې له انځورونو پرته د مرکو، غږيزو او ليکلي راپورونو چمتو کول ازاد دي. په هلمند کې سرچينې وايي، د دولتي ادارو مسوولينو او کارکوونکو ته هم ويل شوي، چې ويډيويي مرکې دې نه کوي.

په ورته وخت کې د هلمند ولایت ځایي ادارې او د اطلاعاتو او کلتور ریاست چې د معمول له مخې به یې خپل کاري راپورونه له انځور ویډیو سره له خبریالانو او سیمه ییزو رسنیو سره شریکول، نن ورځ یې هیڅ انځور او ویډیو رسنیو ته نه ده استولې.

د دغه حکم له صادرېدو وروسته؛ نن په هلمند کې خبريالان ونه توانېدل چې ویډیویي راپورونه چمتو کړي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز په هلمند کې په خبریالانو د انځور او ویډیو اخیستلو د بندیز حکم د هیواد د ټولیزو رسنیو قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون خلاف بولي او د هغه غندنه کوي.

د ټولیزو رسنیو قانون د څلورمې مادې له مخې هیڅ حقیقي یا حکمي شخص نه شي کولی، چې د ازادو خبري یا معلوماتي رسنیو فعالیت منع، تحریم، سانسور او محدود کړي، یا یې په خپرنیزو چارو کې لاسوهنه وکړي.