د خبریالانو مرکز د طلوع نیوز خبریال روح الله سنګر د ژر تر ژره او بې قید شرطه خوشې کېدو غوښتونکی شو

د خبریالانو مرکز د طلوع نیوز خبریال روح الله سنګر د ژر تر ژره او بې قید شرطه خوشې کېدو غوښتونکی شو

۱۴۰۲ لیندۍ ۲۷

کابل- پروان ولایت کې د طلوع نیوز خبریال روح الله سنګر د دې ولایت د استخباراتو ریاست له لورې نیول شوی دی. دافغانستان دخبریالانو مرکز د سنګر په نیونې د اندېښنې ترڅنګ، له کوم شرط پرته د دې خبریال د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کوي.

په پروان او کابل کې سرچینو د افغانستان دخبریالانو مرکز ته ویلي دي، چې روح الله سنګر د لیندۍ په ۲۶ د یکشنبې په ورځ چاریکار ښار کې د راپور جوړولو پر وخت نیول شوی دی.

تر اوسه د پروان ولایت سیمه ییزې ادارې او یا استخباراتو ریاست د دې خبریال د حالت او د بندي کولو لامل په اړه نظر نه دی ورکړی.

د افغانستان دخبریالانو مرکز د روح الله سنګر د زنداني کولو او د دې خبریال د حالت او نا معلوم برخلیک په اړه د خپلې ژورې اندېښنې د ښکاره کولو ترڅنګ ژر تر ژره د دې خبریال د خوشې کېدو غوښتنه کوي. په ورته وخت کې د افغانستان خبریالانو مرکز له سیمه ییزې ادارې غواړي، چې له دې خبریال څخه هر ډول شکایت د ټولیزو رسنیو د قانون پربنسټ او د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو د څېړلو کمېسیون له ادرسه تعقیب کړي.

اوس مهال لږ تر لږه دوه نور خبریالان بندیان دي. په کندهار ولایت کې د تمدن تلویزیون خبریال عبدالرحیم محمدي د لیندۍ په ۱۳ د دې ولایت استخباراتو ریاست ته احضار او ونیول شو. په ورته وخت کې په دایکندي ولایت کې د نسیم خصوصي راډیو مسؤل مدیر سلطان علي جوادي د روان کال د تلې میاشتې په ۵ او ۱۵ مه نېټه له دوه ځل بندي کولو او ۱۷ ورځو بند تېرولو وروسته د لیندۍ میاشتې په ۲۰ مه د دې ولایت د ابتدایه محکمې له لورې په یو کال بند محکوم شو.

د افغانستان دخبریالانو مرکز د روان لمریز کال په لومړیو شپږ میاشتو کې لږ تر لږه د خبریالانو او رسنیو د ازادۍ د ماتونې 75 پېښې ثبت کړي دي، چې 33 پېښې د بندي کولو او 42 پکې د ګواښونې پېښې شاملي دي. تقریبا د بندي کولو زیاتره پېښې د استخباراتو ریاست له لوري ترسره شوې دي او د خبریالانو او رسنیو د ګواښونې پېښو کې بېلابېلې ادارې په ځانګړې توګه استخبارات، اطلاعاتو کلتور او امر بالمعروف لاس درلود.