د وسله والو طالبانو او ملي امنیت ریاست له لورې په یو وخت رسنیو او خبریالانو ته ګواښو غندو.

۱۴۰۰ غوایي ۱۵ مه

کابل ـ د افغانستان د خبریالانو مرکز، د هېواد د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د طالبانو د ویاند ګواښوونکې بیانیه او د افغانستان د ملي امنیت رییس وینا د رسنیو د چوپولو او سانسور په توګه محکوموي او په هېواد کې د یوې ازدې او متوازنې اطلاع رسونې د سلامتیا د پایلو په پار ګواښ کوي.

تازه د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه یو شمېر رسنۍ د نامتوازنه خبرونو او درواغ خپرولو سره هغوی د حکومت تبلیغاتي وسایل ګڼلې دي او واضیح کړې یې ده چې د دې بهیر د دوام پړه به پر هغوی باندې وي. په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس احمد ضیا سراج ویلي دي چې یوشمېر رسنۍ د طالبانو په ګټه کار کوي او د دې حالت دوام ملي امنیت ته د منلو وړ نه دی.

د افغانستان دخبریالانو مرکز په دې باور دی چې رسنۍ د ډله ییزو ارتباطي وسایلو په توګه د خلکو غږ ته د انعکاس ورکولو او خلکو ته د اطلاعاتو د رسونې لپاره کار کوي او د طالبانو او حکومت تازه هڅې د هیواد د ازادو رسنیو د خاموشه کولو او یا لږ تر لږه د خود سانسورۍ لپاه دي چې د هغې حقوق او له هغې ملاتړ د افغانستان په قوانینو کې په رسمیت پېژندل شوی دی.

د افغانستان د خبریالاتو مرکز په ډاګه کوي چې د ازادو رسنیو او خبریالانو ـ چې په هېواد کې د جګړې د تېرو دوو لسیزو اصلي قربانیان وو او کم تر کمه ۱۲۱ تنه یې وژل شوي دي، پر وړاندې دا ډول ګواښونکې بیانیې او څرګندونې نه یوازې په هېواد کې د اطلاع رسونې او بیان د آزادۍ د وضعیت له ښه والي سره مرسته نه کوي، بلکې د هغه بنسټونو پر وړاندې روښانه هڅه ده چې د خلکو غږ په ځانګړې توګه د مظلمانو او د جګړې، تاوتریخوالي، زورواکۍ او فساد د قربانیانو غږ منعکسوي.

د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ دا بنسټ د ملي امنیت له رئیس غواړي د افغانستان اساسي قانون او د ټولیزو رسنیو قانون چې په هغې کې د ازادو رسنیو او د بیان ازادۍ حق څخه په ملاتړ او درناوي باندې ټینګار شوی دی، له فشار او سانسور پرته فعالیت ته په درناوي کولو، په هغه صورت کې چې د ده تر هدایت لاندې ادارې د رسنیو او خبریالانو څخه شکایت ولري هغه دې د قانوني لارو چې هغه رسنیزو سرغړونو او شکایتونو ته د رسېدو کمېسون دی تعقیب کړي.

همدارنګه په ورته کې دې د طالبانو ډله هم د افغانستان پرانیستې ټولنې او د ازادو رسنیو فعالیت د نوي افغانستان څخه د نه جلاکېدونکي واقعیت په توګه ومني او د ازادې او متوازنې اطلاع رسونې چې د ټولنې اساسي اړتیا ده ملاتړ وکړي.