د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت پایته رسولو نړیواله ورځ؛ د قربانیانو لپاره دې عدالت تأمین او د خبریالانو حقونه دې رعایت شي

د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت پایته رسولو نړیواله ورځ؛ د قربانیانو لپاره دې عدالت تأمین او د خبریالانو حقونه دې رعایت شي

عکس: ابراهیم نوروزي، اسوشیټیډ پریس

۱۴۰۴ د لړم ۱۱

کابل - په افغانستان کې په تېرو دوو لسیزو کې د جګړو او سازمان شویو پېښو له امله شاؤخوا ۱۳۰ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. سربېره پر دې د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت دود د ډېری قربانیانو لپاره د عدالت پلي کېدو مخه ډپ کړې او په هېواد کې د رسنیو او خبریالانو پر فعالیتونو محدودیتونه په بې‌ سارې ډول زیات شوي دي.

نن، د ۲۰۲۴ کال د نومبر ۲مه، چې د ۱۴۰۴ کال د لړم میاشتې له ۱۱مې سره سمون لري، د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو نړیواله ورځ ده. د افغانستان د خبریالانو مرکز د معلوماتو له مخې، له ۲۰۰۱ زېږدیز کال (۱۳۸۰ هـ ل) راهیسې تر دې دمه د ۲۰ ښځينه خبريالانو په ګډون لږ تر لږه ۱۳۰ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. زموږ څېړنې ښيي چې د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت دود له امله، له دې ډلې په شاؤخوا ۹۰ سلنه پېښو کې قانون او عدالت نه‌ دی پلي شوی.

سربېره پر دې، د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو د اسلامي امارت د څلور کلنې واکمنۍ په موده کې ( د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵مې، د ۲۰۲۵ د اګست تر ۱۵مې - د ۱۴۰۰ د زمري له ۲۴ مې څخه د ۱۴۰۴ د زمري تر ۲۴مې پورې) د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو له حقونو څخه د سرغړونې لږ تر لږه ۶۴۰ پېښې ثبت کړي دي. په دې ډله کې پنځه د مړینې - د ملي راډیو او تلویزیون د دوه خبریالانو په ګډون چې پاکستاني پوځ ته منسوب برید کې ووژل شول- او تر ۲۶۵ ډېرې د نیول کېدو پېښې شاملې دي.

په داسې حال کې چې د هېواد دننه د رسنیزو او خبریالي فعالیتونو ځپنې لا پراخې شوي، د بهر مېشتو خبریالانو پر ضد د دروغو معلوماتو خپرولو او انلاین بدنامۍ له لارې د واکمنې ادارې تبلیغاتي کمپاینونه دوام لري، چې د ډیجیټلي پلاتفورمونو له‌خوا پیاوړي کېږي، د مطبوعاتو د ازادۍ او د خبریالانو د امنیت پر وړاندې یې د‌ جدي ګواښ په توګه دوام موندلی، په داسې حال کې چې د ټکنالوژۍ لویو شرکتونو په خپلې چوپتیا او بې‌عملۍ سره اجازه ورکړې څو سیستمونه یې د وېرولو او ارعاب وسیلې وګرځي او مسؤولین یې ډېری وخت له ځواب وینې معاف پاتې شي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز باور لري چې د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت دود، د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې له زیاتېدونکو ګواښونو، فشارونو او محدودیتونو سره یوځای د ټولنې او هېواد د پرمختګ لپاره زیان‌منې پایلې درلودلې دي.

دغه مرکز له واکمنې ادارې غواړي چې د خبریالانو او رسنیو بنسټیزو حقونو ته د درناوي ترڅنګ د خبریالانو او د رسنیزو کارکوونکو پر وړاندې د جرمونو د قربانیانو لپاره د عدالت په پلي کولو کې لازم اقدامات وکړي.

د خبریالانو مرکز همداراز د واکمنې ادارې غواړي، څو د هغو کړنلارو په لغو کولو سره چې د رسنیو ازادي یې په بې ساري ډول محدوده کړې، اجازه ورکړي څو هر خبریال په ازاده توګه د خپلو حقونو څخه ګټه واخلي او وکولای شي پېښو ته پوښښ ورکړي او حقایق بیان کړي.