۱۴۰۴ د لړم ۱۰
کابل — په کابل کې ازاد خبریال سید راشد کاشفي له شاؤخوا اووه میاشتې بند وروسته ازاد شو. د افغانستان د خبریالانو مرکز د سید راشد کاشفي له ازادي څخه د هرکلي ترڅنګ ټینګار کوي، چې د یاد خبریال بنسټیز حقونه چې د تبعیدي رسنیو سره د همکاري په تور محاکمه او زندان ته واچول شو، په جدي توګه تر پښو لاندې شوي دي.
په کابل کې يوې ځایي سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې سید راشد کاشفي نن شنبه د لړم په ۱۰مه د شاؤخوا اووه مياشتو بند له تېرولو وروسته ازاد شو.
سید راشد کاشفي د روان کال د وري میاشتې په ۲۴ نېټه په کابل کې له تبعیدي رسنیو سره د همکارۍ په تور د استخباراتو له لوري ونیول شو.
یوه ځایي خبريال چې موضوع یې له نږدې څارلې ده وویل، چې کاشفي د استخباراتو له لوري له نیولو وروسته د واکمنې ادارې د محکمې له لوري په یو کابل بند محکوم شوی وو، خو نن له شپږ میاشتې او ۱۹ ورځو بند وروسته خوشې او له خپلې کورنۍ سره یوځای شو.
هغه زیاته کړه چې د استخباراتو مسؤولینو د نوموړي له نیولو يوه میاشت وړاندې د کاشفي د موبایل، کامرې او د غږ ثبتولو د وسیلې ترڅنګ ځيني وسایل هم ضبط کړي وو.
د واکمنې ادارې مسؤولينو د یاد خبریال د ازادي په تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د سید راشد کاشفي له ازادي څخه د هرکلي ترڅنګ روښانوي، چې د یاد خبریال نیول او د هغه د ازادي سلبول د نوموړي له اساسي او بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده او له واکمنې ادارې غواړي چې د رسنیو د ازاد فعالیت څخه د ملاتړ په برخه کې ژمن پاتې شي او له ورته کړنو څخه مخنیوی وکړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز له واکمنې ادارې څخه غواړي چې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو حقونو ته د درناوي ترڅنګ پاتې بندي خبریالان او رسنیز کارکوونکي ژر تر ژره ازاد کړي او اجازه ورکړي هغوی په ازاد ډول د ټولنیزو رسنیو د قانون له مخې له خپلو حقونو څخه برخمن شي او د کومې وېرې، ګواښ او فشار پرته کار وکړي.
د یاد مرکز د رسنیو د ازادي په څارونکي کې د ثبت شویو له مخې اوس مهال په افغانستان کې لږ تر لږه اووه خبریال او د رسنیو کارکوونکي په بند کې دي او يا هم د بند موده تېروي

