د افغانستان د خبریالانو مرکز په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ د وضعیت راپور خپور کړ

د افغانستان د خبریالانو مرکز په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ د وضعیت راپور خپور کړ

۲۰۲۵ ډسمبر ۲۷ – ۱۴۰۴ د مرغومې۶مه

کابل – د افغانستان د خبریالانو مرکز د ۲۰۲۵ کال د کلني راپور په خپرولو سره، په روان کال کې د هېواد د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ وضعیت ډېر ترینګلی او محدودوونکی ارزولی دی. دا راپور، چې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د راټولو شویو معلوماتو او د رسنیو له حقونو څخه د سرغړونو د دقیقې ارزونې پر بنسټ چمتو شوی، ښيي چې په افغانستان کې د رسنیو فضا په روان کال کې تر سخت کنټرول او ځپنې لاندې وه.

په دغه راپور کې چې نن شنبه، د ډسمبر په ۲۷مه خپور شو، راغلي دي چې د افغانستان د خبریالانو مرکز په ۲۰۲۵ کال کې د رسنیو او خبریالانو له حقونو څخه د سرغړونې لږ تر لږه ۲۰۵ پېښې ثبت کړې دي، چې پکې د دوو تنو وژل کېدل، درې تنو ټپي کېدل ــ پاکستاني پوځیانو ته منسوب شويو بریدونو کې ــ او د ۳۴ خبریالانو د نیولو په ګډون، ۱۶۶ د ګواښونو پېښې شاملې دي. له نیول شویو خبریالانو څخه پنځه تنه لا هم په زندان کې دي.

د دې راپور پر بنسټ، په تېرو دولسو میاشتو کې د واکمنې ادارې فشارونه د رسنیو پر وړاندې لا ډېر سانسور او خفقان رامنځته کړی دی. د نیول شویو خبریالانو د اجباري اعترافونو خپرول، د لوړپوړو چارواکو په خبري ناستو کې د ښځينه خبریالانو د شتون مخنیوی او یا هم په ژوندیو مطبوعاتي غونډو کې د ښځینه خبریالانو د غږ سانسور، هغه بېلګې دي چې د وېری، اختناق او سخت جنسي تبعیض د دودولو ښکارندویي کوي، چې تر دې وړاندې یې په هېواد کې ساری نه درلود.

د ګواښونو له نورو مهمو مواردو څخه، په ۲۰۲۵ کال کې ۱۷ نورو ولایتونو ته په رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز پراخيدلو ته اشاره کولای شو چې د لږ تر لږه ۲۰ تلویزیونونو د بندېدو لامل شو. د ۲۰۲۴ کال د اګست په میاشت کې د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون د پلي کېدو له پیل راهیسې، د هغو ولایتونو شمېر چې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز په کې په رسمي ډول اعلان شوی، ۲۳ ته ورسېد. سربېره پر دې، په تېرو دولسو میاشتو کې دوه ټلوېزیونونه او دوه راډیوګانې هم د سیاسي او امنیتي لاملونو له امله تړل شوي دي او د ښځينه‌وو لږ پاتې رسنۍ هم د جنسي تبعیض له کبله د تړل کېدو له جدي ګواښ سره مخ دي.

پر هغو خبریالانو سربېره چې پاکستاني نظامیانو ته په منسوب شویو بریدونو کې وژل شوي يا ټپيان شوي دي، د نورو ټولو پېښو عاملین د طالبانو د حکومت بنسټونه او چارواکي وو. دغه شمېر د ۲۰۲۴ کال په پرتله، چې پکې ۱۸۱ پېښې ثبت شوې وې، شاؤخوا ۱۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

ورته مهال، واکمنه اداره د خپلو رسمي او غیررسمي جوړښتونو او دولتي او ملاتړو رسنیو څخه د تبلیغاتي وسیلو په توګه کار اخلي. د دې ترڅنګ د خپلواکو او ازادو رسنیو په ځپلو او معلوماتو ته د لاسرسي په محدودولو سره یې، د «یو غږیز سیاست» او د مخالفو غږونو پرته د یو اړخیزو روایتونو دودولو او خپلواکو رسنیو او خبریالانو د بدنامولو په موخه، ښکاره او پټ جوړښتونونه مدیریت کوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز پر دې باور دی، چې یاد وضعیت په هېواد کې د خبریالانو او رسنیو له بنسټیزو حقونو او ازادیو څخه د سرغړونې په تړاو ژورې اندېښنې راولاړې کړي او په افغانستان کې یې د بیان ازادۍ او د رسنیو د ودې راتلونکی له جدي ګواښونو سره مخامخ کړی دی.

د بشپړ راپور ترلاسه کولو لپاره دې پتې ته سر ورښکاره وکړئ