افغاني اصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي په کال کې د ۲۸۴ ورځو بند وروسته خوشې شو

انځور د مرتضی بهبودي د میرمنې الکساندرا مستواجا له ایکس پاڼې څخه

۱۴۰۲ تلې ۲۶

کابل- په کابل کې بندي افغاني اصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي له ۲۸۴ ورځو بند وروسته خوشې شو. د افغانستان دخبریالانو مرکز د دې خبریال له خوشې کولو څخه په هرکلي، په دې باور دی چې د بهبودي نیول د هیواد د ټولیزو رسنیو د قانون خلاف کار دی او باید له پېل څخه د هغه ازادي نه وای اخیستل شوې.

د مرتضی بهبودي میرمنې الکساندرا مستواجا د تلې میاشتې په ۲۶ مه نېټه د پنجشنبې په شپه شاوخوا ۸ بجې په خپله«ایکس» (پخواني ټویټر) پاڼه د خپل خاوند مرتضی بهبودي له خوشې کېدو خبر ورکړ.هغې لیکلي دي:«د مرتضی په خوشې کولو رڼا زما نړۍ ته بیا راستنه شوه او[زموږ] ژوند به بیا پېل شي.»اغلې مستواجا هیله څرګنده کړې هغه شرایط چې هغې تېر کړي دي، بل هیڅ کس یې تجربه نه کړي.

تر اوسه د هغه د خوشې کېدو احتمالي شرایط، روغتیا یي حالت او یا دا چې هغه فرانسې ته ستون شوی کنه څرګند نه دي او اغلې مستواجا هم په دې برخه کې ډیر معلومات نه دي ورکړي.

مرتضی بهبودي، چې له یو شمېر فرانسوي رسنیو سره د خبري عکاس او خبریال په توګه د کار کولو مخینه لري، د تېر کال د جدي په ۱۵ له فرانسې افغانستان ته د خبریالۍ اړوند کارونو او راپورو جوړولو په موخه سفر وکړ او دوه ورځې وروسته هغه وخت چې غوښتل یې په کابل کې د «اسلامي امارت» څخه د کار کولو اجواز ترلاسه کړي د استخباراتو له لوري د جاسوسۍ په تور ونیول شو.

د افغانستان دخبریالانو مرکز د مرتضی بهبودي خوشې کېدو هرکلی کوي، د دغه خبریال نیول او په ۲۸۴ ورځو لپاره بند ته اچول د هېواد د ډله ییزو رسنیو قانون خلاف عمل بولي او باید له پېل څخه د هغه ازادي نه وای اخیستل شوې. د هېواد د ټوليزو رسنيو د قانون له مخې، خبريالان او رسنۍ د خپلو مسلکي کارونو په ترسره کولو کې خپلواک دي او بايد په خپلو کارونو کې له ګواښ او خنډ سره مخ نه شي.