د ۲۰۲۴ کال د رسنیو د ازادۍ لپاره د کاناډا او بریتانیا ګډه جایزه افغان خبریالانو او د رسنیو خپلواکو بنسټونو ته ورکړل شوه

د ۲۰۲۴ کال د رسنیو د ازادۍ لپاره د کاناډا او بریتانیا ګډه جایزه افغان خبریالانو او د رسنیو خپلواکو بنسټونو ته ورکړل شوه

د ۱۴۰۳ د تلې ۷ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۴

نیویارک، امریکا- د ۲۰۲۴ کال د رسنیو د ازادۍ لپاره د کاناډا او برتانیې ګډه جایزه په نیویارک کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، افغان خبریالانو او د رسنیو خپلواکو بنسټونو ته ورکړل شوه.

د افغانستان د ازادو خبريالانو په استازیتوب د امو تلویزیون اجرایوي رییس لطف الله نجفي زاده، دغه جایزه تېره شپه (د زمري ۶ مه) د امریکا په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو د عمومي ناستې په څنډه کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ترلاسه کړه.

په دې مراسمو کې د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې ملانې جولي، د بریتانیا د‌ اعیان مجلس مرستيال، لرد‌ کالینز آو هایبري، د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، یان لیپاوفسکي، د کاستاریکا د بهرنیو چارو وزير، ارنلودو اندره، د نوبل جایزې ګټونکې، ماریا رسا او د خبریالانو د خوندیتوب د نړیوالې کمېټې مشر جودي ګینزبرګ په ګډون د بېلا بېلو هېوادونو یو شمېر چارواکو او نړیوالو شخصیتونو ګډون کړی وو.

د کاناډا او برتانیې د بهرنیو چارو وزارتونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې دا جایزه د ازادې او خپلواکې خبریالۍ د ملاتړ په برخه کې د دواړو هېوادونو د تلپاتې ژمنې ښکارندویي کوي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې ملاني جولي وویل:«موږ په افغانستان کې د خبریالانو او د رسنیو د خپلواکو بنسټونو ستاینه کوو چې بې له کومې ستړیا او زړورتیا کار کوي او د هغه څه په اړه چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې روان دي نړۍ ته تازه، کره او مسلکي تحلیل او معلومات وړاندې کوي.»

همدارنګه لطف الله نجفي زاده په دغو مراسمو کې وويل: « وياړم چې د افغانستان د هغو زړورو خبريالانو په استازيتوب دغه جايزه ترلاسه کوم چې د سختو ظلمونو او بد وضعیت سره سره د حق لپاره مبارزې ته دوام ورکوي، دا ستاینه د هغو کسانو نه ستړي کیدونکې روحیې ته درناوی دی چې په افغانستان کې د خپلو خلکو د وضعیت د انعکاس لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي او په نړیواله ټولنه یو غږ دی چې په دې برخه کې د دوی د هڅو او مقاومت ملاتړ وکړي.»

دا لومړی ځل دی چې د رسنیو د ازادۍ لپاره د کاناډا او بریتانیا ګډه جایزه افغان خپلواکو خبریالانو ته ورکول کېږي.

 یاده دې وي چې ددې جایزې بنسټ په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې کېښودل شو.

تر دې وړاندې دغه جایزه د بېلاروس د خبريالانو ټولنې په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې، د ویتنام هېواد خپلواک خبريال فام دوانګ ترنګ په ۲۰۲۲ زېږديز کال کې او په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې د مصر یوې انلاين خپرونې "مادا مصر" ترلاسه کړې وه.

په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې، بریتانیا او کاناډا د رسنیو د ازادۍ نړیوال ایتلاف جوړ کړ، چې تر دا مهاله یې ۵۱ هیوادونو غړیتوب ترلاسه کړی.

 افغانستان په ۲۰۲۰ ( ۱۳۹۸ سلواغې) زېږديز کال کې له دې ایتلاف سره یو ځای شو، خو غړیتوب یې په ۲۰۲۱( لړم ۱۴۰۱) زېږدیز کال کې د طالبانو له خوا د رسنیو پر ازادۍ د سختو محدودیتونو او په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو خوندیتوب او هوساینې له خطر سره مخ کېدو له امله لغو شو

د افغانستان د خبریالانو مرکز افغان خبریالانو او د رسنیو خپلواکو بنسټونو ته د دې جایزې د ورکولو څخه د هرکلي ترڅنګ، د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د خبریالانو او رسنيو بنسټیزو حقونو ته چې د هېواد د  رسنیو په قانون کې ځای پرځای شوي درناوی وکړي او ټول هغه محدودیتونه لغوه کړي چې ددې قانون خلاف پر رسنیو لګول شوي دي او د هېواد خبریالانو او رسنیو ته دې اجازه ورکړي چې په ازاده فضا کې له ویرې، ګواښ او ځان سانسورۍ پرته کار وکړي.