د سلام وطندار راډیو مرستیال په وسله وال برید کې ټپي شوی دی

۱۴۰۰ جدي ۲۱

کابل- د افغانستان د خبریالانو مرکز په کابل کې د سلام وطندار راډیو د مرستیال نور محمد هاشمي د وژنې هڅه په کلکه غندي.

د سلام وطندار مسؤل ګل محمد ګران د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل چې دا پېښه پرون مازدیګر شاوخوا څلور نیمې بجې د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې شوې ده. هغه د هاشمي له قوله وويل، چې له دفتر څخه کور ته پر لاره و، چې د تايمني په دويم سړک کې د درېيو وسله والو بريدګرو له خوا چې په موټر کې سپاره وو، ودرول شو او بيا يو تن بريدګر ورته د ټوپک په ډزو ګواښ وکړ. له هغه څخه یې وغوښتل چې له خپل موټر څخه راښکته شي، خو په غبرګون کې د هغه ټوپک په ځمکه ولوید او درې واړه له هغه ځایه وتښتېدل.

هاشمي چې د سترګو او ملا په برخه کې ټپي شوى و، وويل چې په اړونده سيمه کې يې امنيتي ځواکونو ته خبر ورکړى او د بريد کوونکو وسلې يې هغوى ته سپارلي دي.

تر اوسه د کابل امنیتي چارواکو په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی او نه هم د برید کوونکو هویت او د دې برید انګېزه معلومه شوې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز پر نورمحمد هاشمي برید په کلکه غندي او دا پېښه د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د ګواښونو یوه بله نښه ګڼي او د دې بهیر د پایلو په اړه سخت اندېښمن دي.

په داسې حال کې چې افغانستان د ژورنالیستانو لپاره یو له خطرناکو هیوادونو څخه شمېرل کېږي، د خبریالانو او رسنیو په وړاندې ګواښونه او د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی په روان لمریز کال، په ځانګړې توګه د جمهوري حکومت له سقوط او نویو سیاسي پرمختګونو وروسته زیات شوی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو د سرپرست حکومت له مسوولینو غوښتي چې د خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب او امنیت په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او د بیان ازادۍ ته دې نه یوازې په وینا، بلکې په عمل او مجازاتو کې درناوی وکړي او د خبریالانو د ګواښلو او یا د تاوتریخوالي د عاملینو په مجازات کولو  او د عدالت په تامینولو دې، خبریالانو ته د دې زمینه برابره کړي چې په خپلواکه توګه او له ویرې پرته کار وکړي.