ازاد خبریال فیض الله فیض بخش له بنده خوشې شوی دی

 

۱۴۰۱ د جدي ۱۴ مه

کابل- ازاد خبریال فیض الله فیض بخش له شاوخوا پنځه مياشتني بند څخه ازاد شو. د افغانستان دخبريالانو مرکز د فیض بخش له ازادېدو د هرکلي ترڅنګ، له اسلامي امارت څخه غواړي بل خبریال چې نیول کېدل يې تائید شوي، ازاد کړي.

یوې باخبره سرچینې د افغانستان دخبریالانو مرکز ته ویلي دي، چې فیض الله فیض بخش درې ورځې وړاندې د «ژمنې په ورکولو» سره د کابل د استخباراتو له ریاسته ازاد شوی دی.

ازاد خبریال، فیض بخش د روان کال د زمري په ۲۹ مه د امریکایي خبریال ایور شیریر سره د القاعده شبکې د مشر ایمن ظواهري د وژنې په سیمه کې د انځور اخیستلو پرمهال په کابل کې د استخباراتو له لورې نیول شوی و. شیریر د لیندۍ میاشتې په ۲۹ مه ازاد او امریکا ته ستون شو.

د افغانستان دخبریالانو مرکز د فیض الله فیض بخش د خوشې کولو څخه د هرکلي ترڅنګ په دې باور دی چې ياد خبريال او همکار يې، چې د يوې پېښې د څرنګوالي په اړه په معلوماتو راټولولو بوخت وو، بايد په پيل کې نيول شوی او زنداني شوی نه وی.

په ورته وخت کې د افغانستان دخبریالانو مرکز شمیرې ښیي، چې لږ تر لږه یو خبریال لا هم په زندان کې دی. په خوست کې د زرغون تلویزیون خبریال قدرت الله ترار د ۱۴۰۱ د لړم له ۲۰ مې تر اوسه په بند کې دی.

په خوست کې سرچینې وایي داسې ګمان کیږي چې ترار په فیسبوک کې د انتقادي لیکنې له امله بندي شوی دی.

د افغانستان دخبریالانو مرکز له اسلامي امارت څخه غواړي، هر څومره ژر چې ممکنه وي دا خبریال هم خوشې کړي او اجازه دې ورکړي چې خبریالان په ازاده فضا او د بندي کولو له ډاره پرته خپل کار ته دوام ورکړي.