
۳۰ ډیسمبر ۲۰۲۲- ۱۰ جدی ۱۴۰۱
کابل- د دې راپور پر اساس په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د خپلواکۍ وضعیت نازک ښودل شوی او خبریالانو سره د تاوتریخوالي پېښو او ګواښ بې سارې ډېریدل او د خپلواکو رسنیو مسلکي فعالیت له جدي محدودیت سره مخ شوی دی.
د دې راپور موندنې ښیي چې د افغانستان د رسنیو ټولنې خپلواکي، چې په وروستیو دوه لسیزو او د «اسلامي امارت» له دویم ځل واک ته رسیدو وړاندې لاسته راغلې وه، په ډیر سرعت سره د له منځه تللو په حال کې ده.
په دې راپور کې راغلي دي چې د افغانستان خبریالانو مرکز په ۲۰۲۲ کال کې د خبریالانو او رسنیو د حقونو د نقض لږ تر لږه ۲۶۰ پېښې چې ګواښ، نیونه او له تاوتریخوالي ډک چلند پکې شامل دی، ثبت کړې دي چې د ۲۰۲۱ کال سره په پرتله ۱۳۸ فیصد زیاتې شوې دي.
د دې راپور موندنې ښیي چې له څو مواردو پرته، ټولې پېښې د «اسلامي امارت» پورې اړوند چارواکو یا ادارو په ځانګړې توګه امنیتي یا استخباراتي ادارو له لورې ترسره شوې دي.
په ۲۰۲۱ کال کې چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د هیلو او د جګړې د دوام تر منځ شاوخوا اته میاشتې تېرې شوې، لږ تر لږه ۱۰۱ پېښې چې ډېری یې د خبریالانو نیول او ګواښل دي او ۸ خبریالان او د رسنیو کارکوونکو ته مرګ ژوبلې پیښې د افغانستان د خبریالانو په مرکز کې ثبت شوي دي.
په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان خبریالانو مرکز له لورې ثبت شویو ۱۱۹ پېښو کې د موقتې نیونې له یوساعت نیولې تر څو ساعتو او ورځو او میاشتو مودې پورې دي چې زیاتره یې د فزیکي او رواني فشار او سپکاوي چلند سره مل وې.
د خبریالانو د نیونې شاوخوا نیمایي(۵۸ پېښې) په کابل، ۱۱ په کندهار، ۱۱ په پکتیا، ۷ په غزني، ۶ په فاریاب، په هرات، سمنګان او بامیان ولایتونو کې ۳ پېښې، په ارزګان، لوګر او غور ولایتونو کې یوه، پېښه، کاپیسا، بلخ، تخار، ننګرهار، خوست، هلمند، زابل، فراه او بادغیس ولایتونو کې د نیونې یوه یوه پېښه ثبت شوې ده.
په نیول شویو خبریالانو کې د ۲۰۲۲ کال د مارچ له ۱۷ نیټې راهیسې په هرات کې د نوروز راډیو پخوانی ویاند خالد قادري، د اګست له ۱۷ نیټې راهیسې د ازاد خبریال فیض الله فیض بخش او په خوست کې د زرغون تلویزیون خبریال قدرت الله ترار په ګډون لږ تر لږه درې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي شامل دي چې د ٢٠٢٢ نومبر ١١ څخه تر اوسه په بند کې دی. خالد قادري په ټولنیزو شبکو کې د «اسلامي امارت» په اړه د انتقادي نظریاتو د خپرولو په خاطر د هرات د محکمې له خوا په یو کال بند محکوم شو.
فیض بخش په کابل کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري د «وژنې» د صحنې د فلم جوړولو پر مهال، او ترار د هغه د ژورنالیستیکي کار او په ټولنیزو شبکو کې د انتقادي پوسټونو له امله ونیول شو.
د افغانستان دخبریالانو مرکز په تیرو ۱۲ میاشتو کې د خبریالانو او رسنیو د ګواښ ۱۲۸ پېښې ثبت کړې دي، چې د هغوی د ویرولو او د «اسلامي امارت» د حکمونو د عملي کولو په برخه کې ترسره شوي دي. د دې پېښو نیمایي(۵۰ پېښې) په کابل، ۹ په ننګرهار، ۸ په فاریاب او د بادغیس، فراه، غور، سمنګان او بلخ ولایتونو کې څلور څلور پېښې، د کندز، سرپل، پنچشیر، هلمند او هرات ولایتونو کې دوه دوه پېښې او د تخار، کونړ، پکتیکا، خوست او زابل ولایتونو کې یوه یوه پېښه ثبت شوې ده.
همدارنګه په ۲۰۲۲ کال کې لږ ترلږه د فزیکي تاوتریخوالي ۱۱ بیلابېلې پېښې شوې دي، چې له دې یې ۴ پېښې په کابل،۲ په بادغیس او په بلخ، سمنګان، تخار، ننګرهار او زابل ولایتونو کې یوه یوه پېښه ثبت شوې ده. په دې موده کې په کابل کې د دوه خبریالانو د ټپي کیدلو پېښې هم ثبت شوې دي.
په ۲۰۲۱ کال کې یو مثبت بدلون دا و چې له نیکمرغه هیڅ خبریال او رسنیز کار کوونکی په هدفي برید کې نه دی وژل شوی. په دې کال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لورې د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د کمیسیون د بیا احیا او د خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب تر سرلیک لاندې اطلاعاتو ته د لاسرسي د خپلواک کمیسیون د کار د پیل په ګډون هڅې وشوې، خو تر دې دمه یې کومه مثبته نتیجه نه ده لرلې.
واک ته د «اسلامي امارت» له رسېدو (۲۰۲۱ اګست ۱۵مه) او د جمهوري نظام له سقوط وروسته د افغانستان رسنیو ټولنه د کیمیت او کیفیت په دوه برخو کې د لوی بدلون شاهده وه.
د افغانستان دخبریالانو مزکر څېړنې ښیي چې واک ته د «اسلامي امارت» له رسېدو وروسته له نیمایي ډیرو ۶۰۰ (غږیزو،انځوریزو،چاپي) فعاله رسنۍ تړل شوې دي او سلګونه خبریالانو او رسنیزو کار کوونکو هیواد پریښې دی، ښځې څڼډې ته شوې دي، د اسلامي امارت له لورې د محدودیتونو له وجې خپلواکې رسنۍ او د بیان ازادي په بشپړه توګه له منځه تللو لوري ته روانه ده.
د افغانستان دخبریالانو مرکز موندنې ښیي چې امنیتي ادارې، په ځانګړې توګه استخبارات او همدارنګه امربالمعروف وزارت په مستقیم او غیر مستقیم ډول د خبریالانو نیونه، ګواښل او ډارول-د رسنیو خپلواکي او د بیان ازادي ځپلو بهیر پر مخ وړي.
اوس مهال نه یوازې په ولایتونو کې، بلکې په کابل کې هم اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د سختو بندیزونو او د زندان او شکنجو د ګواښ او وېرې له امله د ازادو او څېړنیزو راپورونو او یا هم د رسنیزو ننګونکو خپرونو د چمتو کولو او خپرولو امکان ډېر کم دی او سانسور اوج ته رسیدلی دی.
د افغانستان دخبریالانو مرکز د هیواد پرمختګ کې د خبریالانو او خپلواکو رسنیو مستقل رول په نظر کې نیولو سره د «اسلامي امارت» له چارواکو غواړي چې د رسنیو قانون او معلوماتو ته د لاسرسي قانون په پلي کولو د خپلواکو رسنیو فعالیت ته زمینه برابره کړی او له هغې دې ملاتړ وکړي.

