۱۴۰۴ د غویي ۸
کابل، فیروزکوه، مزار شریف، خوست، بروکسل – د افغانستان د خبریالانو مرکز د «د افغانستان د کال خبریال» کلنۍ جایزې د دولسم پړاو ګټونکي اعلان کړل. د دې کلنۍ سیالۍ د غوراوي پلاوي د پرېکړې له مخې، په دې پړاو کې د غور ولایت د سرحد راډیو څخه د نسرین سیدی، د پژواک خبري اژانس څخه د خوست ولایت خبریال محمد يوسف منګل، د تمدن تلویزیون څخه د بلخ ولایت خبریال عزیزالله وحدت، د افغانستان انټرنشنل تلویزیون څخه د رامین مظهر او کابل کې د آزاد خبریال احسانالله کریمي په ګډون پنځه خبریالانو تر ټولو زیاتې رایې ترلاسه کړي او د ګټونکو په توګه پېژندل شوي دي.
د جایزو د ورکولو مراسم نن دوشنبه، د غویي په ۸مه، د بروکسل پر وخت له ۱۵:۰۰ څخه تر ۱۶:۳۰ او د کابل پر وخت له ۱۷:۳۰ څخه تر ۱۹:۰۰ پورې، د یو شمېر خبریالانو، د رسنیو استازو او د خبریالانو د ملاتړ نړیوالو بنسټونو د استازو په ګډون د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې ترسره شول. په دې پروګرام کې د افغانستان او نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه لسګونو خبریالانو او د بیان آزادۍ د ملاتړو بنسټونو استازو په انلاين بڼه ګډون کړی وو.
د افغانستان د خبریالانو مرکز اجرائیه رئیس په خپله وینا کې وویل چې پخوا دا جایزه د خبریال ملي ورځې (د کب ۲۷مې) سره هم مهاله ورکول کېده، خو دا چې یاده ورځ د روژې مبارکې میاشتې په اوږدو کې وه، دا مراسم وځنډېدل. نوموړي زیاته کړه چې په ۱۴۰۳ کال کې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه د ۵۰ څخه د ډېرو ځایي رسنیو خبریالانو او همداراز د افغانستان لپاره د ځانګړې شویو نړیوالو رسنیو خبریالانو په دې سیالۍ کې برخه اخیستې وه. قریشي د ځایي خبریالانو فعال حضور ته په اشارې یاده سیالۍ یوه هیله بښونکی نښه وبلله او روښانه یې کړه چې د حاکم نظام له خوا د شدیدو محدودیتونو له امله، د حکومتولۍ او بشري حقونو په څېر حیاتي موضوعاتو کې پر خبریالانو د څېړنېزو راپورونو د چمتو کولو او خپرولو په برخه کې محدودیتونه وضع شوي یا هم اصلا اجازه نه ورکول کېږي.
د دولسم پړاو جایزې د غوراوي پلاوي استازې سمیه وليزاده، په خپلو خبرو کې وویل چې د غوراوي پلاوي د ارزونې له مخې، د اقتصادي ستونزو له امله له ښوونځي څخه بې برخې ماشومانو په اړه چې واده کولو ته اړ شوي، د غور ولایت سرحد راډیو څخه د نسرین سیدي راپور، په خوست ولایت کې د یوه ځوان لخوا د زده کړو څخه بې برخې هلکانو او نجونو ته د وړیا زده کړو په اړه، د پژواک خبري آژانس خبریال محمد یوسف منګل راپور، د بلخ ولایت البرز ولسوالۍ کې د اقلیمي بدلونونو او د اوبو د کمښت ستونزې په اړه د عزیزالله وحدت راپور، په هېواد کې د ښځو د وضعیت په اړه د رامین مظهر راپور او د قندهار-کابل پر لویه لاره د ترافیکي پېښو په اړه د احسان الله کريمي راپور تر ټولو لوړې نمرې ترلاسه کړې او په ګډه د ۱۴۰۳ کال د کال خبریال جایزې ګټونکي وپېژندل شول.
په مراسمو کې، د ګټونکو سربېره، په بلجیم کې د افغانستان سفیر نظیف الله سالارزي، د بریتانیا شارژدافیر او د نړیوالو رسنیو د آزادۍ د ائتلاف له بنسټګرو څخه رابرت چترتون دیکسن، د نړیوالو خبریالانو فدراسیون د عدالت غوښتنې د اړیکو د برخې رئیسې پاملا مونيریر او د قانون او دموکراسۍ د بنسټ مشر توبیمندل هم په خپلو خبرو کې د بیان آزادۍ پر ارزښت او په افغانستان کې د آزادو رسنیو پر ونډې ټینګار کړ.
د پروګرام په یوې بله برخه کې، د فراه ولایت د نوای زن راډیو مسؤول مدیرې حمیرا محمدي، د جوزجان د شجاع راډیو مسؤول مدیر عبدالمصور شجاع او د آمو تلویزیون مسؤول مدیر لطفالله نجفيزاده د رسنیو پر وړاندې ننګونو، کاري ستونزو او په هېواد کې د رسنیو د وضعیت ښه والي پر لارو چارو خبرې وکړې.
د «د افغانستان د کال خبریال» جایزې بنسټ په ۱۳۹۲ کال کې کېښودل شو او تر دې دمه د بېلابېلو رسنیو لکه: بیبیسی، آریانا نیوز، هشت صبح ورځپاڼې، اطلاعات روز، طلوع نیوز، فرانسې خبري آژانس، پژواک خبري اژانس، پیک څېړنیز مرکز، افغانستان انټرنشنل تلویزیون، کلید راډیو او رخشانه مجلې څخه ۲۲ خبریالان د دې معتبرې جایزې پر ګټلو بریالي شوي، چې له ډلې یې شپږ تنه ښځینه خبریالانې دي.

