په ۲۰۲۱ کال کې لږ تر لږه اته خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په افغانستان کې وژل شوي، خو د هغوی په اړه هیڅ عدالت نه دی تامین شوی.

۱۴۰۰ لړم ۱۱ مه

کابل- په روان (۲۰۲۱) کال کې په افغانستان کې لږ تر لږه اته خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی، خو د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د کلتور د حاکمیت له امله په دغو جرمونو کې د هیڅ یوه په اړه هم عدالت نه دی تامین شوی.

نن د ۲۰۲۱ کال د نوامبر ٢ چې د ١٤٠٠ کال د لړم د میاشتې له ۱۲ نیټې سره برابره ده، د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د له منځه وړلو نړیواله ورځ ده. د روان کال په ترڅ کې لږ تر لږه اته خبریالان او د رسنیو کارکوونکي چې پنځه یې ښځې دي د هدفي وسله والو یا ځانمرګو بریدونو او چاودنو له امله وژل شوي دي.

د افغانستان د خبريالانو د مرکز د معلوماتو له مخې، له ٢٠٠١ زېږديز کال (۱۳۸۰ هجري لمریز) څخه تر اوسه پورې په هېواد کې ١٢٧ خبريالانو او د رسنيو کارکوونکو چې ٢٠ يې ښځې دي، خپل ژوند له لاسه ورکړى دى. د افغان خبريالانو د مرکز څېړنې ښيي چې د معافيت د کلتور له امله د دغو پېښو په سلو کې د ۹۰ څخه زیاتو پيښو کې قانون نه دی پلی شوی.

شواهد ښايي چې په تېرو درېيو مياشتو کې چې طالبانو واک تر لاسه کړى، د نوې ادارې د وسله والو له خوا د خبريالانو د فزيکي تاوتريخوالي، توقيف او حتی د شکنجې لسګونه پېښې ثبت شوې دي.

د افغان خبریالانو مرکز، لکه په تېر حکومت کې یې چې د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د کلتور پر ضد او د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې په هر ډول اقدام کې د عدالت د تامین غوښتنه کړې- له اوسنیو واکمنانو هم غواړي چې د خبریالانو د ملاتړ په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي او د خبریالانو په وړاندې د جرمونو مجازات د معافیت کلتور پای ته ورسوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په دې باور دی، چې په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د معافیت کلتور حاکمیت او همدارنګه په هېواد کې د رسنیو د کار پر وړاندې ګواښونه او فشارونه په ټولنه او د هېواد پر پرمختګ ناوړه اغېزې لري، چې مسوولین یې باید په جدي توګه مخ ته یوسي.