1402 لړم 27
کابل- د افغانستان دخبریالانو مرکز د ۱۴۰۲ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ وضعیت په اړه خپل شپږ میاشتنی راپور نن خپور کړ، چې په هېواد کې پر ازادو رسنیو د فشار زیاتوالي، د رسنیو په کاري منځپانګه کې د ژور بدلون او په پراخه کچه د خبریالانو نیول په ګوته کوي.
د افغانستان دخبریالانو مرکز په دغه راپور کې چې د روان کال لومړۍ شپږ میاشتې (۱۴۰۲ وري-وږي) په بر کې نیسي راغلي دي، چې دا مهال نه یوازې په ولایتونو کې؛ بلکې په کابل کې هم د رسنیو عادي کار ځنډنی او ګډوډ شوی دی او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د سختو محدودیتونو له امله د خپلواکو او څېړنیزو راپورونو او یا ننګونکو رسنیزو خپرونو د چمتوکولو او خپرولوو امکان له منځه تللی دی.
په دغه راپور کې ویل شوي چې د رسنیو د محتوا د بدلولو لپاره د طالبانو هڅې په شدت سره دوام لري او رسنۍ اړې شوې دي، چې د انسان دوستۍ، بشري مرستو او یا د ښوونیزو خپرونو منځپانګه د طالبانو په خوښه بدله کړي. په داسې حال کې چې طالبانو په هیواد کې د روان وضعیت په اړه په ټولنیزو رسنیو کې پر خبریالانو د انتقادي نظر څرګندونو بندیز لا هم پر خپل ځای دی.
په راپور کې یادونه شوې ده، سره له دې چې د رسنیو قانو او اطلاعاتو ته د لارسي قانون د طالبانو له لوري په ضمني ډول تائید شوی دی او طالبان په دې قوانینو کې د «لږ بدلون» او کندهار ته یې د طالبانو د رهبرۍ له لورې د توشیح لپاره له استولو خبر ورکړی دی، مګر کړنې یې د هغه کړنلارو پر اساس وې، چې د تېرو دوه کلونو پرمهال یې صادرې کړې وې.
د افغانستان د خبریالانو مرکز وروستۍ څېړنه ښيي چې په دې موده کې د رسنیو په تړاو لږ تر لږه 13 کړنلارې صادر شوي، چې منځپانګه یې د هېواد د رسنیو په قوانینو کې د طالبانو له خوا د وړاندیز شویو تعدیلاتو په نسبت خورا زیاته ده
اور سنیو او خبریالانو سره د همدې کړنلارو پر بنسټ چلند کېږي.
د افغانستان دخبریالانو مرکز د روان لمریز کال په لومړیو شپږ میاشتو کې لږ تر لږه د خبریالانو او رسنیو له ازادۍ د ماتونې 75 پېښې ثبت کړي دي، چې 33 پېښې د بندي کولو او 42 پکې د ګواښو پېښې شاملي دي.تقریبا د بندي کولو زیاتره پېښې د استخباراتو ریاست لوري ترسره شوې دي او د خبریالانو او رسنیو د ګواښونې پېښو کې بېلابېلې ادارې په ځانګړې توګه استخبارات، اطلاعاتو کلتور او امر بالمعروف لاس درلود.
له دې سره سره د افغانستان خبریالانو مرکز ټینګار کوي، چې پر ازادو رسنیو او خبریالانو لګول شوي محدودیتونه او د هغوی له قانوني حقونو څخه سرغړونې نه یوازې دا چې پایله نه ورکوي؛ بلکې پر پوهاوي او د هیواد پرمختګ باندې ډیرې منفي اغېز لري.د افغانستان خبریالانو مرکز له طالبانو غواړي چې په خپله رسنیزه پالیسي له سره غور وکړي، پر خبریالانو او رسنیو د غیر عادلانه او غیر قانوني غوښتنو له لګولو ډډه وکړي او له وېرې او له ځان سانسورونې پرته د کار کولو چاپېریال برابر کړي.

