د خبریالانو مرکز: «اسلامي امارت» دې د خپلواکو او نیوکه کوونکو رسنیو پروړاندې له دوسیو جوړولو ډډه وکړي.

۱۴۰۱ د مرغومې ۱۳ مه

کابل- د افغانستان دخبریالانو مرکز د «اسلامي امارت» د ځینو ادارو د تازه هڅو په اړه چې خپلواکې او نیوکه کوونکې رسنۍ د «نظام په تخریبولو» تورنوي او محکمې ته د هغوی د دوسیو په لېږلو ټینګار کوي، د اندېښنې په څرګندولو سره غوښتنه کوي، چې د امارت اړوند يادې ادارې دې په خپل نظر له سره غور وکړي او له رسنیو څخه د شکايتونو موضوع دې د ټولیزو رسنیو د قانون له مخې حل کړي.

د «اسلامي امارت» د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو رئیس عبدالحق حماد ویلي دي، په راتلونکو څو ورځو کې به د هغه رسنیو په اړه د محکمې حکم اعلان شي، چې ادارې يې له هېواده د باندې دي او د نظام په زیان کار کوي.

حماد دا موضوع باختر دولتي اژانس سره په خپلو خبرو کې ياده کړې ده، چې څرګندونې يې تېره ورځ د ياد اژانس له يوتيوب کانال څخه خپرې شوي دي.

عبدالحق حماد وویل:«د هغو رسنيو په اړه چې مسؤلین يې له هیواده تښتېدلي دي او د نظام، خلکو او هیواد پرضد تبلیغ کوي، پرېکړه شوې او موضوع يې محکمې ته رسېدلې ده، چې هیله مند یم په څو ورځو کې به يې محکمه په اړه خپله پرېکړه واوروي.»

د «اسلامي امارت» د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو رئیس زیاته کړه:« د هیواد يو قانون دا دی، هره رسنۍ چې په هیواد کې فعالیت کوي مسؤل مدیر او دفتر یې باید په افغانستان کې وي، مګر له هیواده بهر فعالیت او هغه هم په داسې حال کې چې د نظام پرضد وي؛ د هیڅ قانون مخې دې ډول رسنیو ته د فعالیت اجازه نه ورکول کېږي.»

د دې خبرو اترو په بله برخه کې عبدالحق حماد وويل:« د ټولیزو رسنیو قانون تر ډیره بریده ښه دی او په هغې کې د ټولنې اړتیاوې او شرایط په پام کې نیول شوي دي؛ مګر په پلي کولو کې يې ستونزې وې.» د نوموړي په وینا؛ ياد قانون بيا ځلي کتل شوی دی او د توشیح لپاره د اسلامي امارت دفتر ته استول شوی دی چې له توشیح وروسته به پلی شي.

دې ته په کتو چې د اسلامي امارت مسؤلین د هیواد ټولیزو رسنیو قانون یو ښه قانون بللی، د افغانستان خبریالانو مرکز له اسلامي امارت څخه غواړي چې د نیوکه کوونکو رسنیو پرضد له «دوسیو جوړولو» چې د ټولیزو رسنیو قانون خلاف کار دی، ډډه وکړي.

د ټولیزو رسنیو قانون په څلورمه ماده کې راغلي دي چې هیڅ حقیقي یا حکمي شخص نه شي کولی چې د خپلواکو خبري او یا معلوماتي رسنیو فعالیت، بند، سانسور یا محدود کړي او یا په بله بڼه د ټولیزو رسنیو په نشراتي او معلوماتي چارو کې لاسوهنه وکړي.

د افغانستان دخبريالانو مرکز له رسنيو څخه د شکايت کولو برخه کې د بيا غور او کتنې غوښتنه کوي او د امارت له مسوولينو څخه غواړي، چې د يوې رسنۍ  د فعاليت څخه د شکايت د شتون پر مهال دې د سرغړونو د څېړلو کميسيون له لارې د رسنيو د شکايتونو د رسېدنې  زمينه برابره کړي.

د ټولیزو رسنیو د ۴۴ مادې له مخې د سرنیزو شکایتونو او سرغړونو د څېړنې کمیسیون د خبریالانو او رسنیو شکایتونو او سرغړنو ته رسیدنه کوي او حالت ته په کتو به سرغړونکي ته سپارښتنه، ګواښ او یا د عدلي تعقیب په موخه اړوندهو ادارو ته ورپېژني.

خپلواکو او نیوکه کوونکو رسنیو ته دا ګواښ په داسې وخت کې کېږي، چې د جمهوري نظام له سقوط او د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴ مه واک ته د «اسلامي امارت» له دویم ځل رسېدو وروسته د هیواد له نیمایي ډیرې ۶۰۰ په شاوخوا کې (غږیزې،انځوریزې، چاپي او انلاین) فعالې رسنۍ تړل شوې دي او سلګونه خبریالانو او رسنیزو کار کوونکو هیواد پرېښې دی.

د ازادو رسنیو پر وړاندې وروستی اقدام دا و چې، د روان کال د ثور په میاشت کې امارت د «ژورنالیستيکو اصولو د نه مراعاتولو» او «د خبرونو د توازن د نشتوالي» په تور د ازادي راډیو او امریکا غږ راډیو «FM» فریکوینسي بنده کړه. تر دې مخکې د میزان په میاشت کې د هشت صبح ورځپاڼه او د زاویه انلاین خپرونه د رژیم پر ضد د تبلیغاتو په تور تړل شوې وو.