۱۴۰۲ لیندۍ ۲۱
کندهار- په کندهار ولایت کې د تمدن تلویزیون خبریال عبدالرحیم محمدي د دې ولایت د استخباراتو له لورې نیول شوی دی. سرچینې وایي چې دا سیمه ییز خبریال ۹ ورځې مخکې د اسخباراتو ادارې ته غوښتل شوی و او له هغې راهیسې یې د برخلیک په اړه معلومات نشته. د افغانستان دخبریالانو مرکز د محمدي د نیول کېدو په اړه د اندېښنې په شریکولو سره، په سمدستي توګه د دې خبریال د بې قید-شرطه خوشې کېدو غوښتنه کوي.
په کابل او کندهار کې سرچینو د افغانستان دخبریالانو مرکز ته وویل چې عبدالرحیم محمدي د لیندي ۱۳ د دوشنې به ورځ د کندهار استخباراتو ریاست ته احضار او ونیول شو.
تر اوسه سیمه ییزې ادرې او یا د استخباراتو ریاست د دې خبریال د وضعیت او د نیولو لامل او د دې خبریال څخه د تحقیق په اړه نظر نه دی ورکړی.په ورته وخت کې د عبدالرحیم محمدي کورنۍ هم په دې اړه خبرو ته حاضره نه شوه.
د افغانستان دخبریالانو مرکز د عبدالرحیم محمدي د نیول کېدو په اړه د خپلې ژورې اندېښنې په څرګندولو سره او د ۹ ورځو له تېرېدو وروسته د دې خبریال د وضعیت او نا معلوم برخلیک، په کندهار کې له ځایي مسؤلینو غواړي چې ژر تر ژره دې دا خبریال له کوم شرط پرته خوشې کړي. په ورته وخت کې د افغانستان دخبریالانو مرکز له سیمه ییزې ادارې غواړي، چې له دې خبریال څخه هر ډول شکایت د ټولیزو رسنیو د قانون پربنسټ او د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو د څېړلو کمېسیون له ادرسه تعقیب کړي.
دا خبریال چې د کندهار ولایت اوسیدونکی دی د ۱۳۹۸ کال راهیسې په دې ولایت کې د تمدن تلویزیون د سیمه خبریال په توګه کار کوي.
تمدن خصوصي تلویزیون په ۱۳۸۵ لمریز لېږدیز کال کې د آیتالله محمد آصف محسني له خوا په کابل کې جوړ شو.
د تېر کال په دلوې میاشت د طالبانو یو شمېر امنیتي کسان د تمدن تلویزیون دفتر ته په داخلېدو، یو شمېر کار کوونکو ته سپکاوی وکړ او د سپکاوي ترڅنګ یې د دې رسنۍ دوه موټرې له ځان سره یوړې.تر دې وړاندې، د وري په میاشت کې د استخباراتو ادارې دې رسنۍ ته چې دیني او مذهبي خپرونې او د اسلامي منځپانګې لرونکي فلمونه او سریالونه یې خپرول امر وکړ، چې د هر ډول فلم او سریال له خپرولو ډډه وکړي.

