۱۴۰۴ د سلواغې ۶مه
کابل – د افغانستان د خبریالانو مرکز د واکمنې ادارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د هېواد د رسنیزو او خبریالي بنسټونو د جوازونو لغوه کول، د ټولیزو رسنیو قانون او د رسنیو د ازادۍ د بنسټيزو اصولو خلاف بولي او په کلکه یې غندي. په کابل کې ځینې سرچینې وایي، له درېیو امر پرته – چې پکې دوه نوي جوړ شوي بنسټونه هم شامل دي – د لږ تر لږه ۱۰ رسنیزو او خبریالي بنسټونو جوازونه لغوه شوي دي.
د واکمنې ادارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن په اېکس (پخوانی ټویټر) خپره شوې اعلامیه کې ویلي: «د نهادونو کثرت او د یو نهادونو د مسؤولینو مسلکيتوب د خبریالانو او رسنیو د ستونزو د حل پر ځای هغوی ته لا ډېرې ستونزې زېږولي وې او په نړیواله کچه یې د افغانستان د رسنیزو نهادونو باور ته زیان رسولی دی.»
په اعلامیه کې راغلي، چې یوازې د درېیو رسنیزو بنسټونو جوازونه تمدید شوي او د نورو ټولو بنسټونو جوازونه لغوه شوي دي. د واکمنې د اطلاعاتو او کلتور وزارت زیاته کړې: «یاده پرېکړه به له يوې خوا د خبریالانو او رسنیو د حقونو تأمین سربېره د خبریالانو او رسنیو په نوم د ناوړه ګټې اخيستنې مخه ونیسي.»
د یوه هغه بنسټ مسؤول چې جواز یې لغوه شوی، د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي، چې د ده د جواز د لغوه کېدو موضوع د یوه رسمي لیک له لارې هغه ابلاغ شوې ده. د هغه په وینا، په یاد لیک کې چې د یکشنبې په ورځ، د سلواغی په ۵مه صادر شوی راغلي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپلو اداري او اجرایي صلاحیتونو پر بنسټ د یاد بنسټ هر ډول فعالیت درولی، جواز یې د همدې لیک د صدور له نېټې لغوه بولي او هر ډول فعالیت یې منع اعلانوي.
نوموړي د وزارت د ادعا د ردولو ترڅنګ وویل، چې د دې بنسټ له کار څخه هېڅ ډول ارزونه نه ده شوې او د واکمنې ادارې موخه دا ده چې هر څه تر خپل کنټرول لاندې راولي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز موندنې ښيي، چې دا پرېکړه هغه بنسټونه رانغاړي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه یې په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وړاندې، د جمهوري نظام پر مهال د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي وو او د طالبانو د حکومت لهخوا د لګول شویو محدودیتونو له امله یې ډېرې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د روزنې په برخه کې فعالیت کاوه.
یوې سرچینې وویل، چې د «افغان د خبریالانو د مصؤنیت کمېټې» چې جواز یې د جمهوري حکومت پر مهال صادر شوی او همدارنګه «د افغانستان د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټ» او «افغان مطبوعاتي مرکز» چې تازه جوړ شوي پرته د نورو لږ تر لږه ۱۰ رسنیزو او خبریالي بنسټونو جوازونه لغوه شوي دي.
یادې سرچینې زیاته کړه، چې د هغو څو نورو بنسټونو برخلیک چې د واکمنې ادارې د عدلیې وزارت څخه یې د فعالیت جواز اخیستی، لا هم روښانه نه دی خو د دې احتمال شته، چې پر وړاندې یې اقدام وشي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د واکمنې ادارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د رسنیزو او خبریالي بنسټونو د کاري جوازونو د لغو کولو اقدام، غندي. د افغانستان د خبریالانو مرکز دغه اقدام د واکمنې ادارې له لوري د بیان ازادۍ او رسنیزې ازادۍ د ځپلو ترڅنګ د انحصار او یوغږیز سیاست دوام بولي او د پایلو په تړاو یې خبرداری ورکوي.
واکمنې ادارې، په داسې حال کې چې ازادې او خپلواکې رسنۍ او خبریالان یی په کلکه ځپلي دي، هڅه کوي هر هغه غږ چې د واکمنانو له سیاستونو سره همغږی نه وي، غلی کړي او د پروپاګند او د واکمنې ادارې له روایتونو سره د همغږو کیسو په دودولو سره د هر ډول رسنیزو فعالیتونو پر بهیر څارنه ولري او هغه تر خپل کنټرول لاندې راولي

