له ښي خوا: نصرتالله ابراهیمی، منیر هدف او اسدالله تیمور
۱۴۰۴ د غبرګولي ۲۹
تالقان، تخار – د واکمنې ادارې د تخار ولایت ابتدائیه محکمې د هغو دریو سیمهییزو خبریالانو د برائت حکم صادر کړ، چې د جلا وطنه رسنیو سره د همکارۍ په تور څه باندې يوه میاشت په بند کې وو.
یوې سیمهییزې سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې د تخار ولایت مرکز د تالقان ښار د ابتدائیه ښاري محکمې د غبرګولي په ۲۸مه د چهارشنبې په ورځ د نصرتالله ابراهیمي، منیر هدف او اسدالله تیمور د دوسیې په تړاو چې « د افغانستان انټرنشنل تلویزیون ته د راپور ورکونې په تور نیول شوي وو» په یوه علني محکمه کې، چې د یادو خبریالانو، خپلوانو یې او وکیلانو په شتون کې جوړه شوې وه، قاضي د دوی د برائت او بشپړې ازادۍ حکم په داسې حال کې چې دوی په ضمانت ازاد شوي وو، صادر کړ.
دوه خپلواک خبریالان منیر هدف او اسدالله تیمور د غویي په ۱۵مه او د آریانا نیوز خبریال نصرتالله ابراهیمي د غویي په ۱۶مه د تخار ولایت په تالقان ښار کې د یوې جلا وطنه رسنۍ سره د همکارۍ په تور د حاکم نظام د امنیې قوماندانۍ له خوا نیول شوي وو.
یوه سیمهییز خبریال چې قضیه یې له نږدې تعقیب کړې وویل، یاد درې خبریالان شاؤخوا درې اونۍ د امنیې قوماندانۍ سره بنديان وو، بیا د لا نورو پلټنو لپاره د تخار ولایت د استخباراتو ریاست ته انتقال کړل شول او هلته یې هم شاؤخوا ۱۵ ورځې تېرې کړې او وروسته بیا د غبرګولي په ۱۴مه د اختر په مناسبت د ځینو پېژندل شویو کسانو په ضمانت مشروط ډول خوشې شول.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د دغو خبریالانو د برائت حکم هرکلی کوي او ټینګار کوي چې د یادو خبریالانو نیول له هماغه پیل څخه غیرقانوني وو او باید هېڅکله د هغوی اساسي ازادي سلب شوې نه وای، د افغانستان د خبریالانو مرکز له واکمنې ادارې غواړي چې نور بندي خبریالان هم ژر تر ژره او له کوم قید او شرط پرته خوشې کړي او اجازه ورکړي څو خبریالانو د ټولنیزو رسنیو قانون سره سم له خپلو اساسي حقونو څخه برخمن شي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز روښانوي چې د ټولنیزو رسنیو قانون سره سم، چې د واکمنې ادارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت یې هم د پلي کولو وړ بولي، خبریالان په خپلو مسلکي فعاليتونو کې ازاد دي او مسؤولین مکلف دي څو د محدویت او ګواښ رامنځته کولو پرته له هغوی څخه ملاتړ وکړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د رسنیو د ازادۍ څارونکي د معلوماتو له مخې، اوس مهال لږ تر لږه ۱۱ خبریالان او یا د رسنیو کارکوونکي لا هم په بند کې دي او د خپل بند موده تېروي.

