۱۴۰۳ د لړم ۱۱
کابل – په افغانستان کې په تېرو دوو لسیزو کې له ۱۲۰ تنو څخه ډېرو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د جګړو او یا هم د سازمان شویو جرمونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی، خو د خبریالانو پر وړاندې د ترسره شویو جرمونو څخه د معافیت کلتور له امله د هغوی په حق کې عدالت نه دی ټینګ شوی. سربېره پر دې په هېواد کې پر خبريالانو او رسنيو بنديزونه هم په بې ساري ډول زيات شوي دي.
سبا (شنبه) د ۲۰۲۴ کال د نوامبر ۲ مه چې د ۱۴۰۳ کال د لړم له ۱۲مې سره سمون لري، د خبریالانو پر وړاندې د ترسره شویو جرمونو څخه معافیت ته د پای ټکي ایښودلو نړیواله ورځ ده.
د افغانستان د خبريالانو د مرکز د معلوماتو له مخې، له ٢٠٠١ زېږديز کال ( ۱۳۸۰ هجري لمریز) څخه تر اوسه پورې په هېواد کې د ۲۰ ښځینه وو په ګډون ١٢٨ تنو خبريالانو او د رسنيو کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى. د افغانستان د خبريالانو د مرکز څېړنې ښيي چې د مجازاتو څخه د معافيت کلتور له امله په ۹۰ سلنه پېښو کې قانون او عدالت نه دی پلي شوی.
سربیره پر دې، د افغانستان د خبریالانو مرکز د «اسلامي امارت» د واکمنۍ په درېیو کلونو کې (د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې تر د ۲۰۲۴ کال د اګست ۱۵مې پورې چې د ۱۴۰۰ کال د اسد له ۲۴ مې څخه د ۱۴۰۳ کال د زمري له ۲۴مې سره سمون لري) د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو له حقونو څخه د سرغړونې لږ تر لږه ۴۴۷ پیښې ثبت کړي، چې درې د مړینې، لسګونه د ګواښونو او له 220 څخه ډېرې د خبریالانو د نيونې پېښې یې له ډلې دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په دې باور دی چې په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د معافیت د کلتور واکمنتیا او همدارنګه د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د ګواښونو، فشارونو او د محدودیتونو زیاتېدل به پر ټولنه او د هېواد پر پرمختګ خورا ناوړه پایلې ولري.
لکه څرنګه چې د افغانستان د خبریالانو مرکز د تېر حکومت (اسلامي جمهوریت) په واکمنۍ کې هم د خبریالانو پر وړاندې د ترسره شویو جرمونو څخه د معافیت کلتور پر وړاندې هڅې او د عدالت غوښتنه کړې، د طالبانو حکومت څخه هم غواړي ترڅو د قرباني شويو خبریالانو په اړه عدالت ټینګ کړي او د رسنیو او خبریالانو اساسي حقونو ته د درناوي ترڅنګ هغه کړنلارې چې د رسنیو ازادي یې په بې ساري ډول محدوده کړې لغو کړي.

