
۱۴۰۰ مرغومي ۷
د افغانستان د خبریالانو او رسنیو فدراسیون اعلان کوي چې د فرصت طلبه اشخاصو وروستۍ هڅې او کړنې چې د دغه فدراسیون له نوم او باور څخه ناوړه ګټه پورته کوي، د دغه بنسټ له اساسي قانون او د هېواد د ټولیزو رسنیو له قانون سره په ټکر کې دي او باطل دي او قانوني چلند باید ورسره وشي.
دغه کسان چې ځانونه د خبریالانو د حقونو مدافعینو په توګه معرفي کوي، په کابل کې د فدراسیون په نوم په یوه غونډه کې له شته وضعیت څخه په ناوړه ګټه اخیستنې سره هڅه وکړه چې ځانونه د فدراسیون د واک او ادارې خاوندان وښيي.
د دې غونډې تنظیموونکي چې له بده مرغه چې هیڅ یو یې د فدراسیون د رهبرۍ غړی نه دی او د رایې ورکولو حق نه لري، د دې لپاره چې په هېواد کې نوې ادارې ته نږدې شي، پرون یې په نمایشي ډول ټاکنې ترسره کړې. د فدراسیون د غړیو بنسټونو د رئیسانو له شتون پرته په داسې حال کې چې د فدراسیون د اساسي قانون پربنسټ، د ټاکنو په ګډون هره پرېکړه باید د غړو د دوه پر درېیمې برخې په حضور او رایو سره وشي او د اجرا باور پیدا کوي.
له همدې امله د فدراسیون غړي بنسټونه دا ډول غیر قانوني هڅې او کړنې په کلکه غندي چې موخه یې د بیان ازادۍ مدافع خپلواکو بنسټونو ته زیان رسول دي.
د روان کال د اګسټ په پنځلسمه د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته د دغه فدراسیون مشرتابه هڅه کړې چې په هېواد کې د بیان او رسنیو له ازادۍ څخه په سمه توګه د دفاع او ملاتړ په موخه په نړیواله کچه خپلو فعالیتونو ته په یوه نوي چوکاټ کې دوام ورکړي. تر څو وکولی شي په دې برخه کې لاسته راوړنو ته د زیان رسولو مخنیوی وکړي.
د افغانستان د خبريالانو او رسنيو فدراسيون د هېواد له خبريالانو او رسنيو غواړي، چې د هېواد اوسني سیاسي وضعیت ته په کتو، د داسې غير قانوني او هدفي هڅو او کړنو په اړه چې په هېواد کې د بيان ازادۍ او ازادو رسنيو بهير ته زيان رسوي، جدي پام او همکاري وکړي او د فدراسیون له رهبرۍ سره په ملتیا اجازه ور نه کړي چې په دې برخه کې د لاسته راوړنو کمزوري کېدو او یا له منځه تلو لامل شي.
د خبريالانو او رسنيو د بنسټونو فدراسيون چې شاوخوا اته کاله وړاندې په هېواد کې د بيان او رسنيو د ازادۍ د ملاتړ په موخه د یو ملاتړي بنسټ په توګه رامنځته شو، د بې پرېتوب او مسلکي فعاليت اصولو ته ژمن دى او اجازه نه ورکوي، چې د دې نوم څخه په ګټې اخیستنې څوک سياسي کار ترسره کړي، یا د یوې ځانګړې ډلې، سیاسي جریان، یا ځانګړي شخص ملاتړ وکړي، یا د دوی د کاري اصولو څخه بهر کارونه وکړي

