کابل- د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد میاشتې په ۲۴ نیټه د اسلامي جمهوري نظام له نسکوریدو او واک ته د طالبانو ډلې د بیا رسېدو سره، چې په مختلفو برخو په تېره بیا د سیاسي، ټولنیزو او مدني آزادیو په برخو کې ژورو جوړښتي بدلونونه رامنځ ته شول، د افغانستان د رسنیو ټولنه له کیفي او کمي اړخه او هم د کار د ازادۍ په برخه کې د ژور منفي بدلون سره مخ شوه.
دويم ځل واک ته له رسېدو سره سم، طالبانو د اتیایمې لسیزې په څېر یوځل بیا د «افغانستان د اسلامي امارت» په نوم خپل حکومت جوړ کړ. د طالبانو د حکومت په لومړۍ دوره کې، چې پنځه کاله یې دوام وکړ (۱۳۷۵-۱۳۸۰) د مدني آزادیو په تېره بیا د بیان ازادۍ سره د دغې ډلې چلند توند او له خورا سختو بندیزونو سره مل و. په هغه وخت کې چې لا خصوصي او خپلواکې رسنۍ نه وې، طالبانو دولتي راډیو ټلویزیون او ځینې اړوندې چاپي خپرونې خورا محدودې کړې. په ورته وخت کې دوی د انځور اخیستو، تلویزیون لیدلو، فلمونو او ویډیوګانو لیدلو، د موسیقۍ په اورېدلو یا خپرولو باندې سرغړونکو ته سختې سزاګانې ورکولې.
خو په ۱۳۸۰ کال کې د طالبانو د حکومت له نسکورېدو او د پراخو سیاسي بدلونونو له رامنځته کېدو سره، چې د نړیوالې ټولنې په ملاتړ ترسره شول د هېواد د دیني عقایدو او کلتوري ارزښتونو په نظر کې نیولو سره ټولنیزي او مدني ازادۍ کچه پراخه شوه. د دې بهیر په لړ کې چې دوه لسیزې یې دوام وکړ د هېواد په اساسي قانون کې د بیان د ازادۍ حق په رسمیت وپېژندل شو، ازادې او ټوليزې رسنۍ جوړې شوې او د ازادو رسنیو، خبریالانو او د رسنیو د کار کوونکو د حقونو لپاره ځانګړي قوانین او مقررات جوړ او تصویب شول. په دې شل کلنه دوره کې په هېواد کې د شاوخوا ۱۳۰ خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو له وژل کېدو او په ځانګړې توګه په جګړهیيزو او غیري عادي سيمو کې د ګواښونو او کاري ننګونو شتون سره هم، د بيان خپلواکۍ او خپلواکو رسنیو په برخه کې د هېواد لاسته راوړنه د پام وړ وه او په دې برخه کې د افغانستان ځای حتی له ډېرو ګاونډیو او د سیمې د هیوادونو څخه هم ښه و.
خو د «افغانستان د اسلامي جمهوري» نظام له نسکوریدو او د طالبانو بېرته راتګ سره د هیواد د مطبوعاتو د ټولنې په وړاندې له تیاره او مبهم لید سره یوه نوې پاڼه پرانستل شوه، چې اغیزې یې په تېرو دوه کلونو لا زیاتې او څرګندې شوې دي. د رژيم له نسکورېدو سره سم د «کادرونو د تېښتې» نوې څپه پيل شوه چې په همدې لړ کې د ښځينه او نارينه وو په ګډون په سلګونو خبريالان او د رسنيو کارکوونکي له هېواده ووتل او غربي، ګاونډيو او يا د سیمې هیوادنو ته کډوال شول. له بده مرغه پر ازادو رسنيو او خبريالانو باندې د بنديزونو د سختېدو له امله په تېرو دوه کلونو کې له هېواده د «روڼ اندو» او د رسنيو د کارکوونکو د تېښتې لړۍ یواځې دا نه چې ونه درېده؛ بلکې دوام یې پيدا کړ.
سربېره پر دې په تېرو دوه کلونو کې د «افغانستان د اسلامي امارت»[طالبان] تر مشرۍ لاندې په هېواد کې د رسنیو د ټولنې د قربانیانو په شمېر کې د پام وړ کموالي له پلوه یو مثبت او ارزښتناک پرمختګ ثبت شوی دی. په دې موده کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د نسبي امنیت په تامین سره، پر رسنیو د مرګونو بریدونو او یا د خبریالانو په نښه کولو – په مزارشریف کې د خبریالانو په غونډه کې د چاودنې له پېښې پرته - په خبریالانو او رسنیو د هدفي برید پېښې کوم راپور نه دی ورکړل شوی، خو په دې موده کې د ازادو رسنیو د ځپلو د دوام په لړ کې او د رسنیو د اقتصادي ستونزو د زیاتېدو له امله په هېواد کې شاوخوا نیمايي فعالو رسنیو کار بند کړی دی، د خبریالانو او رسنیو د ازادۍ سلبولو او د تاوتریخوالي پېښې په بې ساري ډول زیاتې شوي دي. امنیتي ارګانونه په ځانګړې توګه د استخباراتو ریاست او همدارنګه د امر بالمعروف وزارت په مستقیم او غیر مستقیم ډول د خبریالانو په نیولو، ګواښولو او ډارولو سره د رسنیو د ازادۍ او د بیان ازادۍ د ځپلو بهیر ته په ډېر شدت سره دوام ورکړی دی.
د «اسلامي امارت» د واکمنۍ په دوه کلنه موده کې له تاوتریخوالي سره مل د خپلواکو خبریالانو د بندي کولو او ګواښولو پېښو بې مخینې ډېروالی دا ښکاره کوي، چې نور په هېواد کې له وینا مخکې او وروسته ازادي شتون نه لري او حاکمان د هر ډول راپور او یا رسنیزو پروګرامونو د چمتو کولو او خپرولو او حتی په مجازي نړۍ کې د نظر څرګندونې سره چې«مخالف لوري» او د خپلو شخصي «ګټو خلاف» يې وګڼي، په وړاندې یې په ډېر شدت چلند کوي.
وضعیت داسې یوې مرحلې ته رسیدلی چې د خبري او څیړنیزو راپورونو چمتو کول او خپرول یا د ننګونکو رسنیزو پروګرامونو یا د ژورنالیستانو لخوا د اعتراضي حرکتونو پوښښ، یا په رسنیو کې د ښځو په کار او روزنې باندې د لګول شويو محدودیتونو څخه د رسنیو سرغړونه یا د طالبانو د رسنیزو کړنلارو پر وړاندې بې پروایي خورا خطرناک ده او کیدای شي د رسنیو د کارکوونکو د نیولو او زنداني کېدو او یا د یوې رسنۍ د بندیدو لامل شي.
د راپور لنډیز
د افغانستان دخبریالانو مرکز په اوسني دوه کلن راپور کې د «اسلامي امارت» د واکمنۍ په دوه کلونو کې(۱۴۰۰ زمري۲۴تر ۱۴۰۲ زمري۲۴) د هیواد په ټولو ۸ زونونو کې د رسنیو او خبریالانو د خپلواکۍ نقضولو پېښې شاملي دي.دغه راز په دې راپور کې د هېواد رسنیو او خبریالانو اړوند مهمې پېښې هم ځای پر ځای شوي دي او د رسنیو او خبریالانو د فعالیت په برخه کې عملي شوې پرېکړې، مقررات او پلې شوې طرحې درج او څېړل شوي دي.
د افغانستان دخبریالانو مرکز په تېرو ۲۴ میاشتو کې د رسنیو او خبریالانو د خپلواکۍ د نقضولو ۳۶۶ پېښې، چې ګواښل، بندي کول او له تاوتریخوالي ډک چلند پکې شامل دی، ثبت کړي دي. په ثبت شویو پېښو کې درې پېښې د خبریالانو د وژنې، ۲۳ پېښې د خبریالانو د ټپي کېدو او د خبریالانو د موقتي او منځمهاله نیونې ۱۷۶ پېښې شاملي دي، چې له دې نیونو یې ځینو په میاشتو دوام کړی دی. په دې موده کې د ګواښونې ۱۳۹ پېښې او د خبریالانو د وهلو ټکولو ۲۵ پېښې ثبت شوي دي.د نیول شویو خبریالانو او د رسنیو کار کوونکو له ډلې ۹ تنه لا هم په بند کې دي.
د دغه راپور موندنې ښيي چې د کابل هوایي ډګر په چاودنه کې، چې دوه خبریالان په کې ووژل شوو او په مزارشریف کې د خبري ناستې پر مهال له چاودنې پرته، چې یو خبریال پکې ووژل شو او دواړه چاودنې داعش ته منسوبې شوې، په نورو زیاتره پېښو کې د طالبانو «اسلامي امارت» استخباراتو او امنیتي ادارو او د امر بالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت ته منسوبو کسانو لاس درلود.د کابل د هوايي ډګر په چاودنه کې (۱۴۰۰ وږي ۴مه)، چې د کابل له سقوط څو ورځې وروسته له هېواده د وتلو د غوښتونکو په منځ کې وشوه، د «رها» او «روزنامه افغانستان ما» خبریال علي رضا او د «جهان صحت» تلویزیون پخوانۍ ویاندې نجمه صادقي په ګډون پکې زیات شمېرو خلک ووژل شو.
دغه راز په مزارشريف کې د (١٤٠١ د کب ۲۰) د خبريالانو په يوه غونډه کې د چاودنې له امله د افغان غږ(آوا) آژانس د خبريال حسين نادري په ګډون لږ تر لږه دوه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او لږ تر لږه ۱۹ خبریالان ټپیان شول.له دې دوه بمي چاودنو پرته د نورو ټولو پېښو عاملین-د بنسټونو د رایو په اتفاق سره ـ «اسلامي امارت» په ځانګړي ډول استخبارات او د امر بالمعروف وزارت دي.
په دغه راپور کې ویل شوي چې د طالبانو د واکمنۍ په دوه کلونو کې په مزارشریف کې د خبریالانو پر غونډې له چاودنې پرته بله کومه پېښه چې پر خبریالانو او رسنیو د هدفي برید نښه وي، نه راپور شوې، چې د جهموري نظام پرمهال پر خبریالانو او رسنیو باندې د وژونکو برېدونو ډېر شمېر ته په کتو کې دا يو مثبت بدلون دی. که څه هم طالبانو واک ته له راتګ مخکې د دغو یو شمېر خونړیو پېښو پړه پر غاړه اخیستې وه او یا هم په یو شمېر نورو پېښو کې په لاس لرلو تورن دي، چې تر ۱۲۰ ډېر خبریالان او د رسنیو کارکونکي پکې وژل شوي.
خو له دې سره سره په دغه راپور کې ویل شوي چې د طالبانو اسلامي امارت په داسې حال کې چې د جمهوري نظام له خوا تصویب شوی د ډله ییزو رسنیو قانون په ضمني ډول تصويب کړی، د دغه قانون په تعدیل يې کار کړی او په عین حال کې یې د تازه کړنلارو له لارې ځانګړی رسنیز سیاست پرمخ وړی دی. د افغانستان د خبريالانو د مرکز د دوه کلن راپور موندنې ښيي چې طالبانو تر اوسه پورې لږ تر لږه شپږ ځانګړې یا رسنیو پورې اړوند کړنلارې له خبریالانو سره له مشورې پرته چمتو او پلې کړې دي. دا کړنلارې چې قانوني او حقوقي بنسټ یې نه دی تعریف شوی او ځینې مواد یې ناڅرګند او ګونګ دي، په ازادو رسنیو او خبریالانو باندې يې محدودیتونو او بندېزونو ته لا زمینه برابره کړې ده.
د راپورنو، خپرونو، اعلانونو او یا هم د سیاسي، امنیتي او یا ټولنیزې منځپانګې لرونکو پیغامونو له خپرولو وړاندې د طالبانو ادارو د مسؤلو کسانو سره لازمي همغږي، د «اسلامي امارت» مخالفو شخصیتونو سره د رسنیزو مرکو بندول، په تلویزیوني نندارو کې د ښځو پر رول بنديز، د داخلي رسنیو له لارې د نړیوالو رسنیو د خپرونو پر نشر بندیز، د فلم او سریال خپرول بندول – ان که ديني منځپانګه هم ولري، د موسیقۍ خپرولو باندې بنديز، په ښځو باندې د غیري دودیز حجاب جبري کول او مخ پټول، له نارینه وو سره د مېرمنو د مرکې او یا د رسنیو په ګډو پروګرامونو کې د نارینه او ښځينه وو پر شتون بنديز او د طالبانو حکومت باندې پر هر ډول نیوکې کولو باندې بندیز د دې کړنلارو له پایلو څخه دي. د دې کړنلارو پلي کولو، چې له فشار، ګواښ، ډارولو او د خبریالانو د پراخو بندي کولو سره مل وې ځان سانسورونه اوج ته رسولې او په عملي توګه یې ازادې رسنۍ له سقوط سره مخ کړي دي.
په تېرو دوه کلونو کې په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست په پای کې د څه باندې ۶۰۰ رسنیو له ډلې څخه نیمايي یې د اقتصادي ستونزو او د کاري محدودیتونو د زیاتوالي له امله فعالیت بند کړی، په سلګونو خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانې بې دندې شوي او یا يې هیواد پرېښی دی او دا بهیر دوام لري.
په لومړي کال کې د رسنیو د خپلواکۍ حالت: ۱۴۰۰ زمري ۲۴-۱۴۰۱ زمري ۲۴
د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ د نقضولو پېښې
د «اسلامي امارت» د واکمنۍ په دوه کلونو کې د افغانستان دخبریالانو مرکز له خوا د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ د نقضولو ټولټال ۳۶۶ پېښې ثبت شوي، چې ۱۸۷ یې په لومړي کال کې وې. په دغو پېښو کې دوه پېښې د رسنیو د کارکوونکو د وژنې، درې د خبریالانو د ټپي کېدو، ۱۱۷ د نیولو، ۴۵ د ګواښونې او ۲۰ د فزیکي تاوتریخوالي پېښې شاملې دي.
د طالبانو د واکمنۍ په لومړي کال کې د هېواد رسنیو ټولنې لویې پېښې
۱۴۰۰ زمري۲۶: د افغانستان اسلامي جمهوریت له سقوط او واک ته د دوهم ځل لپاره د طالبانو له راتګ دوه ورځې وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې په خپل لومړي خبري کنفرانس کې د رسنیو په اړه د طالبانو لید لوری څرګند کړ. هغه وویل چې رسنیو ته ډاډ ورکول کېږي، چې کولای شي د «کلتوري» او «اسلامي ارزښتونو» په نظر کې نیولو سره خپل کار ته دوام ورکړي.
۱۴۰۰ زمري ۲۸: د افغانستان اسلامي جمهوریت له نسکوریدو او واک ته د طالبانو له راتګ وروسته ښځینه خبریالانو ته اجازه ورنکړل شوه، چې په ملي راډیو تلویزیون [دولتي] کې کار ته دوام ورکړي.
۱۴۰۰ وږی ۲۸: د طالبانو د حکومت د رسنیو د مرکز مشر قاري یوسف احمدي د خبریالانو د کار یولس ماده ییزه مقرره اعلان کړه.
۱۴۰۰ تلې ۲۵: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې له ایراني شرق ورځپاڼې سره په خبرو کې په رسنیو کې د موسیقي پر خپراوي د بندیز خبر ورکړ او ویې ویل چې د «اسلامي شریعت» پر بنسټ د موسیقۍ خپرول ستونزه لري.
۱۴۰۰ لړم ۳۰: د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي نن په کابل کې په یوه خبري غونډه کې د انځوریزو رسنیو لپاره «نوې کړنلاره» معرفي کړه، چې له مخې یې ښځې نور نه شي کولای د تلویزیون په تفرحي پروګرامونو کې رول ولوبوي او یا پکې ګډون وکړي.
۱۴۰۰ لیندۍ ۱: امربالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت یوه کړنلاره صادر کړه، چې په هغې کې یې له خبریالانو وغوښتل له هغه شنونکو سره چې پر طالبانو نیوکه کوي مرکه مه کوئ او هم یې رسنیزو بحثونو ته مه غواړئ.
۱۴۰۰ لیندۍ١٧مه: په ننګرهار کې د باختر خبري اژانس پخوانى خبريال ګلستان غالب د ورپېښې ناروغۍ له امله په خپل پلرني ټاټوبي جلال اباد کې ومړ.
۱۴۰۰ مرغومي ۲۲ مه: دوه بهرني خبریالان چې د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان لپاره یې په افغانستان کې دنده کوله ونیول شوو او له افغانستانه وایستل شوو. یو له دغو خبریالانو څخه انډرو نارت دی چې د بي بي سي پخوانی خبریال دی او شاوخوا شل کاله یې د افغانستان وضعیت ته پوښښ ورکړی دی.
۱۴۰۰ جدي ۲۵ مه: په مزارشریف کې د رابعه بلخي خصوصي راډیو په دفتر کې د « برېښنا په سیستم کې د ستونزې» له امله د شپې پر مهال اور ولګېد او په پایله کې یې دوه ماشومان، چې د دې راډیو په څنګ کې وو د راډیو په دفتر کې د لګېدلي اور له امله په خپل کورې کې د لوګي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
1400د سلواغې ۱۳مه: «اسلامي امارت» د اسلامي جمهوري نظام د رسنیو قانون په سمبولیکه توګه تصویب کړ. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې په یوه غونډه کې وویل: «موږ د رسنیو پخوانی قانون مطالعه کړی او هیڅ نیمګړتیا یې نه درلوده، همدارنګه اسلامي امارت له رسنیو غوښتي چې په خپلو خپرونو کې ملي ګټې، اسلامي ارزښتونه او ملي وحدت په پام کې ونیسي. که څه هم موږ ډاډه یو چې رسنۍ خپله هم دې مسایلو ته پام کوي.
26 سلواغه 1400: د پژواک خبري اژانس ایډیټر جاوېد هميم کاکړ په هند کې د «مروه سټوډيو» بنسټ جايزه وګټله.
1400کب ۲۶ مه:د افغانستان دخبریالانو مرکز د 1400 کال د «افغانستان د کال خبریال» کلنۍ جایزې ګټونکي اعلان کړل. د دې خپلواک بنسټ د اعلان پر بنسټ، د طلوع نيوز خبريال صداقت غورځنګ، د هشت صبح ورځپاڼې خبريال حسيب الله بهشت، د پژواک خبريال قطب الدين کوهي او د AFP فوټو ګرافر محمد عارف کريمي، چې په دې سیالۍ کې یې ډیرې نمبرې ترلاسه کړې وي، په ګډه د هیواد د کال خبریال جایزه ترلاسه کړه.
1400کب ۲۶ مه: د «ځوانو رهبرانو نړیوالې شورا» د طلوع نیوز پخوانی مشر لطف الله نجفی زاده د ۲۰۲۲ کال د غوره خبریالانو په توګه اعلان کړ. نجفي زاده د دې په ویلو سره چې د رسنيو وياړونه او لاسته راوړنې انفرادي نه شي کیدای، زیاته کړه چې « په اوس وخت کې په افغانستان کې خبریالي زموږ د خلکو له جدي اړتیاوو څخه دي.»
۱۴۰۱وري ۸ مه: د طالبانو حکومت د افغان ټلویزیونونو له لارې د بي بي سي، امریکا غږ او د جرمني د دویچه ویله په ګډون د نړیوالو ټلویزیونونو پر خپرونو بندیز وضع کړ.
۱۴۰۱ وري ۱۱ مه: په افغانستان کې د فرانسې اژانس انځور اخیستونکي وکیل کوهسار له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو څرنګوالي او واک ته د طالبانو د بیرته راستنېدو ویډیو یي پوښښ له امله د فرانسې د «وارن بنسټ» کلنۍ جایزه ترلاسه کړه.
۱۴۰۱ د غويي ۶ مه: د طالبانو حکومت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرستیال ذبیح الله مجاهد له خوا د یوه رسمي مکتوب په صادرولو سره ویلي دي، چې رسنۍ باید د سوداګریزو اعلانونو له خپرولو مخکې چې سیاسي، امنیتي او ټولنیزه محتوا ولري، د دې وزارت د رسنیو له څار ریاست سره همغږي وکړي.
۱۴۰۱ غويي ۱۸ مه: په هرات کې د «اسلامي امارت» د اطلاعاتو او کلتور رئیس نعیم الحق حقاني د هرات له ښاروالۍ څخه وغوښتل، چې د امارت د پالیسۍ له مخې د ښاروالۍ په میاشتنۍ کې د «ساه کښو» د انځور له خپرولو ډډه وکړي.
۱۴۰۱ غويي ۲۰ مه: د «زما وطن، زما ماشومتوب» مستند فلم چې د یو افغان وګړي د ماشومتوب څخه تر ځوانۍ پورې کیسه باندې جوړ شوی، په انګلستان کې د غوره مستند فلم جوړونې بفتا جایزه وګټله. فلم جوړونکی فل ګرابسکي او افغان خبریال شعیب شریفي د دې مستند فلم جوړونکي دي.
۱۴۰۱ غبرګولي لومړۍ: امر بالمعروف او نهي عني المنکر وزارت د تلویزیونونو ښځینه ویاندویانو ته د «ماسک کارونې» امر کړی دی. د دغه وزارت په وینا«دا پرېکړه وروستۍ ده او د بحث او مخالفت لپاره ځای نه لري.»
د ۱۴۰۱ کال د زمري لومړۍ: ښځینه خبریالانو ته د اسلامي امارت له لورې د ماسک کارونې له حکم سره سم د کابل په یو شمېر تلویزیونونو کې نارینه خبریالانو هم د دغه فرمان پر ضد لاریون وکړ او له ښځینه خبریالانو سره د پیوستون د نښې په توګه یې ماسکونه کارولي وو.
۱۴۰۱ غبرګولي ۳مه: د خبریالانو نړیوال مرکز (ICFJ) د طلوع نیوز پخوانۍ خبریاله انیسه شهيد د 2022 کال د نایټ خبریالۍ يا «زړور خبریال» نړیوالې جايزې ګټونکې اعلان کړه.
۱۴۰۱ غبرګولي ۸ مه: د افغانستان خبریالانو مرکز د بېلابېلو هېوادونو د خبریالانو د ملاتړ ۳۴ بنسټونو له ایتلاف سره یو ځای شو، چې د الجزیرې تلویزون د فلسطینۍ خبریالې شیرین ابو عقلا د وژنې په اړه یې د بېړنۍ، بشپړې او خپلواکې څېړنې غوښتنه وکړه، چې په وروستیو کې د فلسطین په جنین ښار د اسرائیلي پوځیانو په برید کې وژل شوی دی.
۱۴۰۱ جوزا ۲۷ مه:طلوع نیوز تلویزیون په 2022 کې د«One World Media» ځانګړې جایزه وګټله. One World Media یوه غیر انتفاعي او د خبریالانو ملاتړې ادره ده چې هر کال په بېلابېلو کټګوریو کې رسنیو او ژورنالیستانو ته جایزې ورکوي.
۱۴۰۱ چنګاښ ۸ مه: د ۸ صبح ورځپاڼې پخوانی مسؤل مدیر او په واشنګټن ډي سي (امریکا) کې د افغانستان انټرنیشنال تلویزیون سټوډیو اوسني مدیر پروېز کاوه، افغاني رسنیو ته د هغه د «خدمتونو» له امله د امریکا د کانګرس«ختیځ او لوېدیځ مرکز» له لورې د « اغېزلرونکي او زړه ورتیا جایزه» ترلاسه کړه.
۱۴۰۱ چنګاښ ۹ مه: ازادو رسنیو ته د «دیني علماوو» د لویې غونډې د خبري پوښښ اجازه ورنه کړل شوه. په دې لویه غونډه کې چې په کابل کې د لویې جرګې په تالار کې جوړه شوې وه، د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه سلګونو کسانو ګډون کړی و.
۱۴۰۱ چنګاښ ۲۸ مه: په لسګونو افغان خبریالانو چې د جمهوریت له ړنګېدو او واک ته د «اسلامي امارت» تر رسېدو وروسته پاکستان ته تښتېدلي وو، په اسلام اباد کې د غربي هېوادونو په تېره بیا د کاناډا له خوا د دوی د پناه غوښتنې قضیو ته د نه پاملرنې له امله لاریون وکړ.
۱۴۰۱ چنګاښ ۲۹ مه: میټا شرکت (پخوانی فیسبوک) چې د انسټاګرام او فیسبوک مالکیت لري، د باختر خبري اژانس او د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون کاري حسابونه د طالبانو د ستاینې، ملاتړ او استازیتوب له امله له دغو دوه ټولنیزو شبکو څخه حذف کړل.
۱۴۰۱ چنګاښ ۳۰ مه: د طالبانو حکومت د خپل مشر ملا هبت الله اخندزاده له خوا د نوي فرمان د صادرولو خبر ورکړ، چې له مخې یې د طالبانو د حکومت پر چارواکو نیوکې د شریعت خلاف دي او باید ونه شي. په دغه فرمان کې راغلي: «د اسلامي لارښوونو له مخې د طالبانو پر چارواکو بې بنسټه تورونه او نیوکې جواز نه لري او هغه کسان چې له دغه حکمه سرغړونه کوي، مجازات کېږي.»
۱۴۰۱ چنګاښ ۳۱ مه: لین اوډونیل خپلواک اسټرالیایي خبریال، چې ډیری وخت یې د فارین پالیسي لپاره کار کاوه، اعلان وکړ چې هغه د «طالبانو استخباراتو» لخوا بندي شوی و او د « درې یا څلورو پخوانیو راپورونو د لیکلو له مله د ټویټر له لارې بخښنې غوښتلو ته مجبور شوی.»
۱۴۰۱ زمري ۹ مه: په فاریاب ولایت کې د میمنې راډیو او ممتاز راډیو پخوانی ویاند محمد عارف سرخابي چې ایران ته کډوال شوی و، په دغه هېواد کې د «ودانیزو کارونو» پر مهال ومړ. په فارياب کې سرچينې وايي، سرخابي د جمهوري رياست له ړنګېدو وروسته بې رزوګاره شوی و او د اقتصادي بېوزلۍ له امله له هېواده وتلى و.
۱۴۰۱ زمري ۱۹ مه: په کابل کې د ژوندون خصوصي تلویزیون په ودانۍ کې اور ولګېد. د ژوندون د مسوولینو په وینا، دغې اورلګېدنې د دغې رسنۍ ودانۍ او تجهیزاتو ته سخت زیان اړولی دی.
په دوهم کال کې د رسنیو د ازادۍ حالت: (۱۴۰۱ زمري ۲۴ - ۱۴۰۲ زمري ۲۴)
د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ د نقضولو پېښې د «اسلامي امارت» د واکمنۍ په دوه کلونو کې د افغانستان خبریالانو مرکز له لورې د رسنیو او خبریالانو له ازادۍ څخه د سرغړونې ۳۶۶ ثبت شويو پېښو له جملې څخه ۱۷۹ په دویم کال کې ثبت شوي دي. په دې شمېر کې یوه پېښه د یو خبریال د وژنې، ۲۰ پېښې د خبریالانو د ټپي کېدو، ۹۴ د ګواښونې، ۵۹ د بندي کولو او د فزیکي تاوتریخوالي پینځه پېښې شاملې دي.په دې کال کې د نیول شویو خبریالانو له ډلې لږ تر لږه ۹ تنه لا هم په بندخونو کې دي:
افغاني الا اصله فرانسوي خبریال، مرتضی بهبودي|د نیولو ځای: کابل| د نیولو نېټه: ۱۴۰۱ مرغومي ۱۷
ازاد خبریال، نصرت مهدي.|د نیولو ځای: کابل| د نیول کېدو نېټه: ۱۴۰۱ کب ۲۱
په فارياب کې د ممتاز راډيو مسؤل مدیر امين الله عالمي.| د نیولو ځای: میمنه| د نیولو نېټه: ۱۴۰۱ چنګاښ ۳۱
ازاد خبریال، رامین رسولي.| د نیولو ځای: کابل| د نيولو نېټه: د رسولي د نيول کېدو خبر د ۱۴۰۲ کال د زمري په لومړيو کې په رسنيو کې خپور شو.
په غزني کې د باختر دولتي خبري اژانس خبریال، سید وحدت الله ابدالي.| د نیولو ځای: د غزني خواجه عمري ولسوالي| د نیولو نېټه:۱۴۰۲ زمري ۱۵ مه
په ننګرهار کې د کلید راډیو خبریال، فقیر محمد فقیرزی.|د نیولو ځای: جلال اباد| د نیولو نېټه:۱۴۰۲ زمري ۱۹
په ننګرهار کې د کلید راډیو خبریال، جان اغا صالح.|د نیولو ځای: جلال اباد| د نیولو نېټه:۱۴۰۲ زمري ۱۹
په کندز کې د سلام وطندار راډیو خبریال، حسیب حساس.| د نیولو ځای: کندز|د نیولو نېټه:۱۴۰۲ زمري ۱۹
په پکتیا کې د آریانا نیوز تلویزیون خبریال، حبیب الله سراب.|د نیولو ځای: ګردیز| د نیولو نېټه: ۱۹ اسد ۱۴۰۲
دویم کال؛ په هیواد کې د رسنیو ټولنې د وضعیت او ازادۍ اړوند ځینې مهمې پیښې
۱۴۰۱ زمري ۲۴: په خوست کې د ازادي راډیو پخوانی خبریال امیر بهیر د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ. بهیر ۶۳ کلن و او له ازادي راډیو سره یې ۱۲ کاله کار کړی و.
۱۴۰۱ وږي ۱: د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو د څېړلو کمیسیون لومړۍ غونډه له څه باندې یو کال بې برخلیکۍ وروسته د «اسلامي امارت» د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سرپرست وزیر ملاخیرالله خیرخواه په مشرۍ جوړه شوه.
۱۴۰۱ وږي ۱: د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د څېړلو کمیسیون غړو شمېر، د ټولیزو رسنیو قانون خلاف ، له ۱۱ څخه ۱۴ ته لوړ شو. داسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معين حيات الله مهاجر فراهي په وينا له دې وروسته به د اطلاعاتو او کلتور وزارت د استازو ترڅنګ د امر بالمعروف، کورنیو چارو وزارتونو او استخباراتو ریاست استازي د دې کمېسیون د غړو په توګه د دې کمېسیون په ناستو کې ګډون کوي.
۱۴۰۱ تلې ۲: په کابل کې د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو په غونډه کې چې په (ولسمشرۍ ماڼۍ) کې جوړه شوې وه، د وینا والو له لست څخه د خبریالانو د استازو نومونه ایستل شوي و. د طلوع نیوز مسؤل مدیر خپلواک ساپي وویل: « ماته بلنه راکړل شوې وه، چې په دې ناسته کې وینا وکړم او د خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه ځینې ټکي په امانتدارۍ سره مطرح کړم؛ خو په وروستۍ شېبه کې زما نوم د ویناوالو له لیست څخه وایستل شو.»
۱۴۰۱ تلې ۳ مه: د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دغه وزارت د مرستیال ذبیح الله مجاهد له خوا په لاسلیک شوي یو لیک کې یو شمېر رسنیو ته په ټينګار سره ويلي، چې طالبان اوس د ټول افغانستان کنټرول لري او له دې وروسته باید د «طالبانو ډله» ونه بلل شي او د « افغانستان اسلامي امارت» په نوم دې وبلل شي.
۱۴۰۱ تلې ۱۱ مه: د طالبانو اسلامي امارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د «هشت صبح» ورځپاڼي ویب پاڼه او همدارنګه «زاویه» خبري سایټ د طالبانو پر ضد د تبلیغاتو له امله بند کړ.
۱۴۰۱ تلې ۱۷: د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان وکړ چې د ټولیزو رسنیو قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون تعدیل شوی دی. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال حیات الله مهاجر فراهي هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې وويل چې دغه قوانين يې له لږ بدلون سره د امارت مشرتابه ته استولي او د امارت د مشر له تصویب او تائید وروسته به د رسنیو په واک کې ورکړل شي.
۱۴۰۱ تلې ۱۸: د ژوندون تلویزیون د پخواني خبریال زرخان چې په عرفان الله همدرد مشهور و، ورور وویل، چې کورنۍ يې خبره شوې، چې همدرد درې نيمې مياشتې وړاندې له ايران څخه ترکيې ته په قاچاقي لاره مړ شوی دی. د همدرد کورنۍ په وینا دا نه ده څرګنده چې عرفان الله څنګه مړ شوی دی.
۱۴۰۱ تلې ۲۱: د ا.ا د اطلاعاتو او کلتور وزرات د خپرونو معین عبدالحق حماد وویل، چې د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو د څېړلو کمېسیون په ناسته کې د ۱۱ رسنیو سرغړونې په ګوته او د هغوی څښتنانو ته «سپارښتنه» وشوه.
۱۴۰۱ لړم ۵: د ا.ا د اطلاعاتو او کلتور وزارت تائید کړه، چې د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو د څېړلو نوي کمېسیون جوړښت کې د ښځو څوکۍ ختمه شوې ده.
۱۴۰۱ لړم ۷: د کندز د ملي راډیو او تلویزیون پخوانی خبریال حیات الله حیات د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.
۱۴۰۱ لړم ۱۰: د کابل نیوز خصوصي ټلویزیون فعالیت د «سیاسي فشارونو» او «مالي ستونزو» له امله پای ته ورسېد.
۱۴۰۱ لړم ۲۷: د بیان د ازادۍ نړیوال اتلاف اعلان وکړ چې د بیان د ازادۍ په اړه په خپلو نړیوالو ژمنو کې د افغانستان د پاتې راتلو له امله یې په دې ایتلاف کې د دې هیواد غړیتوب لغوه کړی دی. دې ایتلاف په یوه خبرپاڼه کې وویل: «طالبانو د واک ترلاسه کولو را وروسته د رسنیو پر ازادۍ جدي محدودیتونه وضع کړي، چې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو خوندیتوب او هوساینه یې له خطر سره مخ کړي دي. د خبریالانو د ځورونې، بریدونو او بندي کولو دوام او له رسنیو څخه د ښځو وتل د دې لامل شوي، چې د رسنیو خپلواکي په چټکۍ سره زیانمنه کړي او هره ورځ د خبریالانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.» افغانستان دوه کاله وړاندې د جمهوري ریاست پر مهال د دغه ایتلاف غړی شو.
۱۴۰۱ لیندۍ ۱۰: د « اسلامي امارت» په امر افغانستان کې د ازادي او امریکا غږ راډیو ګانو خپرونې پر اف.ام څپو بندې شوې. د امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولین وایي چې دې دوه رسنیو د « ژورنالیزم اصول» نه عملي کول.
۱۴۰۱ لیندۍ ۲۰: جمهور اژانس وایي چې په کابل کې یې خپل دفتر د «اسلامي امارت» د فشار او ګواښ له امله تړلی دی. جمهور اژانس په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي: « د ۱۴۰۱ کال د غوايي په ۶مه په رسنیو د طالبانو د حکومت د څار کمیسیون، جمهور خبري اژانس د اسلامي امارت پر ضد او د طالبانو د حکومت په لمنځه وړلو تورن کړ او د جمهور اژانس له رئیس یې غوښتنه وکړه چې د اسلامي امارت په ضد هیڅ تحلیل، خبر او یا راپور نشر نه کړي او ان تر دې چې د طالبانو د حکومت په اړه د منفي خبر له خپرولو ډډه وکړي.»
۱۴۰۱ لیندۍ ۲۷: د «زما» او «نړۍ» راډيوګانو پخوانى ویاند نصير ميرزايي په کندهار مړ شو. د سیمې رسنيو د کندهار د امنيتي چارواکو له خولې ويلي، چې ميرزايي د «کورنیو ستونزو» له امله «ځان وژنه» کړې ده.
۱۴۰۱ مرغومي ۱۰: د افغانستان د خبریالانو مرکز په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه خپل کلنی راپور خپور کړ. په دغه راپور کې ویل شوي، چې په ۲۰۲۲ کال کې یې د افغان خبریالانو مرکز د رسنیو او خبریالانو له ازادۍ څخه د سرغړونې لږ تر لږه ۲۶۰ پېښې ثبت کړې دي، چې ګواښونه، نیول او له تاوتریخوالي ډک چلند په کې شامل دي، چې د ۲۰۲۱ کال په پرتله په سلو کې ۱۳۸ زیات شوي دي.
۱۴۰۱ جدي ۱۶: د کابل محکمې د ۱۰ رسنیو د مسوولینو غیابي محاکمه وځنډوله. د امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د خپرونو د څارنې رئیس عبدالحق حماد وویل؛ ټاکل شوې وه چې د دغو رسنیو د محاکمې مقدماتي غونډه تیره ورځ جوړه شوې وای؛ مګر د دغه شمیر رسنیو د استازو د نه حاضریدو له امله محکمې حکم کړې دی، چې د ژورنالېستانو بنسټونه دې له دغو رسنیو سره په همغږۍ د راتلونکې غونډې لپاره وکیل وټاکي او له هغې وروسته به محکمه خپله پرېکړه اعلان کړي.
۱۴۰۱ مرغومي ۲۲: د افغانستان خبریالانو مرکز د رسنیو د ملاتړو بنسټونو له نړیوال له ایتلاف سره یو په یوځای کیدو د برتانیا د ملي امنیت د لایحې له امله په اړه په دغه هیواد کې په خبریالۍ د منفي پایلو او د استبدادي حکومتونو د تقلید په اړه خپله جدي اندېښنه څرګنده کړه.
۱۴۰۱ سلواغې ۲۹: یو شمېر افغان خبریالان چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته ایران ته کډه شوي دي، د یو لاریون په ترڅ کې د کډوالو منونکو هیوادونو له لورې د دوی پناه غوښتنې ته د نه پاملرنې له امله اعتراض وکړ
۱۴۰۱ کب ۲: په هلمند کې د امارت سیمه ییزو چارواکو خبریالانو ته د یوه شفاهي امر له مخې له سیمه ییزو چارواکو سره ویډیویي مرکې او یا له ښاریانو د ویډیویي راپورونو چمتو کول منع کړل او خبریالانو ته یې ګواښ وکړ چې باید له دغه حکم څخه سرغړونه ونه کړي.
۱۴۰۱ کب ۳: پېژندل شوی افغان خبریال اجمل یزداني له سرطان ناروغۍ سره تر اوږدې مبارزې وروسته، د کاناډا اونتاریو ایالت لندن ښار کې د ۴۶ کلونو په عمر ومړ. یزداني ۶ میاشتې وړاندې په داسې حال کې چې ناروغي یې لاپسې سخته شوې وه، له خپلو درې اولادونو او میرمنې سره د کډوال په توګه کاناډا ته لاړ.
۱۴۰۱ کب ۵: په هرات کې د ملي راډیو ټلویزیون پخوانۍ پروډیوسره، ویانده او پخوانۍ تخنیکي همکاره همیشه بهار غفوري د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۵۶ کلونو په عمر مړه شوه. مېرمن غفوري تېر کال د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته له خپلې کورنۍ سره ایران ته کډواله شوه. همیشه بهار غفوري شاوخوا درې لسيزې د هرات په ملي راډيو ټلويزيون کې د پروډيوسرې، ویاندې او تخنیکي همکارې په توګه کار کړى و. د هرات ملي راډیو تلویزیون دغه تجربه لرونکې کار کوونکې د پښتورګو له ناروغۍ کړیدله او د ناروغۍ له سختېدو سره یې درې ورځې مخکې هرات ته را انتقال او په دغه ښار کې مړه شوه.
۱۴۰۱ کب ۸: د مزار شریف ښار درېیمې ناحیې کارته باختر سیمه کې د پیکان تلویزیون او نهاد راډیو ګډه ودانۍ کې اور ولګېد او د دې پېښې له امله د دې دوه رسنیو فعالیت بند شوی دی. د پیکان تلویزیون او نهاد راډیو مسوولینو ویلي دي، چې دغه اور لګېدنه د ودانۍ د برېښنا د ستونزې له امله رامنځته شوې ده او ډیر مالي زیان یې اړولی دی.
۱۴۰۱ کب ۲۰: په مزارشریف کې د خبریالانو په هغه غونډه کې چاودنه وشوه، چې د هېواد د رسنیو د وضعیت د څېړلو په موخه جوړه شوې وه. د دغې پېښې په پایله کې د افغان غږ خبري اژانس ریپورټر حسین نادري او د دغې اژانس یو زده کوونکی خبریال اکمل نظري وژل شوي او لږ تر لږه ۱۹ تنه نور خبریالان ټپیان شوي دي.
۱۴۰۱ کب ۲۴: د افغانستان دخبریالانو مرکز د « افغانستان د کال خبریال» د لسمې کلنۍ دورې ګټونکي اعلان کړل. د دې سیالۍ د غوراوي کمېټې د اعلان پر بنسټ د طلوع نیوز خبریال محمد یوسف حنیف، د «افغانستان اینټرنيشنل» ریپورټر محمد عارف یعقوبي او د کلید راډیو خبریال مرجان وفا محمدي د ډېرو نمرو په ترلاسه کولو سره په ګډه د ۱۴۰۱ کال د افغانستان د کال خبریال جایزه وګټله.
۱۴۰۲ وري ۱۰: د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې د «بانوان» راډیو د اطلاعاتو او کلتور او امر بالمعروف و نهی عنی المنکر ریاستونو په امر د موسیقۍ د خپرولو له امله وتړل شوه.
۱۴۰۲ غويي ۳: په خوست ولایت کې د ملي راډیو تلویزیون تجربه لرونکی خبریال کریم الله سروري د زړه د ناروغۍ له امله د ۶۶ کلونو په عمر ومړ.
۱۴۰۲ غويي ۱۶: د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير خيرالله خيرخواه په غزني کې له خبريالانو او د رسنيو له مسوولينو سره په کتنه کې وويل، چې طالبان پر يوې داسې حل لارې کار کوي، څو کورنۍ رسنۍ له «دولتي» امتيازاتو برخمنې شي.
۱۴۰۲ چنګاښ ۲۲: د آلمان د دويچه ويله راډيو د افغانستان د برخې پخوانى مشر سيد موسى صميمي د دغه هيواد په يوه روغتون کې وفات شو. صمیمي په دویچه ویله کې له ۳۰ کلن کار وروسته په ۱۳۸۸ کې تقاعد شو.
۱۴۰۲ زمري ۱: په هلمند کې ځايي سرچينو خبر ورکړ، چې د دغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست امر کړى، چې له دې وروسته دوى د داسې پروګرامونو د خپرولو حق نه لري، چې د ښځو غږ پکې وي. په دې امر کې حتی د ښځو په غږونو د عامه پوهاوي هغه اعلانونه شامل دي چې د نړیوالو سازمانونو په مرسته د روغتیا ساتنې او ناچاودو توکو د خطرونو په اړه پکې عامه پوهاوی ورکول کېږي.
۱۴۰۲ زمري ۹: د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د همېشه بهار راډیو او تلویزیون له لوري ترسره کېدونکی د ژورنالیزم روزنیز پروګرام، چې نجونو او هلکانو پکې ګډون کړی و، د «اسلامي امارت» اړوند ځواکونو له لورې بند شو. ځايي چارواکي وايي، دغه کار د یادې شبکې د مسؤل مدير د حقوقي ستونزې له امله شوى؛ خو خپلواکو سيمه ييزو سرچينو ويلي، چې د یادې روزنیزې برنامې بندول د همېشه بهار راډیو او تلویزیون له لوري په ګډ چاپیریال کې د زده کړو او کار نه کولو امر څخه د سرغړونې له امله شوی دی.
۱۴۰۲ زمري ۱۰: په جلال اباد ښار کې د همېشه بهار راډیو او تلویزیون د ژورنالیزم روزنیز ورکشاپ له تړل کېدو یوه ورځ وروسته دغه رسنۍ هم د طالبانو د امنیتي ځواکونو په امر بنده شوه.
۱۴۰۲ زمري ۱۰: د ننګرهار د سیمه ییزې ادارې له امر سره سم د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د همېشه بهار راډیو او تلویزیون د دروازې له مهرلاک وروسته «نن راډیو» او د «ځوانانو» راډیو ټرانسمیټر، چې د همېشه بهار په ودانۍ کې دي هم له فعالیته ولوېدل.
هغه رسنۍ چې په تېرو دوه کلونو کې له افغانستانه د باندې د افغان خبریالانو له لورې جوړې شوې دي
په وروستيو دوه کلونو کې په داسې حال کې چې په هېواد کې پر رسنیو او خبریالانو محدودیتونه زیات شوي، څو نوې رسنۍ چې د افغان خبریالانو په مديريت سره په بهر کې جوړې شوې دي:
زمري ۱۰: یوشمېر افغان خبریالانو په امریکا کې د افغانستان د حالت د پوښښ په موخه «آمو تلویزیون» (Amu TV) جوړ کړ. لطف الله نجفي زاده عمومي مدیر او سمیع مهدي مسؤل یاد شوي دي. د طالبانو تر واکمنۍ مخکې مهدي په افغانستان کې د ازادي راډیو مشر و او نجفي زاده د طلوع نیوز د رییس په توګه کار کاوه. دغه دوه خبریالانو د جمهوریت له نسکوریدو وروسته هېواد پریښود.
۱۴۰۱ تلې ۶: «زیشتSicht TV/ » یا «لید» د المان هامبورګ ښار کې د مېشت درې افغان خبریالانو له لورې جوړ شو. دغه انلاين رسنۍ چې په فارسي ژبه فعاليت کوي، د شرميلا هاشمي، نوراغا شريفي او اکبر رستمي له خوا، چې په جرمني کې ژوند کوي جوړه شوې ده. میرمن هاشمي د جمهوري نظام له سقوط مخکې او نوراغا شریفي او اکبر رسمتي د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې د «اسلامي امارت» د دویم ځل واکمنېدو وروسته له هیواده وتلي دي.
۱۴۰۱ تلې ۹: «البرز» انلاین تلویزیون د منصور مرادي له لورې په ترکیه او هالنډ کې د مېشت افغان خبریالانو په همکارۍ تائیسس شو. دا رسنۍ د افغانستان اړوند مسایل په ځانګړې توګه د بشري حقونو مسلو ته پوښښ ورکوي.
۱۴۰۱ د لیندۍ ۲۰: په ناروې کې د «چشم نیوز» خبري وېبپاڼه د یو شمېر هغو خبریالانو له خوا، چې د جمهوریت له ړنګېدو وروسته له هېواده وتلي، ناروې هیواد کې جوړه او په فعالیت یې پیل وکړ. دا رسنۍ په درې ژبو فارسي، پښتو او انګلیسي فعالیت کوي او د آریانا نیوز ټلویزیون د پخواني مشر شریف حسن یار له خوا اداره کیږي.
۱۴۰۱ سلواغې ۱۰: د «فارسیټایمز» مجلې لومړۍ ګڼه له چاپ راووتله. نوموتی خبریال نقیب اروین چې د جمهوري نظام له سقوط او د «اسلامي امارت» له تاسیس سره یې افغانستان پرېښود د یوشمېر نورو پناه غوښتونکو افغان خبریالانو سره د فارسي ټایمز مجلې بنسټ ایښی دی.
۱۴۰۱کب ۲۲: د «افغانستان» سیاسي، ټولنیزې او کلتوري مجلې لومړۍ ګڼه په امریکا کې د یو شمېر افغان کډوالو خبریالانو او فرهنګیانو په ملتیا له چاپ را ووته. دا مجله د «افغانستان کور» بنسټ له لوري چې په امریکا کې د میشت افغان فرهنګیانو څخه جوړ دی، د امریکا په ویرجنیا ښار کې تاسیس شوه.
۱۴۰۲ وري ۱۳: په افغاني رسنیو کې د خپرو شویو خبرونو د حقیقت د څېړلو او تائیدولو په موخه د طلوع نیوز د پخواني خبریال پرویز شمال له خوا د ترکیې په استانبول ښار کې د «چلوصاف» نوم پلیټ فارم جوړ شو.
د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د ازادو رسنیو د زوال د عواملو ارزونه
د افغانستان د خبريالانو د مرکز موندنې ښيي چې د طالبانو د واکمنۍ په دوه کلنه موده کې په افغانستان کې د ازادو رسنيو سقوط د لاندې درېيو اړخونو څخه تحليل کېداى شي.
د رسنیو اقتصادي ستونزې
د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ حق د نقضولو د پېښو زیاتوالی
د رسنیو د ازادۍ د محدودولو کړنلارې
د رسنیو اقتصادي ستونزې: د نورو سکتورونو په څېر، په افغانستان کې ازادې رسنۍ هیڅکله هم مالي ځان بسیاینې ته نه دي رسیدلي او ډېری رسنيو په بهرنیو مالي مرستو او یا په غیر مستقیم ډول د سوداګریزو اعلانونو له جملې د روغتیا او بشري حقونو او یا د بهرنیو رسنیو د پروګرامونو د خپرولو له لارې خپل لګښتونه پوره کول.
په داسې حال کې چې د جمهوریت له ړنګېدو وروسته د سیاسي بدلونونو او پر افغانستان د نړیوالو اقتصادي او بانکي بندیزونو له لګولو سره، د هېواد اقتصادي وضعیت خراب شو، رسنیو هم نړیوال مالي ملاتړ له لاسه ورکړ او د سوداګریزو اعلانونو بازار هم د نویو بندیزونو له امله سخت زیانمن شو.
د دې وضعیت له دوام سره په یو وخت، د رسنیو د مالیاتو او برېښنا لګښتونو زیاتوالی د رسنیو زیان لاپسې ډېر کړ.په تېرو دوه کلونو کې په هېواد کې د څه باندې ۶۰۰ فعالو رسنیو له ډلې نیمايي یې تړلي دي او پاتې نورې یې په ډېر نازک حالت کې دي. ډیری پاتې رسنیو هم خپل کار کوونکي کم کړي او د کمو خپرونو او کاري وختونو سره د ځان د خلاصون هڅه کوي.
د خبريالانو او رسنيو له ازادۍ څخه د سرغړونې د پېښو زياتوالى: په تېرو شاوخوا دوه کلونو کې د خبريالانو او رسنيو له ازادۍ څخه د سرغړونې له ٣٦٠ ډېرې جدي پېښې ثبت شوي، چې ډېرى يې د خبريالانو نيول او ګواښل دي، چې تر دې مهاله نه دي ثبت شوي او دا په ډاګه کوي چې په هیواد کې د خبریالانو او رسنیو وضعیت څومره ګډوډ او نامناسب دی.
دا پېښې یوازې د هېواد د کره حقایقو یوه برخه ده چې ثبت شوي دي، په داسې حال کې چې یو شمېر خبریالانو د افغانستان د خبریالانو له مرکز سره په خبرو کې غوښتنه کړې چې د دوی هویت دې د تاوتریخوالي په انلاین برخه کې ثبت نه شي او ډېر شمېر نور هم چې له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي، دوی په هیڅ ډول شرایطو کې د دوی د قضیو ثبتولو سره هوکړه نه ده کړې.
د ټولیزو رسنیو په قانون کې د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو د څېړلو لپاره د کمېسیون جوړېدو وړاندیز شوی دی ؛ ترڅو له رسنیو او خبریالانو څخه شکایتونو ته رسیدګي وکړي په داسې حال کې چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري یاد قانون او د کمېسیون جوړېدل تصویب شوي، له خبریالانو د شکایتونو بهیر په قانوني بڼه پرمخ نه ځي او د خبریالانو نیول، ګواښول او د رسنیو په چارو غیري قانوني مداخله د وخت په تېرېدو سره زیاته شوې ده.
د رسنیو د ازادۍ محدودولو کړنلارې: واک ته د طالبانو د بیاځل رسېدو په لومړیو ورځو کې رسنیو لپاره د خپل حکومت متفاوته بڼه څرګنده کړه.د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۶ مه(د جمهوري نظام له سقوط دوه ورځې وروسته) کابل کې په یو خبري کنفرانس کې وویل رسنیو ته ډاډ ورکوي چې د کلتوري او اسلامي ارزښتونو په نظر کې نیولو سره کولای شي خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
مجاهد زياته کړه: «د اسلام په چوکاټ کې ټولې رسنۍ خپلواکې دي. رسنۍ بايد بې طرفه وي او په راتلونکي کې به يې نيمګړتياوو ته پام وکړو.» د دوه پراخو او ګونګو اصطلاحاتو - د کلتوري او اسلامي ارزښتونو چوکاټونه - د خپلواکو رسنيو د برخليک په اړه ډېرې اندېښنې وزېږولې او ورپسې د خپلواکو رسنيو په برخه کې د طالبانو اسلامي امارت د ليدلوري په برخه کې نورې کړنلارې خپرې شوې.
لومړنۍ او بشپړه کړنلاره؛ له 11 مادو سره
د طالبانو د حکومت د رسنیو د مرکز مشر قاري یوسف احمدي د وږي په ۲۸ مه د خبریالانو د کار لپاره په ۱۱ مادو کې نوې مقرره په لاندې ډول اعلان کړه:
۱- هغه موضوعات چې له اسلام سره په ټکر کې وي باید خپاره نه شي.
۲- په رسنیزو فعالیتونو کې دې ملي شخصیتونو سپکاوی نه کېږي.
۳- ملي او خصوصي حریم ته دې سپکاوی نه کېږي.
۴- رسنۍ او خبریالان دې د خبر محتوا نه تحریفوي.
۵- خبریالان باید په خپلو لیکنو کې ژورنالیستیکي اصول په پام کې ونیسي.
۶- رسنۍ باید په خپلو خپرونو کې توازن په پام کې ونیسي.
۷- هغه موضوعات چې دقیق نه وي او د مسؤلینو له خوا تائید شوي نه وي، د هغې په خپرولو کې دې احتیاط وشي.
۸- هغه مطالب چې د خلکو پر افکارو منفي اغېز لري او یا د خلکو مورال زیانمنوي، د هغې په خپرولو کې دې احتیاط وشي.
۹- رسنۍ باید د خبرونو په خپرولو کې خپله بې طرفي وساتي او هر هغه څه چې ریښتیا وي خپاره کړي.
۱۰- د حکومت د رسنیو مرکز هڅه کوي، چې له رسنیو او خبریالانو سره همکاري وکړي او د راپورونو په چمتو کولو کې اسانتیاوې برابرې کړي او وروسته تر دې به رسنۍ له دغه ریاست سره په همغږۍ خپل تفصیلي راپورونه چمتو کوي.
۱۱- د حکومت د رسنیو په دفتر کې د رسنیو او خبریالانو د اسانتیا په خاطر یو ځانګړی فورم جوړ شوی دی؛ ترڅو د هغې په مرسته راپورونه جوړ شي.
د دغې کړنلارې لومړۍ درې مادې د هېواد د ټوليزو رسنيو له قانون څخه اخيستل شوي؛ خو د هغه موضوعاتو څخه یې تعریف، چې له اسلام سره په ټکر کې دي او د هېواد ملي هویت او ملي شخصیت ته سپکاوى دی لا څرګند نه دی او پر رسنیو او خبریالانو باندې فشار ته زمینه برابرولی شي.
دوهمه کړنلاره
د طالبانو د طلاعاتو او کلتور وزارت په هغه لیک کې چې د ۱۴۰۰ کال د تلې په ۳ مه د دې وزارت د مرستیال ذبیح الله مجاهد په لاسلیک کابل کې یوشمېر تلویزیونونو ته لېږل شوی؛ شپږ مادې لري.پنځه مادې د لومړۍ کړنلارې ښکارندویي کوي او په شپږمه ماده کې ویل شوي دي، چې طالبان اوس په ټول افغانستان کنټرل لري او له دې وروسته باید د «طالبانو ډله» ونه بلل شي او د «افغانستان اسلامي امارت» په نوم یاد شي. په بل عبارت، دا ماده رسنۍ مکلفوي چې طالبان د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت وپیژني. په داسې حال کې چې د نړۍ کوم هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
درېیمه کړنلاره
د طالبانو د حکومت د امر باالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي نن ورځ ( ۱۴۰۰ لړم ۳۰ ) کابل کې د یو خبري کنفرانس پرمهال انځوریزو رسنیو لپاره «نوې کړنلاره» معرفي کړه. دغه کړنلاره چې اته مادې لري تر ډیره د تفریحي خپرونو او پروګرامونو په بندولو متمرکزې دي:
١- هغه فلمونه چې د اسلامي او افغاني شريعت له کلتوري ارزښتونو سره په ټکر کې وي بايد خپاره نه شي
۲- هغه کورني او بهرني فلمونه چې د افغانستان ټولنیزو اخلاقو او کلتوري نورمونو ته زیان رسوي باید خپاره نه شي.
۳- د ساعتيرۍ او يا د شخصیتونو د سپکونې خپرونې بايد نشر نه شي.
۴- د شرعي اصولو او انساني کرامت د نقضوونکو نندارو څخه ډډه کول
۵- د داسې فلمونو او ویډیو ګانو له خپرولو چې د نارینه د بدن ځانګړې برخې له پټولو پرته ښکاره کوي ډډه وشي.
۶- په تلویزیونونو کې د ښځو له خوا د اسلامي حجاب مراعتول
۷- د هغه تمثیلي پروګرامونو نه نشرول چې ترسره کوونکې یې ښځې وي.
۸- د هغو سريالونو (فلمونو) خپرول چې د هغو اداکارانو مخونه په کې ښودل کېږي چې د انبياوو او صحابه کرامو ( د حضرت محمد«ص»)رول لوبوي په مطلق ډول منع دي.
تلویزیونونو لپاره د دې کړنلارو پایلې خورا ډیرې وې.دډیری تلویزیونونه د هندي یا ترکي سریالونو په ګډون بهرني سریالونه دوبله او خپرول او له دې لارې یې د مخاطبینو د پیدا کولو هڅه کوله.دله دې بندیزونو سره تلویزیونونه د خپرونو او محتوا او د سوداګریزو اعلانونو له درکه د عاید له کمښت سره مخ شول، چې د همدې سریالونو د خپرولو پرمهال به په وفقو کې خپرېدل. دا بندیزونه د وخت په تېرېدو سره پراخه شول او تر دې چې ځینو تلویزیونونو د «دیني لارښوونو» په موخه د سریالانو لړۍ خپروله دېته مجبور شول چې د دغه ډول سریالونو خپرول بند کړي.
څلورمه کړنلاره
امر بالمعروف وزارت د ۱۴۰۰ کال د لیندۍ په لومړۍ نېټه یوه کړنلاره خپره کړه، چې په هغې کې یې له خبریالانو وغوښتل د نظر هغه خاوندان چې په طالبانو نیوکه کوي مرکې دې ورسره نه کوي او نه دې خپلو خپرونو ته غواړي. په کال کې د څلورو خصوصي تلویزیونونو طلوع، یک، اریانا او شمشاد رئیسان يې د ۱۴۰۰ کال د لیندۍ په ۲۵ او د مرغومۍ په لومړۍ نېټه اطلاعاتو او کلتور وزارت ته احضار کړل. په دې ناسته کې چې د امر بالمروف او استخباراتو استازو په شتون کې جوړه شوې وه، د دغو رسنیو مسؤلیونو ته د لیندۍ میاشتې د لومړۍ نېټې حکم د جدي تطبیق په موخه خبرداری ورکړ
پنځمه کړنلاره
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستيال ذبيح الله مجاهد د ۱۴۰۱ کال د ثور په ٦مه، رسنيو ته په يوه استولي ليک کې ويلي، چې رسنۍ باید د سوداګریزو اعلانونو له خپرولو مخکې چې سیاسي، امنیتي او ټولنیزه محتوا ولري، د دې وزارت د رسنیو پر څار ریاست سره همغږي وکړي.
شپږمه کړنلاره
د طالبانو حکومت د ۱۴۰۱ کال د سرطان د میاشتې په ۳۰ مه نېټه د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده له خوا د یو نوي فرمان د صادرولو اعلان وکړ، چې له مخې یې د طالبانو د حکومت پر چارواکو نیوکه کول د شریعت خلاف کار دی او باید ترسره نه شي. په دغه فرمان کې راغلي:«د اسلامي لارښوونو له مخې د طالبانو پر چارواکو بې بنسټه تورونه او نیوکې جواز نه لري او هغه کسان چې له دغه حکم څخه سرغړونه کوي، مجازات کېږي.»
پایله

