
۱۴۰۱ دلوې ۲۶ مه
کابل- د افغانستان دخبریالانو مرکز د «اسلامي امارت» ځواکونو له لورې په کابل کې د تمدن تلویزیون باندې یرغل او د دې رسنۍ د کار کوونکو ګواښل او ناسم چلند د قانون خلاف او خپلسری کار ګڼي او له چارواکو غواړي چې دې کار ته رسېدنه وکړي.
په تمدن تلویزیون کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي د افغانستان خبریالانو مرکز ته وویل چې دا پېښه تیره ورځ ۴:۳۰ پېښه شوې ده.
هغه وویل: « د امارت د امنیتي ځواکونو اوه یا اته کسان په زوره او سپکاوي سره او ګواښوونکي چلند ټلویزیون ته را ننوتل، چې موږ یې وویرولو. دوی د تلویزیون په ودانۍ کې ښکته او پورته تلل او په تالار کې یې کارکوونکي په زور او ګواښ سره راټول کړل او شاوخوا نیم ساعت وروسته د تلویزیون تلویزیون له ودانۍ ووتل او د تلویزیون دوه موټر یې له ځانه سره یوړل.»
د تمدن تلویزیون د دې کار کوونکي په وینا، د امارت ځواکونو د خپل دې کار په اړه وضاحت نه دی ورکړی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز پر تمدن ټلویزیون باندې د اسلامي امارت د ځواکونو یرغل او د کارکوونکو سپکاوی او ګواښل او د دې رسنۍ د وسایطو غصبول یو خپلسري عمل او د یوې خبري رسنۍ په چارو کې د فشار او مداخلې په برخه کې له قانون څخه ښکاره سرغړونه ګڼي چې د هېواد د ډله ييزو رسنيو د قانون د څلورمې مادې له نظره ممنوع ګڼل کېږي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د «اسلامي امارت» له چارواکو غواړي چې د دې پیښې په اړه وضاحت ورکړي او هغې ته د رسېدنې او بررسي تر څنګ په راتلونکي د دې ډول پېښو مخنیوی وکړي.
تمدن تلویزیون په ۱۳۸۵ هجري لمریز کال کې د ایت الله محمد اصف محسنی له خوا په کابل کې جوړ شو.
دا تلویزیون د خبرونو سربیره دیني او مذهبي خپرونې، د اسلامي منځپانګې لرونکي فلمونه او سریالونه خپروي.
د روان کال د وري په میاشت کې د «اسلامي امارت» ځواکونو تمدن تلویزیون ته امر کړی و، چې د هر ډول فلمونو او سریالونو له خپرولو ډډه وکړي.

