۱۴۰۴ د غیرګولي ۷
غزني – په غزني کې د «خوشحال» رادیو مسؤول مدیر سلیمان راحل د دې ولایت ابتدائیه محکمې له لوري په درې میاشتې بند محکوم شو. د افغانستان د خبریالانو مرکز دغه پرېکړه ناعادلانه بولي او غندي یې.
یوې ځایي سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي چې د غزني ښار ابتدائیه محکمې په یوه غیرعلني غونډه کې چې د غبرګولي په لومړۍ نېټه ترسره شوې ده، سلیمان راحل د امارت [طالبانو حکومت] پر ضد د تبلیغاتو په تور په درې میاشتې بند محکوم کړ. د سرچینې په وینا، په دې حکم کې د هغه د تېر شوي بند موده هم شامله ده.
په غزني کې یوې بلې سرچینی، چې موضوع له نږدې څارلې ده وویل، استخباراتو له راحل څخه شکایت کړی و او همدې ادارې د ادعا پر بنسټ د محکمې دا پرېکړه صادر شوې ده. سرچینه زیاتوي چې استخباراتو راحل د روان کال د غویي میاشتې په ۱۵مه نېټه پر فیسبوک پاڼې د ځینو پوستونو له امله نیولی و، چې پکې یې د خلکو د اقتصادي ستونزو او فقر په اړه څرګندونې کړې وې. د هغه په وینا، د غزني ولایت استخبارات د خلکو د ستونزو انعکاس د عامه ذهنیتونو د پارونې هڅه او د طالبانو د حکومت پر ضد تبلیغات بولي.
تر اوسه د واکمنې ادارې چارواکو په ځانګړې توګه د غزني استخباراتو ریاست په دې اړه څه نه دي ویلي.
د تېر کال د تلې په میاشت کې د «خوشحال» راډیو پخوانی مسؤول مدیر حکمت آرین هم، د طالبانو واک ته له بېرته راستنېدو مخکې د دوی د نظامي عملیاتو په اړه د یوه مطلب د خپرولو له امله د غزني د ابتداییه محکمې له لوري په یوه میاشت بند محکوم شوی و.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د خوشحال راډیو مسؤول مدیر سلیمان راحل لپاره د درې میاشتني بند پرېکړه چې د استخباراتو د مستقیم فشار او مداخلې له امله ترسره شوې ده ناعادلانه او غیر شفافه بولي. د افغانستان د خبریالانو مرکز یاده پرېکړه د بیان د آزادۍ د ځپلو د سیاست لا پراخېدو یوه نښه ګڼي او خبرداری ورکوي چې دا به د خبریالانو پر کار چې په تېرو درېو کلونو کې له سختو محدودیتونو سره مخامخ وو ناوړه اغيزې ولري.
د افغانستان د خبریالانو مرکز له واکمنې ادارې غواړي چې د بیان ازادۍ او خبریالانو مسلکي کار ته درناوی وکړي او د بندي خبریالان د خوشې کولو او ورباندې لګېدلي محدودیتونه د لرې کولو ترڅنګ اجازه ورکړي، څو خبریالان او رسنۍ وکولای له خپلو اساسي حقونه څخه په ازاده توګه او د سزا له وېرې پرته ګټه واخلي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د رسنیو د ازادۍ څارونکي د معلوماتو له مخې اوس مهال د راحل سربېره لږ تر لږه ۱۳ نور خبریالان یا د رسنیو کارکوونکي هم بندي دي او یا د بند موده تېروي.

