د خبریالانو پر وړاندې د جزا څخه د معافیت د پای ته رسولو نړیواله ورځ؛ په افغانستان کې د ډيری قرباني خبریالانو لپاره عدالت نه دی تامين شوی

۱۴۰۱ لړم ۱۱مه

کابل- په افغانستان کې په تېرو دوه لسیزو کې لږ تر لږه ۱۲۷ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د جګړو او یا هم د پلان شویو جرمونو په پایله کې وژل شوي دي؛ خو د خبریالانو پر وړاندې د ترسره شویو جرمونو له سزا څخه د معافیت کلتور له امله د زیاتره دا ډول جرمونو په برخه کې عدالت نه دی پلی شوی.

نن د ۲۰۲۲ کال د نومبر ۲مه چې د ۱۴۰۱ کال د لړم ۱۱ مې سره سمون خوري د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو له سزا څخه د معافیت د پای ته رسولو نړیواله ورځ ده. په تیر(۲۰۲۱) میلادي کال کې لږ تر لږه اته خبریالان او رسنیز کار کوونکي چې پنځه یې ښځې وې په وسله والو هدفي یا ځانمرګو بریدونو او چاودنو کې وژل شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د معلوماتو پر بنسټ له ۲۰۰۱ میلادي کال (۱۳۸۰ ل.ل) تر اوسه پورې لږ تر لږه ۱۲۷ خبریالان او رسنیز کار کوونکي چې ۲۰ یې ښځې وې په هیواد کې وژل شوې دي.د افغانستان خبریالانو مرکز څېړنې څرګندوي چې له سزا څخه د معافیت کلتور شتون، د دې لامل شوی، چې  له ۹۰ سلنې څخه د ډیرو پېښو په برخه کې قانون او عدالت پلی نه شي.

سربیره پر دې د افغانسان خبریالانو مرکز د وروستي راپور پر بنسټ، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ ۱۵ مې څخه تر ۲۰۲۲ اګسټ ۱۵ مې پورې چې د (۱۴۰۰ زمري ۲۴ مې تر ۱۴۰۱ زمري ۲۴ مې سره سمون خوري) د خبریالانو او رسنيو پر وړاندې پېښې څېړلې دي، لږتر لږه په تېر یو کال د « اسلامي امارت» د حکومت په موده کې ۲۴۵ پېښې، چې نیونه، فزیکي تاوتریخوالی، ګواښ، ډارول، ټپي کول او تر دې چې د خبریالانو د وژلو پېښې هم پکې شوې دي. د افغانستان خبریالانو مرکز موندنې ښیي چې په دې موده کې د رسنیو دوه کار کوونکي ( د ۱۲۷ قربانیانو نوملړ کې شامل دي) په هیواد کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دغه راپور موندنې ښيي چې د امارت د واکمنۍ په یوه کال کې له یو څخه تر څو ساعتونو یا څو ورځو او میاشتو پورې له تاوتریخوالي او ګواښونو سره د موقتي نیونې لږ تر لږه ۱۳۰ قضیې ثبت شوي دي. په نیول شویو خبریالانو کې په هرات کې د نوروز راډیو پخوانی ویاند خالد قادري د هرات د محکمې له خوا په ټولنیزو شبکو کې د «اسلامي امارت» په اړه د انتقادي نظریاتو د خپرولو په تور په یو کال بند محکوم شوی او د ۱۴۰۰ کال د کب تر ۲۶ لاهم بندي دی.

د افغانستان خبریالانو مرکز چې په تیر (اسلامي جهوري) حکومت په وخت کې د خبریالانو پر وړاندې د ترسره شوو جرمونو د سزا څخه د معافیت او د خبریالانو پر وړاندې د ترسره شوې هرې پېښې په اړه د عدالت غوښتنه کوله او د «اسلامي امارت» له حکومت څخه هم غواړي چې له خبریالانو څخه د ملاتړ په اړه په خپله ژمنه عمل  وکړي او د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو سزا معافیت دې پای ته ورسوي.

د افغانستان خبریالانو مرکز په دې باور دی چې په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د ترسره شویو جرمونو له سزا څخه د معافیت کلتور حاکمیت او همدارنګه د هیواد خپلواکو رسنیو پر وړاندې ورځ په ورځ د ګواښ او فشار ډېرېدل به د هیواد او ټولنې پرمختګ لپاره ناوړه پایلې ولري.